عزیر اسدخیل
لومړۍ برخه
په دې کې هيڅ شک نشته، چې قرآن کريم د الله سبحانه وتعالى کتاب دى. هغه اعجاز، فصاحت، بلاغت او کمال چې په قرآن کې دى، دا د بنده د وس خبره نه ده او دا هغه چا ته ښه جوتېږي، چې د عربي ژبې د علومو له تمکن سره سره په ژور غور او فکر د قرآن مطالعه وکړي او بـيا بـيا يې وکړي.
دا چې پېغمبر ص نالوستى او ناشاعر و، په دې کې هم مونږ ته دا حکمت ښکاري، چې که لوستى او شاعر واى، نو خلکو به څه ناڅه شک کاوه، چې دا کتاب د لوستي شاعر څه ادبي شاهکار دى.
اګر چې دا به هم سمه نه وه؛ خو د نالوستي ناشاعر او د لوستي شاعر ترمنځ توپير او د شک لامل جوت دى.
د عربو لوستو شاعرانو، اديـبانو، ليکوالانو او علماؤ ونه شو کولى، چې د قرآن مقابله وکړي، نو د نالوستي ناشاعر نه خو بېخي لرې ده.
قرآن د نزول په وخت کې د عربو ټولو اديبانو، شاعرانو، ليکوالانو او علماؤ ته داسې تحدي او ننګونه ورکوي :
(اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ قُلْ فَاْتُوْا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِ مُفْتَرَیٰتٍ وَّ ادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ) سورة هود: ١٣
” آيا دوى وايي، چې دا قرآن يې له ځانه جوړ کړى دى؟ ورته ووايه: که تاسو ريښتيني يئ؛ له الله پرته مو چې څومره وس وي، ټول راوغواړئ او د دې غوندې لس جوړ شوي سورتونه راوړئ”.
او ورته فرمايي:
(وَ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰى عَبْدِنَا فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّنْ مِّثْلِهِ وَ ادْعُوْا شُهَدَآءَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ فَاِنْ لَّمْ تَفْعَلُوْا وَ لَنْ تَفْعَلُوْا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْ وَ قُوْدُهَا النَّاسُ وَ الْحِجَارَةُ آعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ) سورة البقره: ٢٣-٢٤.
“او که تاسو د هغه کتاب په هکله په شک کې يئ، چې مونږ په خپل بنده نازل کړى دى، نو که ريښتيني يئ، له الله پرته خپل ټول ګواهان راوغواړئ او د دې غوندې يو سورت راوړئ او که دا کار مو ونه کړ – او هيڅکله يې نه شئ کولى- نو له هغه اور ځانونه وژغورئ، چې خس يې خلک او تيږې دي او د کافرانو لپاره تيار شوى دى”.
(اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ قُلْ فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّثْلِهِ وَ ادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ) سورة يونس : ٣٨.
” آيا دوى وايي، چې دا قرآن يې له ځانه جوړ کړى دى؟ ورته ووايه: که ريښتيني يئ نو له الله پرته مو چې څومره وس وي، ټول راوغواړئ او د دې غوندې يو سورت راوړئ”.
او فرمايي:
(اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهُ بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَ فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهِ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ) سورة الطور: ٣٣-٣٤
” آيا دوى وايي، چې دا قرآن يې له ځانه جوړ کړى دى؟! بلکې دوى ايمان نه راوړي؛ که دوى ريښتيني وي، نو د دې په څېر يوه خبره دې راوړي”.
نو څرګنده ده، چې نه لس سورتونه، نه يو سورت، نه يو آيت او نه يوه خبره راوړى شي.
(قُلْ لَّىِٕنِ اجْتَمَعَتِ الْاِنْسُ وَ الْجِنُّ عَلٰى اَنْ یَّاْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لَا یَاْتُوْنَ بِمِثْلِهِ وَ لَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِیْرًا ) سورة الاسراء : ٨٨.
“ورته ووايه ای محمده صلی الله علیه وسلم: که خامخا انسانان او پېريان سره راټول شي، چې د دې قرآن غوندې کتاب راوړي، نو اګر که ځينې د ځينو ملاتړ هم شي؛ د دې غوندې کتاب نه شي راوړى”.
حقيقت دا دى، چې د قرآن ژورو ته هغه څوک ورښکته کېدى شي، چې د قرآن د ژبې (عربي) ژورو ته ورښکته شوى وي.
څومره چې د يو چا پوهه په عربي ژبه کې بابيزه وي؛ همغومره به يې په قرآن پوهه بابيزه وي او څومره چې د عربي ژبې په بنسټونو او آدابو کې ننوځي؛ همغومره به يې په قرآن پوهه زياتېږي. دا سمه ده، چې د قرآن له ژباړې د قرآن احکام او لارښوونې زده کېدى شي؛ خو د قرآن خواږه يواځې هغه څوک څکلى شي، چې د قرآن ژبه يې ښه زده وي. ځکه هغه تعبير، چې په عربي کېدى شي؛ په بلې ژبې هغسې نه شي کېدى. څوک چې د عربي ژبې د تعبيرونو او بنسټونو له پېژندو وروسته په ژور نظر د قرآن مطالعه وکړي، نو په دې کې به د شک هيڅ ځاى پاتې نه شي او پوخ باور به يې راشي، چې دا قرآن د الله تعالى کتاب دى او د الله تعالى په مخلوق کې هيڅوک ورسره سيالي نه شي کولى.
هغه محمد بن عبد الله صلى الله عليه وسلم، چې له پېغمبرۍ نه مخکې لا رسول الله نه ؤ او د جاهليت زمانه وه، له وړوکتوبه په ښو خويونو مشهور ؤ او بيا د ځوانۍ په وخت کې په عفت، ريښتينولۍ او امانت پېژندل شوى ؤ او سرسختو مخالفينو يې هم له ريښتينولۍ او امانتدارۍ څخه انکار نه شو کولى؛ څرنګه په ناببره او ناڅاپي توګه دومره لوى دروغ ويلى شي، چې د پېغمبرۍ دعوه وکړي؟! دا ډېره لرې برېښي، چې يو څوک دې په انسان دروغ نه تړي او هغه دې (العياذ بالله) په الله تعالى دروغ وتړي؟!.
بيا د هغه د ژوند هره شېبه دهغه په ريښتينولۍ لوى دليل دى.. د هغه تواضع، خاکساري، عبادت، عفت، صدق، امانت، ښندنې، ايثار، عدالت، شرافت او د صورت او سيرت هر اړخ د دې ګواهي ورکوي، چې هغه ريښتينى او پتمن ؤ.
د هغه په ټول ژوند کې هغه داسې يوه خبره نه ده کړې، چې هغه دې دروغ وخېژي. که دا فرض کړو، چې (العياذ بالله) هغه په دروغو د پېغمبرۍ دعوه کړې وه او هغه له ځانه قرآن جوړ کړى دى، نو د دې مطلب به دا ؤ، چې هغه (العياذ بالله) يو دروغجن، ځان غوښتونکى او متکبر انسان ؤ. نو آيا ځان غوښتونکى، دروغجن او متکبر انسان به خپل دنيوي ژوند جوړ وي او که ړنګوي؟ هغه ته قريشو وويل، چې دغه دين پرېږده؛ پاچا به دې کړو، تر ټولو ښايسته ښځې او تر ټولو زيات مال به درکړو… که دنيوي ژوند او پاچايي يې غوښتى او ريښتينى پېغمبر نه واى، نو همدا يې بس وو، ورسره منلي به يې وو؛ ولې به يې په شعب ابي طالب کې دبنديزونوله کبله دوه کاله د ستونزو، ولږو او کړاوونو شپې او ورځې تېرولې؟! ولې به يې په طائف کې د کاڼو ګوزارونه، وينې، ټپونه او بدې ردې زغملې؟!.
که هغه دروغجن واى، نو هرومرو به يې دنيوي ژوند جوړاوه، ولې به يې په خپل ځان او تر قيامته په خپل آل او کهول زکاتونه او خيراتونه حرامول؟ که هغه دروغجن واى، نو ولې به يې د شپې په تيارو کې داسې اوږده لمونځونه کول، چې پښې يې پکې پړسېدلې؟ ولې به يې روژې نيولې؟ ولې به يې په دومره ډېرو اذکارو،عبادتونو او دعاؤ خپل ځان ستړى کاوه، چې د ژوند په هر اړخ کې قدم په قدم د هر کار لپاره يې جلا دعاوې او اذکار ويل او صحابه ؤ ته يې هم د ويلو حکم کاوه؟!.
قرآن کريم ټول په دې څرګند دلالت کوي او هيڅ د شک ځاى نه پرېږدي، چې دا د الله سبحانه وتعالى کتاب دى او پېغمبر صلى الله عليه وسلم د الله تعالى ريښتونى پېغمبر دى؛ خو د بېلګې په توګه به د قرآن کريم ځينې هغه عبارتونه او آياتونه وګورو، چې که (العياذ بالله) پېغمبر دروغجن واى، نو د ځان په هکله يو دروغجن، متکبر او ځان غوښتونکى شخص داسې خبرې هيڅکله نه کوي .
نور بیا…


















