ډاکټر آصف
څو ورځې وړاندې په کندز کې د امریکایانو د وحشیانه بمبارۍ له امله د نیمې شپې په توره تیاره کې په خواږه خوب ویده تنکي ماشومان په خپلو وینو کې ولمبیدل، او سباته سملاسي په فاریاب کې د امریکایانو د غلام حکومت سرتیرو په یوه داسې کور د توغندي برید وکړ چې پکې د واده ګڼه ګوڼه وه، او په نتیجه کې یې هلته هم د دې ځوریدلي او بې څوکه ملت تنکي ماشومان او د هغوی خویندې میندې د تورو خاورو لاندې شوې.
دا نه لومړی ځل دی او نه وروستی ځل، دا لړۍ د تیرو پنځلسو کلونو راهیسې روانه ده، نن په یو ولایت کې سبا په بل ولایت کې، نن د یوه افغان خونه ړنګیږي او سبا د بل افغان، ځکه چې افغان بې څوکه دی، له خدای جلاجلاله پرته بل څوک یې د پوښتنې نشته، پخوانی ولسمشر حامد کرزی د تیر په څیر یواځې پر دې اکتفا وکړي چې دا ډول بریدونه په کلکه غندم، او دا ډول بریدونه راته د منلو ندي، او دا ډول بریدونه په افغانانو کې د امریکایانو پرخلاف کرکه او نفرت پیدا کړي، او اوسنی ولسمشر او تازه غلام اشرف غنی بیا پر دې اکتفا کوي چې د دې برید لپاره یې هیئت ګمارلی څو حقایق معلوم کړي، دوهم نمبر غلام عبدالله عبدالله بیا چوپه خوله وي، او د پښتنو وژل کیدل هغه ته د افغانانو وژل کیدل نه ښکاري، پخواني جهادي مشران، سیاف، پیر سید احمد ګیلاني، حضرت صبغت الله مجددي بیا د افغانانو له وژل کیدا ځانونه خبرول هم نه غواړي، ځکه چې هغوی ته امریکایانو د عیش او عشرت ژوند برابر کړی دی، اوس دې ته ضرورت نلري چې د افغانانو آه او فریاد واوري او که یې فرضا واوري اعتنا ورته نه کوي.
د وحشي امریکایی پوځونو مشر بیا د دا ډول وژنو نه تر هغې منکر وي چې تر څو یې څوک پرې ثابته کړي او چې پرې ثابته شي بیا یواځې پر بخښنې غوښتلو اکتفا کوي.
بس یواځې د بې وزلې جنګ ځپلې در په در خاورې په سر افغان خونه له خاورو سره خاورې شي بچې مړه شي، میرمنې یې ووژل شي، او د مرګ تر ورځې پورې په آه او فریاد بوخت وي.
د بشر د حقوقو درواغجن علمبرداران یواځې پر دې اکتفا کوي چې دوی به له نږدې وڅارې چې دا پیښې حقیقت لري او کنه، که چیرته حقیقت لري نو امریکایان باید له احتیاط نه کار واخلی او بس.
له دې ټولو دا په ډاګه معلومیږي چې افغان ملت په حاضر وخت کې بې څوکه دی، رښتینی غمخور نلري، د غلامانو تر حاکمیت لاندې شپې ورځې تیروي، د خدای په هیله شپې سبا کوي، تمه او امید یې ختم شوی دی، رښتونی او حقیقي او غمخواره مشران یې یا په تیرو ۴۰ کلنو جګړو کې ووژل شول او یا له هیواده وتلو ته مجبور شول، او یا هم د امریکایانو د یرغل پر خلاف په جګړو او مقابلو کې بوخت دي.
د افغان بې څوکه او فقیر ملت اولاد وژنه به ترهغې دوام پیدا کړي تر څو چې په افغانستان کې د غلامانو حاکمیت ته د پای ټکی ایښودل شوي نه وي او په دغه هیواد کې د دې ملت د رښتینو وارثانو حاکمیت مینځته نه وي راغلی.
هو نن دا ملت بې څوکه ده، ویې وژنئ، ټوټې یې کړئ، خو د دې ملت پر خاوره به حکومت ونکړای شئ، او نه به تل د دی ملت په هوا کې الوتنې وکړای شئ. هغه ورځ لرې نه ده چې دې بې څوکه ملت ته به خدای یو څوک پیدا کړي.

















