پر ولاياتو د طالبانو په کنترول د حکومت اعتراف

سرليکنه
د ملي يووالي حکومت چې د ولس سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلی اوس په يوه او بله پلمه د ولس په سترګو کې خاورې اچوي وايي :
په دولت کې خپلوسريو، وسله والو مخالفينو، رشوت خورو، د بهرنيو هېوادونو لاسوهنو حکومت ته ډول ډول ستونزې راپيداکړي او د پر مختګ لار یې بنده کړې ده.
په حقيقت کې د ملي يووالي حکومت نور له حکومتولۍ توان نه لري، تردې دمه یې ولس په يوه او بل نامه دوکه کړ نور ورسره د ولس د دوکه کولو څه نه دي پاتي.
تيره ورځ د زابل ولايتي شورا د نورو يو شمير ولاياتو په څير اعتراف وکړ، چې په ولسواليو کې طالبان حاکم دي، طالبانو خپل ګمرک فعال کړى او هره ورځ په منظم ډول ماليه ټولوي.
د ملي يووالي د حکومت د ناکاميو په اړه د زابل نورو دولتي چارواکو هم په دې اعتراف کړى، چې طالبان د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په ولسوالیو او مرکز قلات کې د خلکو څخه مالیه اخلي.
په يوه ولايت کې چې ځمکوال ېې د حاصلاتو زياته برخه طالب وسله والو ته د ماليي په توګه ورکوي، نو په هغه ولايت کې د حکومت د کنترول څه پاتې شول، بيا خو هغه ولايت کې د حکومت نظام نه بلکې د طالبانو نظام (شريعت) چليږي.
د ملي يووالي د حکومت نه نوره د حکومتولۍ لاره ځکه ورکه ده، چې په شمال کې یې پر خلاف دوستم هم خپل حکومت جوړکړى، د جوزجان پخوانى والي احمد ايشچي یې د وزلوبې په ميدان کې ونيوه ویې ډباوه او بندي یې کړ، احمد ايشچي وايي تر پنځو ورځو پورې د دوستم په امر د هغه په کور کې بې پرتوګه ګرځيدم، په حقيقت کې په نړيوالو رسنيو کې داډول خبر خپريدل د حکومت نه پرتوګ ایستل دي.
د ملي يووالي حکومت افغانان په دې مصروفوي، چې خلکو ته کار ورکوو، په ولاياتو کې پرمختګ ته لاره برابره وو، د روزنيزې دورې چې سر ته رسيدلې ده ٣٤ولاياتو ته روزل شوې ۲۴۲ښځې ليږو، څو په ولاياتو کې د ولسي ښځو د ستونزو د هواري په برخه کې یو لړ عملي کارونه ترسره کړي.
کله چې هم د حکومت نه د خپل واک د دوام لاره ورکه شي بيا په ګاونډيانو تورونه پورې کړې وايي، په مداخلو سره مو د پرمختګ لاره نيسي. دا دی د مشرانو جرګې يو ځل بيا خپله ناکامي د بهرنيو هيوادونو په مداخله پټه کړه.
دمخه به یې يواځې پر پاکستان د مداخلي تور لګاوه خو اوس یې ورسره ايران او روسيه هم ملګرې کړه، ولسي جرګې وويل: که افغان حکومت د روسیې او ایران د مداخلو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي، نو د عراق او سوریې په برخلیک به اخته شي.
عجيبه خو داده چې حکومت په خپلوکۍ خپله لمن پر سر را اړوي، اجرائيه رياست یې وايي، د ملي یووالي حکومت د انتخاباتو په نتیجه کې نه بلکې د سیاسي موافقې په پایله کې رامنځته شوی دی.
دا اعتراف هم کوي چې پخواني ولسمشرحامد کرزي او د اشرف غني انتخاباتي ټیم یو بل ته لاسونه سره ورکړل، داسې مثلث یې جوړ کړ چې په خپلو مداخلو یې د انتخاباتو بهیر بدل کړ چې په نتیجه کې انتخابات په یوه بحران بدل شول ځکه خو د ټاکنو پایلې اعلان نه شوې.
د ملي يووالي له حکومتي چارواکو نور د ملي يو واليتوب لاره دومره ورکه ده، چې تيره ورځ یې په ننګرهار کې ملي سوداګر چې د خپلو حقوقو لپاره یې اعتصاب کړى و ورټل، چې له حکومته د حکومتولۍ لاره ورکه وي په ولاياتو کې به ولسي وګړي خپلې ستونزي د حل لپاره طالبانو ته ور وړي او طالبانو ته به ماليه هم ورکوي.



