دغه زورګویه فرعونیان مات کړئ

ډاکټر آصف

مونږ چې ماشومان وو، زمونږ د کلي ملاصیب به مونږ ته ویل

ای ماشومانو! دا د خـټـو بتان مه جوړوئ
موږ د ملاصیب په دې خبرو هیڅ نه پوهیدو
هغه به ویل!
له خټو نه کورګی جوړ کړئ یا تری خټین لوښی،
یا د لوبوسامان جوړ کړئ، انسان مه جوړوئ

اوس وګورئ چی په ذهنونو کی بُتان جوړوو
د سینما له ستورو، یا خو هم د لوبو له اتلانو
یا د سیاست له ټیکه دارانو
دغه بُتان چی مونژ یې تل په صفتونو بوخت یو
لکه له خټو څخه جوړ هغه د لوبو بُتان
زمونږ له هیلو، زمونږ له درده هیڅ خبر هم نه دي
سل ځل یې په نورو خرڅ کړو، وطن یې خرڅ کړ، دین او ایمان یې خرڅ کړ.
زمونږ بُتان خو زمونږ په لاس جوړیدل
او زمونږ په لاس ماتیدل
خو دغه بُتان مو چی جوړ کړي په ذهنونو کې دي
نسل په نسل دوی مونږ ما توي
زمونږ لاسونه د خټینو بُتانو په خټو
له سهاره تر ماښام لړلي
دا ژبني او دا قومی بُتان چی مونږ جوړ کړي
لاسونه یې سره زمونږ په وینو تل مدام لړلي
په مونږ نادودې کوي، زمونږ کلي او کور ورانوي
خو مونږ بیا بیا ستایلي
زمونږ بچي را وژنی، په خواږه خوب ویده وي، خو دا ناترسان یې وژني.
مونږ دوی ته رایې ورکړې او بیا مو پر ځان ټاکلي، د ځان مشران مو ګرځولي.

اوس مونږه ګرم یو د خپل کلی د ملا په خبر
نه پوهیدو
لا اوس هم نه پوهیژو
په خپلو ‌ذهنونو کی مو تل بُتان ساتلی، ذهن بایللی ګرځو
ډیر بی خبره ایماندار، ایمان بایللی ګرځو
لږ خو را ویښ شئ خپلو ‌ذهنونو کی ور ننوځی
دغه بُتان مات کړئ
لږ خو ریښتینی شئ، په خپلو کی لاسونه ورکړئ
د امریکا په ډالرو مست دا ډالریان مات کړئ

د شر او د فساد مقاومتیان مات کړئ.

دغه زورګویه فرعونان مات کړئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button