د امریکا اولسمشر اوباما چې دخپل واک ته د رسیدا کمپاین کې ئې له افغانستانه د امریکائې پوځونو د ایستلو او په افغانستان کې د امریکا دپيل شوی جګړي د پای ته رسیدا ژمنه کړی وه تر 2014 پورې ئې نړیوالو ته وښوده چې کړې ژمنه ئې د یو شمیر پوځونو په ایستلو پوره کړه.
خو چې په افغانستان کې د څه مودې را پدیخوا د طالبانو لخوا د جګړي زور زیات شو ، اوباما پدې پلمه چې د کندز ښار په څیر د نورو ښارونو او ولایاتو د لاسه وتلو ویره او اندیښنه شته تر 9000 پورې عسکرو پاتې کیدو اعلان ئې وکړ خو ورسره ئې وویل چې افغانستان او دسیمې هیوادونه باید طالبان دیته لیواله کړي چې ددولت سره په سوله او خبرو کې ونډه واخلي دهمدې هدف او نورو مسئلو دخبرو په اړه ئې د پاکستان صدر اعظم نواز شریف امریکا ته وغوښت ترڅو دواړه دافغانستان د مسئلې دحل لپاره یوه لاره ولټوي.
پاکستان چې په نړیواله سطحه په تروریزم کې په لاس لرلو او په ځانګړي توګه دافغانستان د طالبانو سره په مرستو تورونه ورباندې لګول کیږي – که څه هم پاکستان چارواکو ټول تورونه بې بنسټه بللی او تردید ئې کړی – بیا هم دپاکستان صدر اعظم نواز شریف غواړي دافغانستان د مسئلې د حل په صورت کې د نړیوالو د تورونو ځواب ووایې. او د همدې مقصد لپاره امریکا ته په سفر لاړ دی، وبه ګورو چې دی په خپل سفر کې څومره بریا تر لاسه کولی شي؟
خو زمونږ په آند د نواز شریف سفر په دې مورد کې ناکام سفر دی او هیڅ مثبت پایلې به ونلري ځکه د جنجال اصلي طرف پاکستان نه دی.