شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

طالبان حتماً بیرته راتلی شي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 9, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
84
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر آصف

دونالد ټرمپ انتخابات وګټل او د متحدو ایالتونو ۴۵ ولسمشر شو. هغه هیلرې کلنټن ته ماتې ورکړه. ټرمپ یو پانګه وال او سوداګر دی چې نږدې ۷۰ کلن دی. کومه سیاسي تجربه نلري.هغه اوس مهال د افغانستان په اړه خپل موقف ندی څرګند کړی خو تر هغه مخکې یې دافغانستان په اړه ځینې څرګندونې کړې وې. ټرمپ یواځې د امریکا د فلورېډا ایالت د اورلنډو په ښار کې د همجنسبازانو په یو نایټ کلپ باندې د برید په غندلو کې افغانستان یاد کړی و. نوموړي ویلي وو سره له دې چې په اورلنډو کې د همجنسبازانو پر نایټ کلب بریدګر عمر متین په نیویارک کې پيدا شوی و، خو په خټه افغان دی، او افغانستان کې زېږېدلی. او امریکا ته د راغلیو افغان مور او پلار زوی و. دا برید په امریکا کې د سپتمبر له پيښې وروسته تر ټولو خونړی وبلل شو. ټرمپ، له دغې پيښې وروسته یو وارې بیا امریکا ته د مسلمانانو پر راتګ د بندیز غوښتنه تکرار کړه. ټرمپ یو وارې فاکس نیوز ټلویزون ته ویلي وو:

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

موږ به په افغانستان کې پاتي شو او خپل تر وسې څه وکړو ځکه زه فکر کوم دا په منځني ختیځ کې هغه هیواد دی چې موږ باید هلته تللي‌ وای ځکه چې دغه هیواد د پاکستان په ګاونډ کې دی. ټرمپ د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په میاشت کې سي ان ان تلویزون ته ويلي وو چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د طالبانو پر رژیم پوځي یرغل سم کار و.  او موږ عراق ته په تلو کې تیر وتلي وو.

ټرمپ همدغه راز ویلي وو چې: افغانستان پاکستان ته نژدی دی. تاسو باید د (پاکستان) د اتومي وسلو په اړه ډیر محتاط واوسئ. هر څه په اتومي وسلو پورې تړلي ‌دي. که اتومي وسلې نه وي بیا به لوبه بل ډول وه“.

ټرمپ لدې وړاندې د امریکا مشهور تلویزوني چاینل، فاکس، خپرونې کې د افغانستان په اړه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ته به له افغانستان څخه ټول امریکايي ځواکونه وباسي او طالبانو ته به دا اجازه ورکړې، چې بيرته واک ترلاسه کړي؟

هغه وویل:

زه فکر نکوم، چې افغانستان دې د پاکستان هومره لویه ستونزه وي. ماته ټول خلک وايي چې طالبان په پاکستان کې دي او په افغانستان کې نشته د القاعدې مشر، اسامه بن لادن، په پاکستان کې و، موږ ولې پاکستان ته د کال سلګونه میلیارده ډالره ورکوو؟

که همدا نن پاکستان ته ووایم چې:  ګورئ یارانو، تاسې پر ما ګران یاست او موږ له تاسې نه اسامه غواړو او که تاسو اسامه رانکړئ، موږ میلیاردونه ډالر نور نه درکوو. پوهیږئ څه به وشي، اسامه بن لادن به د سترګو په رپ کې د سپينې ماڼې په دروازه کې ودرول شي.

خبریال بیا خپله پوښتنه تکرار کړه:  آیا له افغانستان څخه به ځواکونه وباسئ؟

ټرمپ وویل ” بلې، وباسم یې خو بیا به طالبان راشي؟

ټرمپ زیاته کړه: ګورئ، طالبان حتماُ بيرته راتلی شي، ځکه چې هغوی په پاکستان کې دي.

خبریال بیا پوښتنه وکړه چې:  په دې صورت کې به پر پاکستان برید وکړئ؟

ټرمپ وویل:

زه د ځواکونو د استولو ډېر پلوی نه یم. زه پر هوايي ځواک ډېر باور لرم. تاسو د هوايي ځواک تاثیر په لیبیا کې وليد. تاسو له دې لارې له تلفاتو پرته پر هغوی اور بلولی شو.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې: د هوایی بریدونو له لارې به ډېر ولسي خلک ووژنئ؟

ټرمپ وویل: نه داسې نه ده، که تاسو قوي استخبارات ولرئ، داسې نه کیږي، استخبارات هغه څه دي، چې دا هيواد یې اوس کم لري.

خبریال بیا پوښتنه وکړه چې: نو تاسو له افغانستان نه وځئ، سمه ده؟

ټرمپ وویل: د افغانستان په اړه باید ووایم، زه غواړم نور خپل هيواد اباد کړم، افغانستان پر یوه لوی کړکیچ بدل شوی دی. موږ ته څه کول په کار دي؟ موږ په افغانستان کې ویجاړۍ ورانۍ لرو، موږ آن خپل هيواد نشو ابادولی. موږ خپل ښوونځي نشو رغولی، موږ خپلې لویې لارې نشو جوړولی، موږ هيڅ هم نشو جوړولی. له بلې خوا، افغانستان هم لرو، کله چې زمونږ یو سرتیری په کې خپل اعصاب له لاسه ورکړي او عام خلک ووژني، بیا نړیوال له دې کبله موږ غندي او له موږ نه نفرت کوي. موږ باید نور پر خپل هيواد پيسې ولګوو، موږ باید خپل هيواد ورغوو، راځئ چې خپل کار وکړو او له افغانستان څخه ووځو. موږ په افغانستان کې میلیاردونه ډالره ضایع کړل، لسګونه انسانان خو پریږده، چې له لاسه مو ورکړل، هغوی نه یادوم چې له افغانستان نه راځي او له روانې ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وي. موږ داسې مشرانو ته اړتیا لرو، چې په دې پوه شي، له دغو حالاتو سره څه ډول چلن وکړي”.

ټرمپ د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په ۱۱ نيټه، یو وارې بیا د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټينګار وکړ، هغه پر خپل ټویټر پاڼې کې ولیکل چې:

راځئ چې له افغانستان څخه ووځو. زموږ سرتيري د هغو افغانانو له لوري وژل کیږي چې، موږ روزلي دي. موږ هلته میلیاردونه ډالر ضایع کړل. دا د منلو نه دي!”

مخکینې مطلب

الله جل جلاله ته خوښ خویونه

بل مطلب

دشبنم اوبه دبدن ښکلا

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com