سرلیکنه
درې میاشتې د مخه په افغانستان کې د روانې بد امنۍ د زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا یو راپور نشرته وسپارلو، چې پکې په افغانستان کې د ملکي او نظا میانو د وژنو کچه د تیرکال په پرتله لوړه ښودل شوې وه، چې په هیواد کې یې د امینیت د نه ساتلو پړه پر دولتي چار واکو ور اچولې وه.
د تیرکال په څیر یوه ورځ وړاندې د د سمبر په نهمه چې په نړیواله کچه د فساد ورځ یاده شوې ده په افغانستان کې یوځل بیا د فساد ټوله پړه پر دولتی چارواکو ور واچول شوې، چې دولتي چارواکو په روان کال کې درې میلوه ډالر له خلکو رشوت اختسی دی.
جان کیری چې دوه ډاکټرانو عبدالله او اشرف غني ته د ملي یووالي حکومت سپاره دا سپارښتنه یې ورته کړې وه، چې په افغانستان کې د روڼتیا د څار اداره به ستاسې کړنې څاري او د حامد کرزي په څیربه درسره حساب کیږي.
په افغانستان کې د روڼتیا د څار ادارې راپور ورکړ، چې په سږني کال کې خلکو د خپلو کارونو د اجرا لپاره دولتي مامورینو ته تر درې ملیاردو ډالرو پورې رشوت ورکړی، چې دا شمیره د تیرکال په پرتله پنځوس سلنه زیاته ده.
تیرکال چې په نړیوا له کچه افغانستان په فساد کې لومړی او دویم هیواد ونومول شو، موږ (ولس) له خپله دولته دا تمه درلوده چې د فساد کچه به راټیټه کړي؛ خو د تمې برخلاف په بې ساري توګه د فساد کچه نوره هم لوړه شوه.
د فساد سره د مبارزې په برخه کې چې له افغان حکومت څخه هیله کیدله پرمختګ نه لري او د فساد کچه په بې ساري ډول پورته ختلې. یو شمیر په لوړو پوستونو کې دولتي کارکوونکو خلک دېته اړکړي دي، چې د خپلو کارونو د اجرا کولو لپاره رشوت ورکړي.
په افغانستان کې د روڼتیا د څار ادارې د اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالۍ ورځې په مناسبت په کابل کې په یوه جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې د فساد د زیاتوالي او له فساده د راپیدا کیدونکو امنیتي ګواښونو په اړه یو راپورخپورکړ، اندیښنه یې وښوده چې دولت د ولس له ارزوګانو خلاف روان دی.
یادې ادارې دا راپور په ۲۴ ولایتونو کې له لس زرو خلکو څخه د مرکو په کولو سره جوړکړی دی.
اندیښنه داده چې د پخوانۍ یعنې د کرزي له دورې هم اداري فساد زیات شو، ځکه یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي: هغه ادارې چې د ادارې فساد دمخنیوي لپاره جوړې شوي دي خپله په فساد کې ککړې دي ځکه خو ورته په نړیواله کچه په فساد کې اخته هیواد وویل شو.
د روڼتیا د څار د ادارې په راپور کې ویل شوي تر ټولو ډیر فساد په هغو ادارو کې لیدل کیږي، چې په کار دي پخپله له فساد سره مبازره وکړي، عدلي او قضایي ادارې، پولیس ګمرکونه هغه ادارې دي چې متاسفانه دا ادارې خپله په فساد کې دومره ککړې دي چې په نړیواله کچه یې افغانستان بدنام کړ.
په تیر یوکال کې چې په هیواد کې د فساد سره د مبارزې یوولس ادارې جوړشوي دي تر اوسه یې د فساد په اړه دوه دوسیې څیړلي دي؛ خو د افغانستان بانک د میلیونونو ډالرو او د ناټو د پوځونو لپاره د تیلو د قرادادیانو د ۲۵۰ میلیونو ډالرو اختلاس دوسیې لا نه دي راخستل شوي.
څو ورځې وړاندې په برکسل کې د ناټو غړو هیوادونو یوځل بیا دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله، پریکړه یې وکړه چې تر۲۰۲۰ کال پورې به ناټو د افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتي ترڅو په افغانستان کې د تروریزم ګواښونه له منځه ولاړ شی.
ددې نه داڅرګنده شوه چې تر۲۰۲۰ز کال پورې به په افغانستان کې جګړه روانه او افغان ولس به پکې سوزي او دولت دې په نړیواله کچه افغانانو ته په فساد کې د ککړتیا بدنامي راوړي.
















