دوشنبه, فبروري 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

پر امام اعظم ابوحنیفه د یوې نیوکې ځواب

kabull نشرونکی: kabull
اکتوبر 13, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
12
ځلې شریک شوی
148
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اپسټین پټې دوسیې د امريکا د کانګرس پر مېز؛ سخت شرطونه او د لویو افشاګریو تمه

د استبداد پنځه ابعاد؛ د ځواک سرچینې څنګه د کمزورۍ لامل ګرځي؟

رسنیزه جګړه لا هم توده ده

لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی

امام بخاري ولې له امام اعظم ابوحنیفه څخه روایت ندی نقل کړی؟

له امام ابوحنیفه څخه د امام بخاري مخامخ روایات نه نقلول دا نه په ګوتو کوي چې هغه ضعیف یا قلت الحدیث مسئله وه، بلکه دا یو علمي اختلاف او د دواړو امامانو ترمنځ چې امام صاحب مشر او د خیر القرون د زمانې امام وو (امام صاحب په ۸۰ هجري کې زیږیدلی او په ۱۵۰ هجري کې وفات شو) او امام بخاري وروسته راغلی (امام بخاري په ۱۹۴ هجري کې زیږیدلی او په ۲۵۶ هجري کې وفات شو)، خو د امام صاحب له عقیدې خبر او د هغه دا نظر چې ایمان څه دی او د څه شي نوم دی دا یې د اختلاف اساسي او بنسټیز عوامل وو…. دا خبره امام بخاري پخپل کتاب التاریخ الکبیر کې لیکلې.

امام اعظم ابوحنیفه د ټولو ائمه محدثینو او د صحاح سته د امامانو استاد او شیخ وو، خو د امام بخاري روایت نه نقلول هغه د یو علمي اختلاف له مخې وو خو په حقیقت کې د امام بخاري ډیرۍ استادان حنفي مسلک یعنې د امام اعظم ابوحنیفه شاګردان ول..

امام اعظم ابوحنیفه به ویل چې ایمان پر ژبې اقرار او پر زړه تصدیق کولو نوم دي، خو امام بخاري داسې عقیده درلودله چې ایمان قول، اقرار پر ژبه او د عمل کولو نوم هم دی یعنې هغه عمل ورسره یو ځای کولو، لکه لمونځ روژه زکات دا … به یې هم په ایمان کې شاملول… خو د امام صاحب عقیده داسې وه چې عمل د ایمان د تکمیل لپاره واجب دی خو ایمان د قول نوم دی، لکه: د اقرار او تصدیق دا یو علمي اختلاف وو او له دغې څخه غیرمقلدین یا ځینې نور خلک بلکل ناوړه او غلطه ګټه پورته کوي اصلي خبره پټوي او په درواغو په دغه ستر امام الفقهاء او امام المحدثین پسې غیبت او بهتانونه پورې کوي. که موږ او تاسو د امام بخاري ټول کتابونه ولولو او ټول اقوال یې و څیړو نو دا خبره به پکې ونه مومو چې هغه ویلي وي (یعنې امام ابوحنیفه غیرثقه ضعیف یا قلت الحدیث وو) دا خبره له سره پکې نه موندل کیږي خو دا د ځینو مغرضو او د امام صاحب د مخالفینو او د علم د دښمنانو پروپاګند دی چې له ځانه خبرې کوي او حق پټوي.

امام عسقلاني او امام قسطلاني په ارشاد الساري نامي کتاب کې بیا د امام بخاري قول خپله ا مام ابوالقاسم عزت الله بیان کړی په شرح اعتقاد اهل السنه کې بیا خپله امام بخاري خپل قول په التاریخ الکبیر کې بیان کړي چې ما یوازې له هغو خلکو احادیث اخستي او روایت یا نقل کړي چې دا ډول یا زما پشان عقیده یې لرله: چې ایمان د قول او عمل دواړو نوم دی او له هغو خلکو مې احادیث ندي اخستي یا روایت کړي چې وایي: ایمان یوازې پر ژبې اقرار او پر زړه تصدیق دی او د عمل خبره پکې ذکر نه وي یا د هغه پشان عقیده ونلري له هغوی څخه مې عمداً روایات ندي اخستي. ددې مطلب دا هیڅکله ندی چې امام بخاري یا بل امام دا ویلي وي چې امام ابوحنیفه ضعیف وو یا داسې نور…. دا هم د امام بخاري دیانت تقوا او زهد وو چې داسې خبره یې ذکر کړې او د هغو خلکو پر مخ یوه ستره څپیړه ده چې منفي کرکجنو او ناروا اختلافاتو ته لمن وهي او د امام بخاري له قول څخه غلطه او ناوړه ګټه پورته کوي.

اوس که د روایت نه نقلولو سره څوک یا کوم امام، فقیه یا محدیث ضعیف یا قلت الحدیث نومول کیږي لکه څنګه یې چې غیرمقلدین دعوه کوي نو بیا دا نیوکه پخپله پر امام بخاري باندې هم راځي، هغه داسې چې امام مسلم د امام بخاري ځانګړی شاګرد وو خو هغه په ټول صحیح مسلم کې یو حدیث هم له خپل استاد یعنې امام بخاري څخه ندی روایت یا نقل کړی نو آیا اوس به امام بخاري ته هم ضعیف، قلت الحدیث یا غیرثقه وایو او که نه هغه ستر امام بخاري ته به ثقه نوم کاروو؟؟؟ همداسې امام بخاري له امام شافعي څخه هم هیڅ روایت ندی روایت کړی ولې دا نیوکه پر هغه نه کیږي؟ همداسې ډیر نور ائمه او محدثین هم شته چې امام بخاري ور څخه روایات ندي نقل کړي، اوس به هغوی ټولو ته غیرثقه او ضعیف وایو او که نه پر هغوی ټولو به اعتماد کوو؟ دا بې علمه شیخان چې نه په قرآن پوهیږي نه احادیثو او نه یې پوره شرعي علم ترلاسه کړی هسې له ځآنه پر امام اعظم ابوحنیفه نیوکې کوي دا د دین له پلوه او هم د علم له مخې یو ستر خیانت دی. یا الله! دغو خلکو ته هدایت او نیغه لاره وښیه چوک چې د اهلسنت والجماعت خلاف روان دي…..

 بخاري شریف د احادیثو لومړنی کتاب نه وو چې احادیث  پکې را ټول یا یو ځای شوي وو!

له صحیح بخاري وړاندې نږدې سل کتابونه د احادیثو او په علم الحدیث باندې لیکل شوي ول یعنې بخاري نږدې دوه سوه کاله وروسته لیکل شوی کتاب دی او له دغه کتاب وړاندې نور کتابونو شتون درلود او ګڼو محدثینو، تابعینو او تبع تابعینو دا کتابونه لیکلي ول… په دغه وخت یا لدې وړاندې د امام اعظم ابوحنیفه نږدې ۲۵۰ شاګردان د ائمه حدیث په درجې باندې فایز یا دغه مقام ته رسیدلي ول… امام جلال الدین سیوطي چې خپله شافعي مذهبه وو هغه پخپل کتاب تبیض الصحیفة  لمناقب ابي حنیفة کې لیکلي چې تر ټولو لومړنی کس چې علم الحدیث یې مدوَّن کړی هغه امام اعظم ابوحنیفه وو، سبحان الله… په دغه وختونو کې امام مالک مؤطا لیکلې وه امام شافعي مسند لیکلی وو امام احمد څلویښت زره احادیث را ټول کړي وو په مسند احمد بن حنبل کې امام ابن ابي شیبه چې دی د امام بخاري د استادانو استاد وو هغه مسند ابن ابي شیبه کتاب لیکلی وو، همداسې امام عبدالرزاق چې دی هم د امام بخاري شیخ وو هغه مصنف عبدالرزاق لیکلی وو، د امام بخاري له زمانې سره ډیر نږدې خو لږ وړاندې امام دارمي مسند الدارمي لیکلی وو، امام زهري پر احادیثو کتاب لیکلی وو، عبدالله بن مبارک کتاب لیکلی وو، سفیان بن ثوري کتاب لیکلی وو، امام وکیع بن جراح کتاب لیکلی وو، هر ځای هر ښار کې محدثینو پر احادیثو کتابونه لیکلي ول او د امام بخاري ډیرۍ استادان د تصوف شیخان ول او هغوی د علم التصوف په اړه کتابونه له بخاري شریف څخه مخکې لیکلي ول او هغه خلک چې د تصوف بد وایي هغوی د امام بخاري له نظر او عقیدې خلاف روان دي او د تصوف بد ویل هغه د ټولو ائمه فی الحدیث، فقهاوو، مشهور مفسرینو او نورو امامانو پر خلاف عمل دی او دا خلک له امام بخاري ډیر ښه نه پوهیږي چې د هغه استادان د تصوف مشران ول خو دوی یا دا اوسني غیرمقلدین بیا تصوف ته شرک او بدعت وایي، استغفرالله…..

مخکینې مطلب

دطلوع او یک تلویزون رسنیز رسالت نه بلکه جګړه ییزه تبلیغات يئ هدف ګرځولې

بل مطلب

علماء او سياست

ځانګړي مطالب

مقالې

د اپسټین پټې دوسیې د امريکا د کانګرس پر مېز؛ سخت شرطونه او د لویو افشاګریو تمه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
مقالې

د استبداد پنځه ابعاد؛ د ځواک سرچینې څنګه د کمزورۍ لامل ګرځي؟

نشرونکی: ح جلال
فبروري 5, 2026
مقالې

رسنیزه جګړه لا هم توده ده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 17, 2026
مقالې

د ټرمپ د ګواښونو تر شا لوبه: جګړه که اعظمي فشار؟

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
مقالې

علم، عمل او مسئوليت؛ د يو بريالي شخصيت درې نښې

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 13, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
0

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com