یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

په بيت المقدس کې پراذانونو بنديز

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 8, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
9
ځلې شریک شوی
111
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

اسرائيلي حکومت په بيت المقدس کې دمسلمانانو په جوماتونوکې په اذانونوبنديز ولګاوه اعلان ېې وکړ چې وروسته له دې هيڅ مسلمان ملا په جومات کې اذان نه شي کولای تردې دمخه اسرائيلي حکومت پرمسلمانانو بنديز لګولى ؤ چې په جمع  به لمونځ نه کوي ترڅو دمسلمانانو دمظاهرو مخه ونيول شي خو دا  د اسرائيلي واکمنو يوه پلمه ده اوس خبره روښانه شوه چې په بيت المقدس کې مسلمانان په جوماتونوکې اذانونه نه شي کولاى دپلمې خبره له منځه ووتله .

ترټولو لومړى دا، عرب دي که عجم دلومړۍ قبلې ازادول پرې فرض دي عرب علماکرامو دافغانستان دجهاد له فتوا دمخه بايد دلومړۍ قبلې دازادولو دجهاد فتوا ورکړې وای په افغانستان کې تراوسه داسې حکومت نه دې راغلى چې په ملاامامانو په جوماتونوکې اذانونه بندکړي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

دعرب واکمنو او مفتيانولخوا لومړى بايد داسرائيلوپرخلاف دجهاد فتوا ورکړل شوې وای چې فلسطيني مسلمانان یې ژوندي په اور کې وسوځول تراوسه په افغانستان کې پرمسلمانانو دومره ظلمونه نه دي شوي لکه اسرائيلو چې په غزه کې په فسلطيني مسلمانانو وکړل .

اسرائيلي واکمن په بيت المقدس کې په جوماتونوکې په ملاامامانو داذانونوبندلو له بنديز څخه دوه ګټې پورته کوي يو داچې لومړى دعربو او بيا دنړۍ دمسلمانانو دايمان او غيرت ازميښت کوي چې په خپله لومړۍ قبله پکې دغيرت کولو ايمان پاتې دي که يواځې په خوله مسلمانان دي .

دوېم داچې اسرائيل لومړی دعربو او بيا دنړۍ دمسلمانانو داغيرت هم ګوري چې که په بيت المقدس کې یې د اذانونو په بنديز عکس العمل وښود نو د فسلطيني خويندو په عزت  به هم عکس العمل وښیي ترڅو  دمسلمانانو ايمان او جذبه ښه معلومه کړي.

بيت المقدس څه دنن او پرون خبره نه ده   چې اسرائيل پرې په واکمنۍ سره اذانونه بندوي دا دمسلمانانولومړۍ قبله او  تاريخ دي، دلومړۍ قبلې نه علاوه بيت المقدس له اسرائيلو څخه دسرونوپه بيه ازاد کړل شوي دي عربي مجاهدينو بايد لومړى په بيت المقدس کې جهاد پيل کړی وای او افغانان یې دبيت المقدس جهاد ته دعوت کړي واى.

که عربي واکمنو دامريکا له ويرې خپله داسرائيلو پرخلاف جهاد نه شوکولای افغانانو ته به یې په فلسطين کې دجهاد زمينه برابره کړې وای که په فلسطين کې يو افغان شهيد کيدای نو په مقابل کې به  دمسلمانانو دښمن اسرائيلي هم وژل کيدای دافغانستان په جهاد کې خو دروسانو وروسته افغانان په خپلو کې سره ووژل شول.

پر بيت المقدس مسلمانانو خپلې وينې نذرانه کړې دي په ٥٨٣م کې سلطان ايوبي دخپلو پوځونوپه ميړانه بيت المقدس چې داسرائيلو په واک کې و محاصره کړ له ٢٠ستمبره تر ١٢اکتوبر پورې پر ې جګړې روانې وې  چې بالاخره اسرائیلو ماتې وخوړه او بيت المقدس مسلمانانو فتح کړ.

دمسلمانانو لومړۍ قبله بيت المقدس تر ٧٦١م پورې په بشپړه توګه دمسلمانانو په لاس کې وه چې وروسته اسرائيلو د امريکا،برتانیېاو فرانسې په مرسته دمسلمانانو سره جګړې پيل کړې او ديوه سازش له مخې امريکا، برتانیې او فرانسې عربې واکمن په ١٩٤٨م دفسلطين نيمه برخه اسرائيلوته په ورکولو رضاکړل ،په اصل کې بيت المقدس اسرائيلو له مسلمانانو په جګړه کې نه دی ګټلی  د عربستان پاکې خاورې ته دسلام په کولو عربي شيخانو اسرائيلو ته ورکړي دی چې نن ورځ یې دادی په مسلمانانو اذانونه هم بندکړل.

موږ بايد خپل وخت او طاقت په سني شيعه اختلاف تير نه کړو دا سني شيعه اختلاف هم د امريکااو اسرائيلو دسيسه ده په سنګرکې وسله وال مجاهدين اوهم  قلم په لاس ليکوالان چې د نړۍ په هره برخه کې دي بايد  دخپلې لومړۍ قبلې په جوماتونو کې داذانونو په بنديز غور وکړي .

اسرائيل دسني او شيعه دواړو دښمن دي، امريکا او اسرائيل دبرتانيې په مرسته سني او شيعه اختلافات راپورته کوي او ځانونه خپل اصلي مقصد ته رسوي عرب شيخان خو هسې هم څه له امريکا ويره لري او څه دغفلت په خوب ويده دي موږ ټول مسلمانان بايد دکفرې نړۍ په مقابل کې لکه څرنګه چې هغوی دمسلمانانوپه مقابل کې سره يولاس دي داسې موږ هم  دکفري نړۍ په مقابل کې سره يو لاس شو .

مخکینې مطلب

د نړۍ سپک او نه ماتېدونکی سمارټ فون

بل مطلب

امریکایي بمبارۍ او بې څوکه ملت

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com