ټیپو سلطان دوه دیرشمه برخه

په تیر پسې….
سلطان سمدلاسه د سلطنت په امورو باندې څارنه پیل کړه، د سلطنت عمالو ته یې فرمانونه ولیږل او د سلطنت محصولات یې مرتب کړل .
د همدې محصولاتو له مخې لاندې شیان تر لاسه شول .
۱ . په شاهي خزانه کې ټولې اتیا کروړه روپۍ ،هیرې او جواهرات موجود شول .
۲ . په حیواناتو کې ۹۰۰ فیلان، ۲۰۰۰ اوښان، ۶۰ زره آسونه، ۴ لکه غواګانې او غویان، ۶ لکه وزې او میږې او نور ډیر حیوانات .
۳ . د سلطنت پراخوالی ۸۰ زره مربع میله وو، چې په کې د مالابار د ساحل زرجزیرې هم شاملې وې .
۴ . کلنی خراج درې کروړه روپۍ وو
۵ . د نفوسو شمیره ۶۰ لکو ته رسیده .
سلطان خپله زیاته توجه د عسکري نظام د جوړښت په لور وکړه، او خپل اصلاحات او اختراعات یې د فتح المجاهدین تر نامه لاندې مرتب کړل. دا کتاب د میرزین العابدین شوستري په نامه باندې مشهور شوې دې. دا وګړی د ایران د شوستر اوسیدونکي وو. هغه د حیدر اباد دکن د وزیر میرعالم کوچنې ورور وو او د سلطان ټيپو په خدمت کې یی د ډیرې مودې راهیسې شتون درلود.
سلطان خپل فوځي نظام په لاندې خطوطو استوار کړ .
- د فوځ سپه سالار پخپله سلطان وو.
- د هغه د لاس لاندې ۳۳ سالاران وو، چې د هغې ډلې څخه یی یوازې یوولس کسان په سرنګاپټم کي اوسیدل .
- د هرسالار د لاس لاندی د شلو او دیرشو سردارانو ډلې وې
- د سلطان دفوځ شمیره درې لکه اوشل زره کسان وو. چې په مختلفو کلا ګانو او فوځي چاوڼیوکې اوسیدل.
- د فوځ سره ۹۰۰ فیلان، ۶۰۰ اوښان، ۲۰زره اسونه، ۴ لکه غوایان، درې لکه ټوپکونه، درې لکه چقماق ټوپکونه، دوه لکه دوه ویشت زره تورې او۹۲۹ توپونه او ددې ټولو شیانو لپاره بارود او ګولۍ موجودې وې .
- سلطاني فوځ په ۵ زره ډویژنو باندې مشتمل وو .
- هر ډویژن ۲۷ رجمنټه درلودل .
- په هر رجمنټ کی به څلور رسالي پیاده او یوه رساله سپاره ځواکونه وو .
- په هرې رسالې کې به ۱۳۲۹عسکر وو، چې د دې ډلې څخه به ۱۰۵۶ ټوپکچیان او یوه توپخانه وه .
- د هرې توپخانې سره به ۲۸ توپچیان وو .
- سل سپاهیانو ته یی د«جوق» نوم ورکړې وو.
- په یوه جوق کي به دوه سرخیلان «کوچني سرداران»،لس جمعداران او لس دفعداران وو.
- د سپرو ډلي ته به یی«عسکر» ویل، او د درې سوه کسو ډلي ته به یی ټیپ وایه .
- دهرې رسالې سردار ته یی رسالدار او د جوق سردار ته یی جوقدار وایه .
- په هرې رسالي کي به څلور ټيپونه وو او د هرټیپ سردار ته به یی ټیپدار وایه .
- د عسکرنقیب ته یی «شرباشون» وایه او د قشون او رسالي نقیب ته یی «بیاچي» وایه.
سلطان غوښتل یو خالص اسلامي فوځ جوړ کړي، په دې اساس یې د فتح المجاهدین په لمړي فصل کې د عقایدو، لمانځه، تمباکو څکولو، غدارۍ، نمک حرامۍ، ترکه، وراثت، او جهاد په څېر مسایل ځای په ځاې کړل شوي وو او په اخري فصل کې یې د سرکار اسد الله ي فوځ لپاره فوځي ترانې، اردو، فارسي اشعار او د مختلفو حیواناتو په واسطه د زخمي کیدو او یا زهرو د علاج په اړه معلومات لیکل شوي وو .
لکه څنګه چې مخته ویل شوي دي چې سلطان د منګلور څخه د سرنګاپټم په لور د روانیدو په وخت کې یو شمیر سیمو ته دهغه ځای د واکمنانو د سرکشیو د ختمولو په خاطر عسکر لیږلي وو، نو په هغې ډله کی یو لښکر د « پنګنوراوردن هلي » په لور هم لیږل شوي وو. پدې لښکر کې سید غفار، امام خان او سیدعمر شامل وو .
نور بیا ….



