ګرانی! بیړه وکړه خواړه سړیږي

ډاکټر اصف
یوې نجلۍ له خپلې مور سره شخړه لرله، ډیره غوسه شوه او له کوره بهر شوه، د لارې په اوږدو کی یوه کیک پلورنځي ته ورسیده؛ د لوږې احساس یی وکړ، خو پیسی ورسره نه وې.
د پلورنځي د خاوند یوه بوډۍ مهربانه ښځه وه، د بوډۍ ښځې پام نجلۍ ته شو، چی کیکونو ته ګوري، له هغې څخه یې وپوښتل:
ګرانی وږې شوې یې؟ نجلی ځواب ورکړ: هو مګر پیسی نه لرم.
بوډۍ ورته وویل:
هیڅ خبره نه ده، زما میلمنه یې، کیک او چای یې په مخکی ورته کیښودل، نجلۍ مننه وکړه او لږ کیک یې له چای سره وخوړ، له سترګو یې اوښکو د ګریوان په لور لارې جوړې کړې.
بوډۍ ښځې وپوښتل: څه شوي لورې؟
نجلۍ وویل:
هیڅ نه، ما له خپلې مور سره شخړه وکړه او هغې زه له کور څخه بهر کړم.
د نجلۍ د خبرو په اوریدو سره بوډۍ ښځې وویل:
ګرانې څنګه کولای شې، چی داسی فکر وکړې، ما یواځې تاته چای او کیک درکړل، خو تا ډیره زیاته مننه وکړه، مګر مور دې له ډیرو کلونو را هیسې تا ته خواړه چمتو کوي، ولې له هغی څخه مننه نه کوې؟
نجلۍ یوه شیبه چوپتیا غوره کړه او په بیړه د کور په لور روانه شوه، کله چې ورسیده، ګوري چې مور یې په دروازه کی ورته په تمه ولاړه ده. مور د خپلې لور په لیدو موسکۍ شوه او ویې ویل:
ګرانی! بیړه وکړه خواړه سړیږي. په دې وخت کې د نجلۍ له سترګو اوښکې را وبهیدې، خپله مور یې په غیږ کې ونیوله، مخ او لاسونه يې ور ښکل کړل.
ددې کیسې مطلب:
کله مونږ د نورو له نیکۍ او مهربانۍ څخه مننه کوو؛ خو د خپل مور او پلار نیکي او لورینه نالیدلي نیسو. د کورنۍ له غړو سره مینه د ستاینی وړ ده.


