ژباړه:خالد رحیمزاده
د سورت یاسین ډیر فضیلتونه راغلي دې، د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هرشې لپاره زړه وي او د قران کریم لپاره د یاسین سورت دی.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دې: بې له شکه زه په خپل امت کی د هغه کس سره مینه لرم چی د هغه په زړه کی د یاسین سورت وي«یعنی یاسین یی په یاد زده کړی وې.»
او فرمایي: چا چې د ورځې په شروع کې د یاسین سورت ووایه نو د هغې ورځې ټول حاجتونه یې پوره کیږې او چا چې د شپې په شروع کې د یاسین سورت تلاوت کړ نو د شپې ټول حاجتونه یې پوره کیږې.
د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی: چا چې سهار د یاسین سورت ووایه، نو د هغې ورځې تر ماښامه پورې هغه ته اساني او پراخي پیدا کیږي او څوک چې د شپی سورت یاسین ووایي، نو تر سهار پورې اساني او پراخي ورته پیداکیږې.
په یوه روایت کې دي چی د لوږې په حالت کې د یاسین سورت ووايې نو د الله ج په فضل به موړ سې، او څوک چی لاره ورکه کړي او د یاسین سورت ووایي، نو د الله ج په فضل به لاره پیدا کړي.
او د چا چې یو شی ورک سي او د یاسین سورت ووایي، نو ورک سوی شی به یې پیدا سي. چاته چې د خوراک د لږکیدو بیره وي، نو هغه دې د یاسین سورت ووایي، ان شاءالله په خوراک کې به یې برکت راسي او د ټولو به بس سي.
د مړکیدونکي کس په مخکې د سورت یاسین په ویلو سره مرګ اسانه کیږي او که د مړي سره وویل سي «کله چې غسل ورکول کیږي» نومړي ته ډیرې گټې رسیږي.

















