(لنډه کیسه)
نصیب ځدراڼ
د بلال په کور کې خوندور مجلس روان وو، مور، وروڼه، خویندې او د بلال کوچنۍ لور هم ورسره ناسته وه، مریض پلار یې کټ کې پروت وو، وراره حنظله یې چې ډیر ورباندي ګران وو، بلال ته به یې په وړه ژبه “دا دا” ویل خو اوس یې بلال نه پیژندلو، ځان یې لري لري ترې ساتلو.
ځکه چې بلال د څلورو میاشتو وروسته خپل کور ته راغلی وو، هغه وخت چې کله بلال ښار ته د څه کار لپاره تللی وو، ایتلافي ځواکُونو یې په کور چاپه وهلې وه، د ده مشر ورور او پلار یې وهلي ټکولي وو، د بلال پوښتنه یې ترې کړې وه، کور یې تلاشې کړی وو خو بلال یې نه وو موندلی.
د دې پیښې وروسته بلال خپل کور ته نشو تلای، مور، پلار، وړه بچۍ او خواږه وریرونه به یې ډیر یادیدل خو کله به یې چې د خپلو ملګرو حال ولید نولږ به یې زړه ډاډه شو.
د خپل ملګري مزمل کیسې به یې په خیال کې ټالونه وخوړل، مزمل څلور کاله کور ته نه وو تلی، یوه ورځ یې ورته ویل : بلاله ! نن مې مور په خوب لیده، کله وایم چې کور ته زنګ اووهم، مورجانه مې ډیره یادیږی ، بلال چې د مزمل تلوسه ولیده مسکی شو او د هو په دود یې سر وخوځاوه.
کله یې چې کور ته زنګ وواهه کشر ورور یې خبرې ورسره پیل کړې اول یې د خپلې مهربانې خوږې مورجانې پوښتنه ترې وکړه، کشر ورور یې په نادانۍ ورته وویل: داداګله! نن درېمه ورځ ده چې مورجانه مې وفات شوې ده د کلي په هدیره کې مو ښخه کړه.
بلال هم په دې فکر کې و چې خپل مور او پلاربه بیا روغ جوړ وویني او که د مزمل په شان به…..
د بلال ډیر ملګري به په غرو او لري دښتو کې اوسیدل، ژمي، اوړي، پسرلي ،مني، عید او روژې به د دوی په ژوند او حالاتو کې هیڅ بدلون نه راوست، د نورو ځوانانو غوندي درسونه، لوبې، سیل او چکر او د ځوانۍ نور خوندونه ترې پاتې وو.
کیسې ته به راشم، بلال د خپل کور خړه کوټه کې له خپلې ټولې کورنۍ سره ناست وه،د مني پای و، د خزان بادونو شور کاوه ، کوټه کې ګرمه بخارۍ لګیدلې وه ، د نورو وختونو په څیر په فضاء کې د بي پیلوټه الوتکې سپیره غږ انګازې کولې ، شپه ډیره تیره شوې وه،
بلال ته یې مور و ویل: زویه ! دا خو ډیره سخته ده، څلور میاشتې وروسته دومره په سختۍ سره کور ته راغلي، دا ژوند خو ډیر ګران دی، دا بچیان دې څنګه کړو؟ او زویه! پلار دي مریض دی، نوردهقاني نشي کولای، مشر ورور دي هم بچیان لري،ځمکه مو هم دومره نشته، چې زیاته وکرو،او ګذران مو ورباندي وشي.
بچیه! “پلار ته دي امیر ګل اکا ویلي وو چې ما د امریکایانو سره خبره کړې ده چې بلال دي راشي تسلیم دي شي، نور به څوک څه نه ورته وایې، امیر ګل خو ډیر شناخت لري، د محلي پولیسو قوماندان دي….
مور یې لا خبره نه وه پوره کړي چې بلال ورغبرګه کړه، مور جانې! دا خبره دې څنګه وکړه؟ چاته تسلیم شم؟ امریکایانو ته؟!
هغوی چې د زرګونو کیلومترو لري نه راغلي، زمونږ هیواد یې اشغال کړی، یو سوچه اسلامي حکومت یې له منځه وړی، هره ورځ مو هیوادوال راوژني او زه به خپل کور ته د تګ لپاره د دوی نه اجازه اخلم !؟ ولی دوی زموږ وطن نه پریګدي.د دوی څه راسره شریک دي؟
مورجانې! تر هغې به ورسره جنګیږم چې زموږ له وطن نه وتلې نه وي یا مې د شهادت جام په سرنه وي اړولی او د خپلو نورو ملګرو په څیر مو خاورو ته سپارلی نه یم.
بلال له خپلې مورجانې سره په دې خبرو بوخت و چې د چورلکو غږ شو، د ټولې کورنۍ رنګونه والوتل غمجنه څپه خوره شوه او فضا ویرجنه شوه، پلار یې ویل خدای دی خیر کړي هسې نه چاپه وي؟
بلال ژر ژر چانټا وټړله ،په ټوپک یې لاس راتیر کړو ښه یې ځان چمتو کړ، د چورلکو غږ رانږدې شو.
مور یې ورته ویل زویه ! جنګ مه ورسره کوه ځان په لاس ورکړه، یو څه وخت وروسته خو به راخلاص شي!
بلال خپله ګرانه مورجانه په لاسو ښکل کړه، د بریتو په خندا کې یې ورته وویل : موري! دا هغه لار ده چې زموږ ګران پیغمبر(ص) غاښونه پکي شهیدان شوي، د حضرت حمزه رض زړه پکې څیرل شوی وو، یرغلګرو ته څنګه ځان په لاس ورکم؟….. ناڅاپه افغان ترجمان اعلان وکړ:
“ایتلافي ځواکونه راغلي دي، ستاسي کور محاصره دی، که غواړئ چې خپل ژوند وژغورئ نو زموږ سره همکارې وکړئ.”
بلال دروازې ته منډه ور واخیسته، ماشومانو ویرجنې کړیکې وکړې بې وخته محشر شو، پلار یې غږ کړ چې ښځې یو طرف ته شئ!
د دروازې د ماتیدو غږ شو متصل بلال په امریکایي عسکرو او اربکیانو د زمري په شان برید وکړ ، ډزې پیل شوې، ټول کلیوال راویښ شول خو هیچا له ډاره غږ نه شو پورته کولی، توره شپه کې د بلال د کور په طرف د رسامو مرمیو قطارونه را روان وو، چورلکو په هوا کې ویروونکی غرهار پیل کړی و، د وږیو لیوانو په شان تاویدې،
څو شیبې وروسته ډزې بندي او قلعه د لاس د بتیو په ړڼا ډکه شوه
قوماندان غږ وکړ شریف خانه راکوز شه! انګریزانو څه خبر ورته وکړه بیا یې غږ وکړ شریف خانه راکوز شه!
د بلال پلار شریف خان او ورور یې د باندې راووتل،
انګریزان ولاړ وو، اربکیان لګیا وو د بلال د کمربند غوټې یې خلاصولې یو یې په جیبونو لاسونه ور دننه کړل له جیب نه یې کاغذونه ، پیسې او نور سامان راوایستل، بل یو یې د غل په شان د لاس نه ساعت خلاص کړو
پلار یې ولید چې امیر ګل ولاړ دی، شریف خان ته یې په غصه مخ ورواړو او په ترخه لهجه یې ورته وویل: همدا ورځ مې لیدله درته ویل به مې چې بلال ته ووایه چې راشي او تسلیم شي خو نه دي منل، نن چی بلال راغلی وو، امریکایانو ته چا حال ورکړی وو، نو زموږ خو وظیفه ده مجبور یو چې همکارې ورسره وکړو.
اربکي امیرګل په قلعه کې پرتو مړیو ته په لاس اشاره وکړه، دا ګوره! زموږ یې هم درې نفر وویشتل، یو یې امریکایې عسکر هم وواژه.
امریکایان به کاږه واږه شول د بلال عکسونه به یې واخیستل،
شریف خان دبلال سره نږدي کیسناست د سر په ویښتانو کې یې ګوتې ور وهلې لاسونه یې د ځوان زوی په وینو سره شول ، امیر ګل ته یې مخ راواړوه
امیر ګله! بلال خو مې ګل زوی وو، د بلال په بیلتانه مې له زړه وینې څاڅې خو خپل خوږ زخمي زړه مې وایې که سل بچیان ولرم هم نو د بلال غوندي یې د یرغلګرو مقابله کې قربانوم دا ستره کامیابي او بریالیتوب دی.
ترجمانان امریکایې ته د شریف خان خبرې ترجمه کړې امریکايې امر ورکړ، شریف خان ونیسئ!
اربکیان لګیا شول شریف خان ته یې د نازولي زوی په وینو سره لاسونه وروتړل، او توره خولۍ یې ور په سر کړه.
د بلال کورنۍ د ویر په تغر کیناسته، په کور کې د ښځو او ماشومانو د ویر ساندو ځمکه لړزوله ، په ټول کلي غم خپلې وزرې خورې کړې وې، اربکي امیر ګل په جینګه خوله ترجمان ته لګیا شو چې ته امریکایی قوماندان ته اوایه چې زما موټر ډیر زوړ شوی که لږې روپۍ یې راته پیدا کړي چې نوی موټر پې واخلم.
او د بلال پلار یې د چورلکې په لور روان کړ.
















