(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی۳) زرغون خوږیاڼی
څو ورځې وړاندې په جرمني کې د کرېسمس د تیاریو لپاره د ګڼې ګوڼې په ډک بازار یوه کس لارۍ موټر په ډیرې تیزۍ سره وروستلو چې په کې ۱۲ کسان ووژل شول او نږدې ۵۰ نور ټپیان شول.
د ایټالیا خبري رسنۍ انسا ویلي، چې د برلین د کرېسمس پر بازار د حملې اصلي مشکوک کس «انیس عمري» د ایټالیا د پولیسو لخوا په میلان ښار کې په ډزو ووژل شو.
د معلوماتو له مخې د لارۍ چلوونکی یو پاکستانی دی، خو په لارۍ کې د انیس عمري پيژند پاڼه موندل شوې وه.
د جرمني خبري آژانس«ANSA» د راپور له مخې دغه تونسي کس پسې په ټوله اروپا کې لټون روان و او دده په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې ۱۰۰۰ یورو انعام هم ټاکل شوی و.
یاده سرچینه وايي، چې انیس عمري د ایټالیا د میلان ښار په سیسټو سن ګیواني سیمه کې د پولیسو له یوې عادي ګزمې سره مخ شوی دی، کله چي پوليسو له هغه څخه د پېژندپاڼي غوښتنه کړې، نو عامري د پيژند پاڼي پر ځای خپله وسله راايستلې او پر پوليسو یې ډزي کړي او یو پولیس افسر یې ټپي کړی دی.
پولیس وايي چې په ځوابي ډزو کې انیس عمري هم ووژل شو.
انیس عمري په تونس کې له خپل کوره له ۲۰۱۰زکال راهیسې نادرکه شوی و، چې بیا وروسته یې په جرمني کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې وه.
په ميلان کي له تروريزم سره د مبارزې مشر البيرتو نوبيلي، ويلي دي چي انيس عامري له فرانسې څخه په اورگاډي کي د پنجشنبې په ورځ نيمه شپه ايټاليا ته ور رسېدلی وو. د هغه په خبره عامري، د جمعې په ورځ سهار پر څلورو بجو له دوو پوليسو سره په مقابله کي ووژل سو.

















