کفري دسيسې د مسلمانانو پر وړاندې

 

لیکنه:  م  ن  حمـــزه

انــسانان اکثره په هغو شیانو کې د دلائلو غوښتنه کوي چې هغه حق او ثابت وي او کوم اشیاء چه باطل وي په هغــو بیا دلائل نه غواړي بلکې د جواز او د حقانیت دلائل ورته تراشي لکه لنډ مثال یې ډیموکـــراسي او جمــهوري نظام بللی شو ځکه د جمهوري نظام په جواز  یو دلیل هم له دوی سره نشته او بیا یې هم پیروي کوي او اعترضات خو څه چه د جواز دلائل ورته تراشي  او په اسلامي نظام شرعي امیر وغيره باندي بې شماره دلائل موجود دي خو بیا یې هم نه مني او بي ځايه اعتراضونه ورباندي کوي.

ځکه ډیموکراسي او جمــهوري نظامونه کفارو جوړ کړي نظامونه دي او په اسلام کې هيڅ حقيقت او ارزښت نه لري کچــیرته له ډیمکوراسي نظام نه مطلب دا شي؛ چې ښځې او سړي به یو ځای خپل امدن رفتن کوي که زړه یې هر ناروا عمل وغواړي هغه به سر ته رسوي او هیڅوک به یې مزاحم نه واقع کـــیږي نو بیا خو دوی بالکل په ډیموکراسۍ کې له حیواناتو نه هم وروســته پاتې دي ځکه حیوانات چه څه وغواړي هغه د عامې لاري په سر هم کولی شي او دا ډیمکراسان یې نه شي کولی.

او جمــهوري نظام هم همدا راز بې اساسه او باطل نظام ده ځکه ددې نظام تعریف دا ده چه (دخلکو جوړ کړی قانون دخلکو لپاره او په خلکو باندې) نو هر یو قید یې له اسلام سره په ټکر او تضاد کې ده ځکه اول قید کي یې مخالفت له اسلامي نظام سره داده چه اسلامي نظام د الله جل جلاله له جانب څخه ده او جمهوري نظام مخلوق جوړ کړی نظام ده.

دوهم قید کې یې دا مخالفت ده چه جمهوري نظام یواځې د خلکو لپاره ده نه د الله جل شانه لپاره او اسلامي نظام چه مونږ منو یواځي دالله جل جلاله د رضا او د هغه د اوامــرو د تابعداری اوله نوواهيو نه یې د ځان ساتلو لپاره منو.

هر کله چې دا کفري نظام باطل نظام شوو او مسلمانانو ته یې له تاوان او ضرر نه علاوه نور څه په لاس نه ورکول نو بیا نن ولې یو ساده او کفر ته مائل  انسان د دې نظام په جواز دلائل پیش کوی ، د پراخ والي  کوښښ یې کوي او دقران ایتونه ورته تحریفوي. ایا دا به د یو څو مادياتو په بدل کې د ایمان اصلي جوهر له لاسه ورکول نه وي؟

او بالمـــقابل اسلامي نظام چه یو سوچه او سپڅلی الهي نظام دی او په حقانیت باندي یې بي شمــاره دلائل موجود دي دوی پرې بې ځایه اعتراضونه کوي او د دلائلو غوښتنه کوي خو دا غوښتنه یې هم د مسلمانانو په زړونو کي د شکوکو پیدا کولو په موخه وي.  العیاذ بالله کله وایې چه؛ اسلام ښځو ته پوره حقوق نه دي ورکړي او حدودو ته د ظلم نسبت کوي او مسلمانان چه د خپل ځان،ناموس،او مال ساتنه کوي ورته دهشتګر یا انتهاپسند وایې او دوی چه له دومره لرې واټن نه راغلي او د بي ګناه مســلمانانو وینې تويوي دهشتګر نه بلل کــیږي ایا ددوی دا تجاوز به په همدې خبره متمرکز وي چه ګواکي دوی ته بین الملل اجازه ورکړې او مسلمانان باید ددوی مخنیوی ونه کړي او که چا یې مخنیوی وکړ هغه ته به سنګينه سزا ورکول کـــیږی؟

صد افسوس په دې انصاف چه دوی یې کوې ځکه دوی د اسلامي هیوادونو مشران د اعدام تختې ته پورته کوي،دمسلمانانو په مشرانو سلګونه کیلو وزن لرونکي مــیزائیل توغوي که دا ورته د بین الملل په اصولو تږکول وي نو بیا ولې یو کس چه ددوی مشر یې په بوټانو ویشــتلی د بین الملل له اصولو مخالف بولې او زندان ته یې اچوي.

او د دوی دا حربه له دینه هم معلوميږي چې تل د حقوق زنان (دښځو د حقوقو ) چیغې وهي او یو ستر غوبل یې جوړ کړی خو د حقوق مردان (دسړيو د حقوقو) په هکله بیا چوپه خوله دي نو په دې سره یې مطلب فاحشي خپرول دي کنه نو دوی والله که د حقوقو  پلي کول مطلب وي. او نه دوی په حقوقو در خبر وي. باید عوام الناس دعلماء سوء په خبرو دوکه نشي کنه نو حال به یې د موسی علیه الســلام د قوم پشان شي چه کله دفرعون علیه اللعنة قوم د بلعم بن باعورا په مشوره دبني اسرائیلو مجاهدینو ته فاحشې او زنا کاره ښځې را ولیږلې چه همدا فاحشې ښځې دبني اسرائیلو د مجاهدینو د شکست او هلاکت سبب وګرځېدلې.

لله الحمد مونږ مسلمانان یوو او په قرآن کریم او حدیثو مبارکوو کې زمونږ ټول حقوق بیان شوي که هغه تر ښځو پوري تعلق لري او که تر سړیو پوري نو بناءً په همدې الـــهي نظام باندي زمونږ د دنیا او آخرت کامیابي تړلې ده باید مونږ ورته په کامله توګه منقاد واووسو او د نړیوالو کفري دسیسو څخه متأثره نه شوو او خپل ویده ملت له داسې زهــرجنو دسیسو څخه باخبره کړو او خپل مسؤلیت په کامل ډول سر ته ورسوو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button