تبصره
په افغانستان کې چې څومره بهرني او حکومتي ځواکونه د طالبانو پرخلاف عملیات کوي ترهغې څوچنده د افغانستان د جګړې اړوند او د طالبانو پر خلاف یو شمیر ګمارل شوی رسنۍ په خلاص مټ تبلیغات کوي، د خلکو د ذهنونو د لوري بدلولو لپاره یوه موضوع په بیابیا په مد او شد نشرته سپاري، ځینې وخت چې ټاکل شوې موضوع د ولس له ذهنونو ووځي بیایې په لږ څه زیاتوالي سره له سره راتازه کړي.
د طالبانو په لیکو کې د ګاونډیوهیوادونو د جاسوسانو د یادولو موضوع د تیرو اتو کالو راپدیخوا په وار وار یادو رسنیو تبلیغ کړه او د طالبانو په اړه یې د افغانانو په ذهنونو کې شکونه پیداکړل؛ خو چې د ۲۰۱۳په پیل کې د اوباما مرستیال جوبایډن د نیوز ویک سره په مرکه کې وویل: طالبان زمونږ دښمنان نه دي، د بایډن دې مرکې تر څه وخته د تبلیغاتي ادارو چې د رسنیو په خوله فعالیت کوي ترڅه وخت یې خولې د موچي په رینه وګنل شوې.
دا دی یوځل بیا یوشمیر رسنیو د ورکړل شوي پلان سره سم د طالبان په لیکو کې د بهرنیو هېوادونو د جاسوسانو موضوع په نوې بڼه راتازه کړله.
که د طالبانو په لیکو کې د بهرنيو جاسوسانو موجودیت تسلیم کړو، نو دا جاسوسان خو به هغه وخت هم وو څه وخت چې د طالبانو پخوانی مرکچي د مشرتابه په شورا کې حضور درلود.
که مونږ د طالبانو د پخواني مشر او مرکچي محمد طیب آغا هغه لیک چې رسنیو درې میاشتې د مخه د ملاهیبت الله اخوندزاده په نامه لیکلی او پکې یې یادونه کړې ده، چې له بهرنیو استخباراتو سره اړیکي تباهۍ او شر ته لاره اواروي باید د بهرنیو هیوادونو سره په مستقیم او غیرمستقیم ډول اړیکې لرونکي له خپلو لیکو څخه وباسئ.
دا ډول نظرد یوه هیواد د سالمتیا او یوه سیاسي یاغیرسیاسی ګوند د کامیابۍ لپاره تر هرڅه لومړی دعملي کیدو نظردی؛ خو کاش دا نظر طیب آغا ته په ډیر درناوي هغه وخت ورکړی وای څه وخت چې یې خپله د طالبانو په شورا کې د مهم شخص په صفت غړیتوب درلوده .
د طالبانو پر خلاف د عام ولس په ذهنونو کې کال په کال په یوه او بله بڼه یوه موضوع رامنځته کیږي، کله خپله د طالبانو د یوه مهم له صفه وتلي شخص اوکله د یو سخت مخالف په وسیله؛ خو بیا هم طالبان په خپل دریځ همغسې کلک ولاړدي لکه څرنګه چې د مرحوم ملامحمد عمر په ژوند ولاړ وو.
د طالبانو له مشرتابه څخه د طیب آغا غوښتنه چې جاسوسان له خپلو لیکو وباسي ډیره پر ځای او د طالبانو د کامیابۍ غوښتنه ده؛ خو که د طالبانو په لیکو کې بهرني جاسوسان وای نو تردې دمه به په موجوده دریځ نه طیب آغا پاتې وای او نه طالبان.
مشوره یوه شخص ته د خپل منلي دوست لخوا په یوه دردوونکي حالت کې د زړه له درده ورکول کیږي، طیب آغاهم شاید د زړه له درده دا مشوره طالب مشرتابه ته په خپل لیکلي شوي خط کې ورکړي وي؛ خو پوښته داده چې رسنیو په یواځې خط څرنګه اکتفا وکړه؟ طیب آغا خو څه ورک او بې نومه شخص نه دی چې د ژوندۍ مرکې فرصت ورسره ونه موندل شو.
اصل خبره داده چې د طالبانو په لیکو کې بهرني جاسوسان نه شته، بلکې د بهرنیانو په ذهنونو کې له طالبانو څخه ویرې ځای نیولای دی، داسې ویرې چې په بهرنیو نظامیانو او سیاسیانو یې خوب حرام کړی دی .
بهرنیان په خپلو ذهنونو کې همدا ویره لري که طالبان د امریکا په مقابل کې په همدې ثابت دریځ پاتې شول د نړۍ هیڅ یوقوت یې نه شي ماتولای، ځکه افغاني طالبان د نورې اسلامي نړۍ په څیر یواځې د جومات او کتاب طالبان نه دي په قوي عزم او افغاني غیرت د جهادی سنګر ساتلو طالبان هم دي.


















