یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

درسول کریم (ص) دمیلاد ورځ لمانځل روا او مطلوب دی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 10, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
18
ځلې شریک شوی
221
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ترجمه : اسد خیل

دمیلاد نبی او نورو اسلامی مناسباتو په اړه دغونډو اوجلسو جوړولو حکم

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

دقدرمن ډاکټر یوسف القرضاوی د نړۍ دمسلمانانو د علماو د اتحادیې رئیس نه پوښتنه وشوه چې :

 درسول کریم صلی الله علیه وسلم د میلاد او نورو اسلامی مناسباتو لکه د هجری کال دشروع او دمعراج دشپی  په اړه د غونډو جوړولو حکم  څه دی؟

علاقه قرضاوي ددې پوښتنې په جواب کې وویل:

بسم الله، والحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وبعد…

ځینې داسې مسلمانان شته چې هره غونډه او اهتمام یا هره خبره چې د اسلام تاریخی یادونې، یا داسی غونډې چې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم ترهجرت او یا تر معراج او یا د رسول کریم صلی الله علیه وسلم تر میلاده یا د بدر تر غزا، یا د مکی تر فتحې اویا دبلې کومې واقعې پورې اړه ولري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت د واقعاتو سره یې تعلق وي، نو دوی ټول دغه رنګه موضوعات په دین کې بدعت ګڼي او او وایی: هربدعت ګمراهي ده او هره ګمراهي په جهنم کې ده.

  خو داسې مطلقا حکم صحیح ندی . مونږ په دې کې هغه غونډو ته بد وایو چې ناشایسته او غیر مشروع اعمال ورسره مل شي او یا پکې شرعي مخالفتونه ګډ شي او یا داسې شیان چې د الله له طرفه ورباندې د مشروعیت څه دلیل نه وي؛ لکه داسې کارونه په ځینې اسلامی ملکونو کې د نبی کریم صلی الله او نورو اولیاؤ او نیکانو د میلاد په غونډو کی واقع کیږي.

لیکن که دغه مناسبت مونږ د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت مطهره یا دهغه د ستر شخصت یا دهغه عامه او تلپاتې رسالت چې الله دټولو عالمونو لپاره رحمت ګرزولی دی د یادونې یو فرصت او چانس وګڼو نو بیا په دې کې څه بدعت او څه ګمراهي ده؟

کله چې مونږ د دې پیښو په اړه خبرې کوو مونږ خلکو ته د الله تعالی نعمتونه ورپه یادو، د نعمتونو یادونه یو روا، نیک او مطلوب کار دی، الله تعالی په دې باندی مونږ ته په خپل کتاب کې امر کړی دی، او فرمایلي یې دي چې:

يا أيها الذين آمنوا اذكروا نعمة الله عليكم إذ جاءتكم جنود فأرسلنا عليهم ريحاً وجنوداً لم تروها وكان الله بما تعملون بصيرًا، إذ جاءوكم من فوقكم ومن أسفل منكم وإذ زاغت الأبصار وبلغت القلوب الحناجر وتظنون بالله الظنونا .

د خندق یا د احزاب غزا په اړه یادونه کوي کله چې قریشو او غطفان او پلویانو یې پر رسول الله او مسلمانانو باندې د هغوی د کور په مینځ (مدینه منوره) کې حمله وکړه او له مدینې منورې نه د دیوال په شان تاو شول، غوښتل یې د مسلمانانو شین بڼ ختم کړي او شان او شوکت یې له مینځه یوسي، خو الله تعالی هغوی ته له دې نه نجات ورکړ، او پر هغوی باندې یې باد او د ملایکو لښکرې ورواستولې چې خلکو نه لیدلې، الله دوی ته د دې یادونه کوي، چی دا یاد کړئ او دا شیان له یاده مه باسئ، د دې معنی داده چې پر مونږ باندې واجب دي چی مونږ دغه نعمتونه یاد کړو او هیر یې نه کړو.

او په یوه بل آیت کې راغلي دي:

(يا أيها الذين آمنوا اذكروا نعمة الله عليكم إذ هم قوم أن يبسطوا إليكم أيديهم فكف أيدهم عنكم واتقوا الله وعلى الله فليتوكل المؤمنون) يذكرهم بما كان يهود بني قينقاع قد عزموا عليه أن يغتالوا رسول الله صلى الله عليه وسلم ومكروا مكرهم وكادوا كيدهم وكان مكر الله أقوى منهم وأسرع، (ويمكرون ويمكر الله والله خير الماكرين).

الله تعالی خلکو ته یادونه کوي چې دبنو قینقاع یهودو پلان او اراده درلوده څو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترور کړي، دوی دا مکر وکړ او خپل چل یې تر سره کړ خو د الله لخوا د مکر ځواب له دوی نه ډیر غښتلی او چابک و.

نو د نعمت یادونه مطلوب کار دی چی باید په دې ( غونډو) کې د الله نعمتونه یاد کړو، مسلمانانو ته د دې پیښو یادونه وکړو، او هغه عبرتونه چې په دې کې نغښتې دي او هغه درسونه چې پکی موجود دي یادونه یې تازه کړو .

آیا دې کې بیا کوم نقصان شته؟ آیا دا بدعت او بې لارې توب کیدی شي؟ ( نه هیڅکله نه)

و الله اعلم.

مخکینې مطلب

امریکا هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی، ۱۵۰۰ ویزې ورکوي

بل مطلب

راشد ارمان د انګلستان خلاف ټسټ لوبه کې ۱۲لوبغاړي وسوځول

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com