که دي وپيژندم نو څه چي وايم هغه به منې

عزیر اسدخیل

يوسف (عليه سلام)چي د قحطي پر مهال غنم ويشل، يو ماشوم دري واري راغی او غنم ئې يوړل.

اخر يوسف (عليه سلام) مجبور شو ماشوم ته ئې وويل:

اې وروره خلکو ته يو وار غنم نه رسيږي ستا دا څووم ځل دی چي غنم وړې نور ئې بس که، ډير اړ خلګ پاته دي.

ماشوم جواب ورکړ.

يوسفه ته ما نه پيږني .؟

که دي وپيژندم نو څه چي وايم هغه به منې. او څه چي غواړم هغه به راکوي.

يوسف (عليه سلام) وويل ته څوک ئې؟

ماشوم جواب ورکړ ،چه زه هغه ماشوم يم چي د زليخا په تور کي مي د پاکي شاهدي در باندي وويله.

يوسف (عليه سلام) غيږ ته نيږدې کړ او بيا ئې

امر وکړ دغه ځوان ته خزانې خلاصي کړی څه چي وړلی شي مه ئې ورڅخه ستنوئ.

په دې وخت کي،

الله (جل جلاله) ورته وحي وکړه.

وئې ويل ای يوسفه ته يو بنده ئې يو چا ستا پاکي ياده کړه ټولي خزانې دي ورته خلاصي کړې. نو څوک چي زما پاکي ياده کړي ، ذکر مي وکړي نو څه به ور سره کوم ،؟

فکر وکړئ چيري د يوسف خزانې او چيري د الله.ج. خزانې چيري د يوسف ورکړه او چيري د خدای. ج.ورکړه.

راځئ چي الله تل ياد وساتو او پاکي يي بیان کړ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button