افغان دښمنه چارواکي

قاري خالد

هغه دپرمختللې ټیکنالوژۍ څښتنانو چې په ګل کې دغوټۍ په نښه کولو او ویستلو دعوې به یې کولې؛ په کندز کې پنځوس بېګناه ولسي وګړي، دطالبانو په ټس کې په نښه کړي، بمبارد کړي او شهیدان کړي.

په شهیدانو کې ډېری تورسرې، سپین سري او ماشومان دي چې په رُڼا ورځ د امریکایي بربریت ښکار سوي.

تر دې مخته؛ دننګرهار په شېرزادو کې دیوه طالب مشر کور دشپنۍ چاپې پر مهال بمبارد سو، ۳۸ ماشومان او زنانه په وینو کې ورغړېدې، او مسلسل څلور ساعته پرې بمونه وورېدل، په داسې حال کې چې له پرچه ـ پرچه بدنونو یې وینو دارې وهلې او بې درمانه یې تر سهاره، په وینو کې ترپکې وهلې.

دهمدې طالب مشر یوه پېغله لور چې کوزده سوې وه او څو ورځې وروسته یې واده و، امریکایي لنډه غرو له الوتکو ددهشکې په مرمیو غلبېل ـ غلبېل او خوارکۍ یې دبلها ارمانونو سره دخاورو لاندې کړه

له امریکایانو هیڅ کوم افغان چارواکي او یا هیڅ کومې نړیوالې او بشرې ادارې ونه پوښتل چې ولې؟ په کومه ګناه او پر کوم جرم، په خوب ویده انسانان په فاسفورس بمونه لولپه کوئ؟ دخپلو کورنو دننه یې وژنئ او دژوند له خواږه نعمته یې بې برخې کوئ؟

که ددوی په قاموس کې مجرم! وي طالب به وي؛ دطالب دبچیانو څه ګناه؟  دطالب دخوېندو ـ مېندو څه ګناه؟

نړۍ داسې کوم قانون لري چې له مخې یې دمجرم ټوله کورنۍ بمبارد سي؟ کور یې کنډر ـ کنډر او دکورنۍ غړي یې په فاسفورسو وسوځول سي؟.

ګیله له کافرانو څخه نکړو؛ کافر زموږ ددین او وطن دښمن دی، کافر زموږ دتن او بدن دښمن دی، ګیله مو له خپله کېږي

دطالب پر شهادت جشن وکړه، ګډ سه، شراب نوش کړه، کباب ووهه، اتڼونه وکړه

طالب دې دښمن دی، تا وژني او ستا په وژلو خوښي کوي، ته هم دطالب په شهادت خوښ سه مګر دومره مه ذلیله کېږه چې دښځمنو او ماشومانو په وحشیانه قتل عام نڅاوې کوې.

که ته نر او مېړه وې؛ له باداره دې دبېګناه وګړو دبمباردولو پوښتنه وکړه او نړۍ ته یې څرګنده کړه چې موږ هر وحشت غندو

 

دومره پرېوتۍ دریځ او ذلیلانه تملق دپاچا! وقار نه لوړوي، بلکې پر ټنډه یې دغلامانه ژوند تور داغونه کاږي، او شخصیت یې دتاریخ پاڼو کې دتر ټولو ذلیل غلام په حیث ترسیموي.

دغه ذلیل غلامان چې دغرب په مرستو دمسلمان افغان بچیان چوغوي؛ دتاریخ خیرن مخونه دي، دتاریخ ذلیله وګړي دي، او کرکټرونه یې د افغان تاریخ تور بابونه دي.

ددې لپاره چې دمجازي نړۍ خواهشات یې تکمیل سي، معاصر جنګېز ته پر خپل مظلوم او بې دفاع ولس دجنګېزیت اجازه ورکوي

پردي ټوپکان یې پر اوږو انبار دي او رنګارنګ مردکي د افغانانو په سینو ازمایي

 

زه یو وار بیا وایم؛ دلته دهر قتل او هر ناوړه عمل تر شاه دهمدې منفوره او تورمخو چارواکو لاس دی، همدوی ول چې امنیتي تړون ته یې ډنډورې وهلې.

ددوی هدف د افغانانو ساتنه نه وه بلکې غوښتل یې د امنیتي تړون په پلمه، تر ډېره دغرب تر وزرو لاندې پټ او شخصي ګټې یې تثبیت سي

ترڅو چې دغرب څخه راغلي کالبوتونه د افغانانو پر اوږو بار وي؛ تر هغې به د افغانانو ژوند خوار او زار وي.

 

دباثباته، اسلامي او خپلواک افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.