په سوريه کې د حلب نيول نه د جګړې پای، نه د دولت د کاميابۍ پيل

تبصره
پنځه کاله وشول چې په سوريه کې د بشارالاسد د ملاتړو پوځونو او د مخالفو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده. هره ورځ او اوونۍ د نورو ډلو په شمول د داعش او د سوریې د پوځونو ترمنځ د جګړې ميدان د توپونو، راکټونو او بمباريو په کولو ګرم وي .
د درې مياشتو راپه دې خوا د حلب پر ښار د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، چې د سوریې دولتي رسنيو په حلب کې د خپلو پوځونو د کاميابيو او د مخالفو وسله والو د شاتګ راپورونه ورکړي دي.
که په حلب کې د سوریې ځواکونه پرلپسې کاميابي ترلاسه کړي آيا په سوره کې به د حلب په نيولو سره امن راشي او جګړه به پای ته روسيږي ؟
د سوریې د روانو حالاتو څارونکي وايي، دا دمخه نه شي ويل کيدای چې د اسد پلوي ځواکونه به په حلب کې نور پرمختګ وکړي او که نه؛ خو د ا د ويلو ده که حلب د دولتي ځواکونو لاسته ورشي نو په دغه سيمه کې به دولت ته د کاميابيو زيرى وي، چې امکان لري د حلب د ښار نيول د نورو هغو سيمو په نيولو کې مرسته وکړي کومې چې دا مهال د حکومت د مخالفو وسله والو په لاس کې دي.
اسد په يوه وينا کې د خپلو پوځونو د کاميابيو په اړه ويلي: په حلب ښار کې د حکومتي ځواکونو وروستی بری به د پنځه کلنې کورنۍ جګړې په پای ته رسولو کې ستر ګام وي.
په سوريه کې روانه پنځه کلنه جګړه که ترغور لاندې ونيول شي دا ويلاى شو، چې که د حلب نيول په سوريه کې د جګړې پای نه وي، نو د اسد د ځواکونو لپاره خو د کاميابيو پيل دى.
په سوريه کې د دولت مخالفو وسله والو د تيرو پنځو کالو راپدیخوا دومره په شاتګ نه و کړى لکه اوس چې د حلب په جګړه کې په شاتګ سره روان دي، ددې نه داڅرګنده شوه چې دولتي ځواکونه د پرمختګ او مخالف وسله وال د شاتګ په حال کې دي.
په سوريه کې د دولت دمخالفو وسله والو د په شاتګ او وروسته د نورو سيمو د لاسه ورکولو په انديښې سره د اسد مخالفو پنځوهيوادونو امریکا، برتانیا، ایټالیا، کاناډا، فرانسې او جرمني په حلب کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې، چې له مخې یې ملګري ملتونه په ختیځ حلب کې خلکو ته انساني مرستې ورسوي .
د پنځوکالو راپديخوا چې په سوريه کې جګړه روانه ده تر اوسه پورې د اسد مخالفو وسله والو نه دومره په شاتګ کړى و او نه یې د اوربند غوښتنه کړې وه، چې دا دى اوس مخالفو وسله والو خپله د حلب په شاتګ کې د اوربند غوښتنه وکړه؛ خو په مقابل کې اسد اوربند رد کړ او خپلو ځواکونه ته یې د مخالفو وسله والو تر وروستۍ ماتې پورې د جګړې د دوام امر وکړ.
په سوريه کې د اسد مخالف ياد هيوادونه دا مني، چې که حلب اسد پلوي ځواکونه ونيسي بيا به هم په نورو سيمو کې د اسد پر خلاف جګړه روانه وي؛ خو د حلب د لاسه ورکول د اسد د ځواکونو لپاره د کامیابيو پيل دى. امکان لري دولتي ځواکونه ترحلب وروسته د نورو سيمو په نيولو هم د ايران، روسيي او نورو خپل پلوو هيوادونو په مرسته مخالف وسله وال له ساه اخستلو وباسي.
دا مهال اسدپلوي ځواکونه د حلب د ختیځ پر ۷۵ برخه واکمن دي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د مخالفينو په لاس کې وه. که مخالف وسله وال نورې سيمې له لاسه ورکړي، د اسد کاميابي به نوره هم باوري کړي .



