لیکوال : محمد العریفی
ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)
۱۹ – له مينځې څخه د خپل مالک زيږيدل
د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې يوه مملوکه مينځه به داسې هلک وزيږوي کوم به چې بيا د دې آقــــــــا ( بادار) جوړ شي، دا داسې کيږي کله چې يو آزاد سړی له خپلې مينځې سره جماع وکړي، هغه حامله شي او له هغې څخه هلک پيدا شي او هغه لوی شي او داسې يو آزاد انسان جوړ شي د کوم چې پلار ژوندی وي مګر د هغه مور د پخوا په څير مينځه وي، نو په دې طريقه به دغه هلک د خپلې مور د مالک حيثيت اختيار کړي.
په حديث جبرئيل کې دي کله چې هغوی د قيامت د وخت په باره کې له تا پوښتنه کوي نو ورته ووايه ! زه تاسو ته د هغو نښانو په باره کې خبر درکوم، کله چې مينځه خپل مالک وزيږوي نو دا د قرب قيامت نښانه ده ([1] ).
د دې معنا دا هم بيان کړی شوې ده چې بادشاه به د مينځې له خيټې څخه پيدا شي، په دې طريقه به يې زوی بادشاه شي او د هغه مور به په رعيت کې شامله شي.
۲۰ – د اغوستل شويو کاليو با وجود د لوڅو ښځو ظهور
د ښځو بې پردګي او د ښايست بې ځايه اظهار هم د قيامت له نښانو څخه دی، ښځې چې يو داسې تنګ کالي واغوندي او له کورونو څخه د باندې ووځي د کومو له امله چې د هغوی د بدن اندامونه ليدل کيږي او داسې باريکې او شفاف جامې واغوندي او له کورونو څخه د باندې ووځي د کومو له امله چې د ناستې او تلو په حالت کې د هغې د بدن اعضاء ښکاره تر سترګو کيږي، داسې ښځې په ظاهره په جامو ( کاليو) کې ملبوسې دي، مګر په اصل حقيقت کې د تنګو کاليو، د جسماني اعضاؤ د نمايش او د جسم د پر فتن ځايونو د ښکاره کولو له امله هغه لوڅې (لغړې) دي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : )صنفان من أهل النار لم أرهما قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤسهن كأسنمة البخت المائلة لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها وإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا(
ژباړه :
دوه داسې جهنمي ډلې کومې چې ما تر اوسه پورې نه دي ليدلې، يو هغه (ظالم) د کوم په لاس کې چې د غوا د لکۍ په څير دوره وي او په هغې باندې خلک وهي ([2]) دويم هغه ښځې کومې چې د کاليو له اغوستلو سره سره بيا هم لوڅې تر سترګو کيږي او خلک د خپل ځان لور ته مايل کوي او په خپله هم د خلکو لور ته مايله وي، د هغوی د سر ويښتان د بختي اوښ د ويښتانو په څير يوه لور ته مايل وي، دا به نه جنت ته داخليږي او نه به د هغه خوشبو محسوسه کړي، سره له دې چې د هغه خوشبو تر هغې او دغې فاصلې پورې راځي ([3] ).
د (مائلات) يوه معنا دا هم ده چې دا ښځې به د الله تعالی له اطاعت څخه انحراف کونکی او د الله تعالی په اطاعت باندې به استقامت کونکی نه وي.
د (مميلات) يوه معنا دا هم ده چې نورې ښځې به د فحاشي لور ته رابولي، يعنې په فساد کې مبتلا او د فساد خپرونکی ښځې به وي.
(رؤوسهن کاسمنة البخت) يعنې هغوی به د سر ويښتان په داسې طريقه بند کړي وي چې ويښتان به يې پورته لور ته وي لکه څنګه چې د اوښ کو له ورايه ښکاره کيږي، د دغو ښځو ويښتان به يوه لور ته په داسې طريقه مايل شوي وي لکه څنګه چې د بختي اوښ کو مايل وي.
[1] – صحيح البخاری، التفسير، حديث : ۴۷۷۷.
[2] – د دغې نښانې بيان په ۱۵ نمبر علامه کې تير شو.
[3] – صحيح مسلم، اللباس والزينة، حديث ۲۱۲۸.