یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

علماء او سياست

kabull نشرونکی: kabull
اکتوبر 13, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
14
ځلې شریک شوی
171
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لېکنه: عزيزالله سالک

(لومړۍ برخه )

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

اسلام دبشریت دنجات او خلاصون له پاره داسې یوه مکمله تګ لاره او هر اړخیزه نظام دی چې په پلي کولو سره یې نه یواځي انسان دتورتم او جاهلیت په کندوکې دلویدو څخه په څنګ کیږي ،بلکې دنیوي او اخروي ژوند کې یې سعادت او نیک بختي هم په برخه کیږي. دننني نړیوالو کشمکش او د تباهیو یواځنی علت همدا دی چې بشریت ددغه فطري نظام چې دخلاصون او دازادۍ یواځینۍ لاره ده په نورو طاغوتي او شیطاني لارو چې دهمدې بشریت دنیمګړي او محدود فکر محصول دی روان شوي. تیری او تجاوز ، دنورو حقه حقوق غصبول ، دکمزورو قومونو زبیښل او هر ډول استثمار او استعماردځواک او دقدرت دخاوندانو له پاره معمول ګرځیدلی دی . نړۍ ټوله دجهالت او ناپوهۍ په تورتم کې راګیره ده له خدای باغي او سرکش نړۍ وال قوتونه لګیا دي ، دوروسته پاتي اوکمزوزو ملتونو ځمکې په خپلو منځو کې په پوره خوښۍ سره ویشي. په ننني وخت کې ددې غم او مصیبت توره لمن په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ راخپره کړای شوی ده ، داسلامي هېوادونو په ګوټ ګوټ کې دنښتو ،تباهیو او دمسلمانانو دعامې وژنې خبرونه اوریدل کیږي . خوددې ټولو تباهیو اوهلاکتونو یواځنۍ لامل هم دادي چې بشریت په ټول اسلامي امت دخدای پاک قانون او دهغې راليږل شوې تګ لارې ته شا کړې او دذلت او خوارۍ لاره یې نیولې ده ، اسلام یې یا خویواځې خپل رسمي مذهب ګرځولی او یایې فقط په عباداتو کې خلاصه کړی او دهغه سیاسي اړخ یې بلکل له یاده ویستلی ! خوکله چې په دې ملتونو کې داسلام پتنګان راپورته شوي اوپه خپل ملت کې یې داسلامي سیاست دحاکمیت له پاره هلې ځلې شروع کړي نوبیا نه یواځي په نوم مسلمان واکمن ترې په لړزه کې لویدلي بلکې دغربي او شرقي ښیکلاک ګرانو په مانیویې هم زلزله راوړي دافغانستان مجاهداو قهرمان ولس دڅولسیزو پرلپسي قرباني او وینی تویولو په اساس دخپلې همدې عقیدي دحاکميت په خاطر دنړۍ دلوی قدرت وحشي لښکرو په مقابل کې په پوره میړانه جنګیږي . مونږ په دې مطمین یوچې انشاء الله هغه ورځ لري نه ده چې دا په خدای مین ولس به دخپلوشهیدانو ارمانونه ترسره کړي او په خپل خوږ وطن به داسلام دبرم او عظمت نه ډک بیرغ په رپیدو کړي. انشاء الله تعالی دوخت اصلي اړتيا اسلام دی : تر کومه ځايه چې دمادي ژوند جوړول د ي، نو په دې هکله لويدیځ تهذيب خپل ځان دکمال معراج ته رسولي دي خو لکه څنګه چې تاسي و ليدل دايواځي دمادي خوشاليو له واکه ندي پوره ،چې انسان له برياليتوب او نيکمرغي سره يو ځاى شي بلکې ددې لپاره يوبل داسې تمدن او تهذيب ته اړتيا شته، چې په هغه کې له مادي پر مختګ سره څنګ په څنګ دتوازن په نظر کې نيولو سره دروحاني پر مختګ او پياوړتيالپاره هم هلې ځلې رواني وي، او له دغو دواړو اړخونو څخه يوهم له خپلې پولې څخه تيرى ونکړي ترڅو په هغه بل باندي ناوړه اغيزه ونکړي ،ايا د دي ډول تمدن وجود ممکن دي؟ اوايا داسې يو قام موجود دي چې دغه وجيبه پرځاى کړاى شي ؟ دلويديځي نړۍ لپاره خو دا ممکنه نده چې هغه ددغي مطلوبي دندي په سرته رسولو کې بريالۍ شي ،ځکه چې هغه خو اوس دخپل مادي ځواک او خپلو فتنو جوړولو دکار په اوج کې ده ،خوکه سبا يې ځواک مات شي د کوم امن ډاډ عزت او شرف دپاڅون په خاطر چې کوم نړۍ وال قيادت ته اړتياوي دهغه اهليت اوصلاحيت به په ليويديځو تهذيب لرونکو کې مفقود وي پاتي شوه کمونستي نړۍ نوهغې ته خو ددې دندې پر ځاى کول نور هم زيات ګران دی ، ځکه چې هغه خوله پخوالاترځنګنو ماديت کې ډوبه ده او له همدې امله یې دروحاني ديني او اخلاقي شعائرو په خلاف دجنګ اعلان کړي دي، کمونستي تهذيب به لويديځ تهذيب ته په لاس ورکولو سر ه دبشري نړۍ بدمرغۍ اوسرګرداني نوره هم زياته کړي ،آن تردي چې يوه ورځ به د دغه تهذيب ماڼۍ له خپلو ختيځو معمارانو او اوسيدونکو و نړيږي، او له خاورو سره به خاور ي شي . اوترکومه ځايه چې دختيځ بت پالونکو اوشرکي مذاهبو خبره ده ،هغوى هم داخدمت نشې تر سره کولاى ځکه چې تهذيب تل په داسې يو صحيح فکري اوعلمي بنسټ دريدلاى شي چې له او هامو او خرافاتو څخه پاک او لري وي، او بت پرستي خو په خپل ذات کې دپورتنيو شرائطو په خلاف ده برسيره پردې نن چې بشري نړۍ د کوم مطلوب تهذيب په لټه کې ده او کوم روحانيت ته تږې ده هغه يو داسې ايجابي او بنسټيز روحانيت دي چې دانسان په پر مختګ کې مرستيال او ممد ثابت شي ،په اوسنۍ زمانه کې له اسلامي امت پر ته بل هيڅ داسې يو امت نشته چې همدا مطلوب ثقافتي کردار ادا کړاى شي، او دراتلونکي تهذيب تشه ډکه کړې ،او ددي لاملونه په لاندي ډول دي . لومړى : مونږدداسې عقيدې څښتنان يو چې هغه دتهذيبونوپه رامنځته کولو او عقائدوکې له ټولو څخه زياته پر مختللي ده، اوداپه نهايې درجه سپيڅلي روښانه لوړه دبشپړ توحيد عقيده ده ،اودعقل درناوى کوي ،دايو معتدله اودبشري اخلاقوډکه عقيده ده .

مخکینې مطلب

پر امام اعظم ابوحنیفه د یوې نیوکې ځواب

بل مطلب

ایران ۸۰۰ تنه په دار وځړول

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com