شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دا نه لومړی جنایت دی نه وروستی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 6, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
9
ځلې شریک شوی
108
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

فاتح کاروان

صلیبي امریکایان افغانستان ته د دې لپاره نه دي راغلي چې یا یې د افغانستان جوړول هدف دی او یا د افغانستان د خلکو سره مرسته، بلکې امریکایي فرعون په افغانستان کې خپل اهداف لري او نور نو باید دا خبره د افغانستان ملت تسلیم کړي؛ په دې معنی چې که اوس هم څوک د امریکایانو په بشر دوستۍ باور لري یقیناً چې سخت تیروتلي او د خپل ځان، ایمان، ولس، خاورې او ټول اسلامي امت سره یې دښمني شروع کړی ده.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د کندوز وروستۍ وحشتناکه بمباري به د امریکایانو وروستې جنایت نه وي بلکې دا پنځلس کاله چې د دوی وحشتونه روان ؤ دا سلسله به همداسې دوام ولري، هغو خاینانو چې د امریکا سره یې امنیتي تړون امضاء کړی وو په حقیقت کې دا په افغانستان کې د امریکا مداخلې او وحشتونو ته قانوني حیثیت ورکول و او طبیعي ده چې کومو خلکو د تړون په امضاء کولو رضایت ښودلې ؤ هغوی د امریکایي وحشي عسکرو له وحشت نه ملاتړ کړی دی، نن که د کابل رژیم چارواکي هڅه کوي چې د دا ډول وحشتونو ملامتیا په طالبانو ور واچوي دا هم څه نوی خبره نه بلکې دا اوس یو معمول جوړ شوی چې د هر جنایت عاملین امریکایان او یا داخلي لاسپوڅي وي د کابل رژیم چارواکي او د استخدام شوو رسنیو غلام خبریالان یې پړه پر نورو خواو وراچوي په پای کې امریکایان سپین بازان راووځي او د شهیدانو ویني په ډالرو و پلورل شي!!

له یوې خوا بې کاري، اداري فساد، وچکالي او نا امني ده او له بلې خوا د سرو امریکايي اشغالګرو چاپې او ړندې بمبارۍ دي، له یوې خوا په قصدي ډول د افغانانو د اقتصاد د تباه کولو پروسه ده او له بلې خوا د ګوډاګي رژیم د چارواکو او نظامیانو لخوا د عامو خلکو په ناموس بلوسیدل او د ملي شتمنیو لوټ او تالان دی مګر د تأسف ځای دادی چې لا تر اوسه افغان ملت داسې یوه تګلاره غوره نکړه چې په مطلق ډول یې د امریکایي اشغال پرضد وکاروي او نور له دغه صلیبي داړه مارانو خلاصون ومومي!!

موږ ډیر داسې خلک وینو چې وایي د امریکا سره دښمني کوو خو د اشرف غني او ملي؟ اردو ملاتړ ځکه کوو چې دا خو افغانان دي! زموږ د ټولنې د دغه وروسته پاتې طبقې ملاتړ له اشرف غني څخه په دې معنی دی چې دوی د هغه پالیسۍ ملاتړ کوي کومه پالیسي چې امریکایي د اشرف غني او غلامی اردو په توسط عملي کوي او په اخر کې دې نتیجې ته رسیږو چې امریکا د همدغه بې ضمیره خلکو په مرسته خپل یرغل ته دوام ورکوي او دا هغه خلک دي چې موږ يې د امریکا د غلامانو په نوم پیژنو هغه که خبریالان یا لیکوالان دي او یا که د مدني ټولنو ایمان پلورونکي فعالان؛ که افغان ولس له امریکایي اشغالګرانو څخه ځان ژغورل غواړي نو باید چې غوڅ دریځ غوره کړي دا بې طرفي یې د خلاصون لاره نه ده.

بله مهمه خبره داده چې د کندوز له پیښی وروسته ځینو کسانو دا ګیله کوله چې ولې د دې وحشت د غندنې لپاره لاریونونه و نه شول، دلته له یادو کسانو دا پوښتنه کوو چې کوم وخت لاریونونه کېدل تاسو د لاریونوالو په خلاف د شمال د متعصبو کړیو په تبلیغاتو تیروتلئ او لاریونوالو ته مو په لاشعوره توګه د پنجابیانو نسبت کاوه اوس به نو تاسو ته معلومه شوي وي چې لاریونوال ولې دومره بد یادیدل، اصلاً همدغه لاریونونه و چې د ملت د ویښتابه لپاره مؤثر تمامېدل اوس چې لاریون نشته نو امریکا او غلامان یې په سرو سترګو خپلو وحشتونو او ظلمونو ته دوام ورکوي!! نو ګیله له نورو مه کوئ بلکې له خپله ځانه یې وکړئ.

دا خبره په یاد ساتئ چې تر څو امریکایي اشغالګران وي او تر څو یې غلامان پر ملت مسلط وي روان وحشتونه، بمبارۍ،چاپې، افغان وژنه، برامتی، رشوت، بیکاري، د خلکو د ناموسونو سپکول، د علماؤ شهادتونه، اشغالګرو او ډمانو ته د اسلام او افغانستان د اتلانو په نوم مډالونه ورکول، د ګاونډیو هیوادونو لخوا د افغانستان ځمکې غصب کول، چور چپاول، کفر ته تبلیغ، بې حیایي او بلاخره د افغانستان ورانونه به نه یواځې دا چې دوام ولري بلکې ورځ تر بلې به دا ناخوالې ډیریږي؛ ولی چې د امریکایانو تاریخ له همداسې کرغیړنو کړنو څخه ډک دی.

د ننګرهار پوهنتون محصلین ځکه تیت او پرک شول چې هغوی د اشغالګرو له اهدافو څخه خبر ول، مګر ملت پرې خاموشي غوره کړه، هره ورځ د مدارسو او علماؤ پر وړاندې د امریکایانو سیاستونه عملي کیږي مګر ملت خاموش دی او بلاخره که دا حالت دوام وکړي نو یوه ورځ به مو حال د برمایانو او فلسطینیانو څخه هم بد تر شي نوره مو خوښه چې راویښیږئ او که د غفلت په خوب ویده پاتې کیږ ئ

مخکینې مطلب

د ظلم شپه به خدای سبا کړي

بل مطلب

مرګ په جهاد کې نشته

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com