حمزه عابد
موږ ټول په دې باوري یو چې الله تعالی هیڅ کله هم ظالم ته بری نه ورکوي ځکه چې الله تعالی ظلم نه خوښوي
که موږ تاریخ ته سر ورښکاره کړو وبه وینو چې هر هغه وخت چې ظلم له حده اوښتی دی او د ظالم ظلم دومره حد ته رسیدلی وي چې پُله او سرحد ونه لري هغه ظالم الله تعالی زر تر زره نسکور کړی او نسکوروي به یې ان شاءالله
پنځلس کاله وړاندې نړیوال امریکایي استکبار د طاغوت ګوند د نورو غړیو(ناټو) په ملتیا په ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ او په ټولو بشري حقوقو یې د خپلې خوښې مطابق پښه راکش کړه او د افغان ملت د زرګونو قربانیو او تکالیفو په بدل کې جوړ شوی اسلامي نظام یې د ډیموکراسۍ د نجس قانون قرباني کړ
زموږ سپیڅلي حریم ته یې په بده سترګه وکتل،د افغانستان په دین او وطن مین غیور ملت ته یې بې عزتي ورواړوله،پت،ننګ او عزت یې ورلوټ کړ،د دوی په لاس جوړ شوو نړیوالو بشري حقوقو کې افغان ته د بشر په سترګه نه کتل کیدل،د غرور او تکبر څخه ډکې امریکې څوک په بې رحمانه توګه په دې جرم شهیدان کړل چې ولې افغان او مسلمان یې؟
زندانونه یې په معصومو او بې ګناه افغانانو ډک کړل
څوک یې یتیمان کړل،د چا یې بچیان شهیدان کړلواو څوک یې کونډې او بورې کړې
ظلم یې له سرحده واوښت،هیڅ پُله یې نه درلووده
ددې ظلم په وړاندې یواځینی په دین او وطن بې کچې مین طالب جان ودرید او د الله تعالی په مرسته یې د عصري وسائلو په مقابل کې د ایمان په زور جګړه پیل کړه
تاسو پوهیږئ؟!امریکا چې د ناټو مشري یې کوله او هغه ناټو چې د وارسا په مقابل کې جوړه شوې وه خپل غرور دومره په سر اخستي وه چې د طالب مقاومت ورته په هیڅ ښکاریده او ویل به یې چې مونږ به له افغانستانه د طالب نوم ورک کړوو له هوا څخه دوه انچه شی له مونږ څخه نشي پټیدای
دا ټول هغه څه وو چې د امریکا په بې ساري مادي قوت یې دلالت کاوه
خو دوه ورځې وړاندې د سپر طاقت او نړۍ د آبر قدرت او د نړۍ استکبار امریکا اولس مشر باراک اوباما د یوې غونډې په ترڅ کې وویل “موږ نشو کولئ طالبانو ته ماتې ورکړو”
اوباما هغه طالب یادوي چې یوه نیمه لسیزه مخکې به یې د بشر په سترګه نه ورته کتل
هو!د ده منظور هغه طالب دی چې امریکا یې له افغانستان څخه نوم ورکاوه
امریکا به خود ماتې خوري
الله تعالی ډیر غیرتي ذات دی او هغه څوک خوښوي چې د الله په دین غیرت وکړي
نو آیا طالبانو د الله تعالی په دین غیرت ونکړ؟
آیا طالبانو په یو داسې حساس پړاو کې چې ټوله اسلامي نړۍ د غلامۍ په ځنځیر تړلې وه د قرآن ساتنه د سر په بیه ونکړه؟
هو بالکل ښه په میړانه او غټ زړه یې د وخت له دجال او شیطان څخه قرآن وساته
د هیواد آزادي د هر ملت حق دی او هیڅ انساني فطرت له دې څخه انکار نشي کولای
طالب د همدې هیواد د خپلواکۍ،آزادۍ او د خپل ملت د حق د اداینې لپاره بې ساري قرباني ورکړه او ورکولو ته یې تیار دی
نو آیا الله تعالی به د طالب په لاس امریکا نه ماتوي؟
د مکارې او شیطانې امریکې سره طالب په هغه وخت کې ټټر وواهه چې امریکا په ټوله نړۍ کې په اسلامي ارزښتونو تیری وکړ او په مقابل کې طالب رټ ورته ودرید
چې: اسلامي نظام زموږ هدف دی او له هیڅ راز قربانۍ څخه یې د اسلامي او الهي قانون د نفاذ لپاره دریغ ونکړ او دې قربانۍ ورکولو ته لا هم لاس په سینه ولاړ دی
نو آیا الله تعالی به د همدې طالب په لاس امریکا نه ماتوي، ولې نه حتماً، که پرون امریکايي ولسمشر ددوی په بحري بېړی کې عسکرو ته اعلان کاوه چې نور په افغانستان کې د طالب په نامه څوک وجود نلري او جګړه په افغانستان کې پای ته ورسیده او که کوم طالب په کوم غار کې پټ شوی وي نو د امریکا محکمې ته به یې راکش کړو خو شکر چې نن د هماغه مغرورې امریکا ولسمشر د هماغه مغرورو امریکايي فوځیانو پر وړاندې اعلان کوي او مني چې د طالب ایمان ته مات دي.


















