د دار فلسـفـه…

ثـاقب خپلواک
عشق د منصور ستایو، ښکلا مو ده د دار فلسفه
تل مـو غندلې د په مېنه د زینار فلسفه
کیف د وجود کړلو په وجد د منصور مریدان
چې یې د دار مراقبه کړه د ایثار فلسفه
نن چې شبلی نشته، پرې څوک به د ګل واری وکړې؟
دکوثر جام تـه رسوي بې د خمار فلسفه
چی ریږدیدل ترې د شیطان د پیراوانو زړونه
پره کړه، هغه د پاڅون ستورو د مدار فلسفه
شو سره غاړه غړۍ ښه په ښه سپیڅلې مینه
لکه د عشق ګریوان ته ستن، چې وړي د تار فلسفه
شوه یې بې قدره، دې بدرنګ ښار کې سیکه د ښائیست
یوسفي حسن تې لیلام ژدي د بازار فلسفه
د زولنو له شرنګه خوند اخلي ملنګ طالب جان
کړه یې مهار بیا د رباب او د سیتارفلسفه
اه! د شهید شپونکي شپیلۍ د ویر سندری وایې
بیا یې نغمې ستایې د خوژ زړه د پرهار فلسفه
را وړې تختې بې د رحیل، اوس دتابوت لپاره
لاړه ماشـومو تلوسو نه د چنار فلسفه
بیا انتقام به یې غازیان له دې مغــرورو اخلي
ازار وهلې بې وهي بیا د ازار فلسفه
ها کړی ژمنی یې پوره کړې دخپل سرپه بیه
ثـاقبه زړو نه د زلمو وتې د ډار فلسفـه



