ګـل ځواني

شاعر:حمزه حسیني
معشوقه مو تیر کمان توره او سپر ده
زندګې مو تر جومات محـراب ممبر ده
د ویـاړلـو تاريخــونـو یـو ستـر بـاب دی
غیـرتــي افغانســتان مــو د زړه ســر ده
مــجــاهــدو قافـــلو تــه هــر کلی کـــړو
خو کــفارو ته جــواب مو پــه خنجـر ده
مونږ ته درس دی غزنـوي محمود راکـړی
ځــکه اوس هــم صومــنـات زیر-وزبر ده
پریښـــتې مــو پـــه بســـتر دي نا بلـدې
 دا چې مرګ ته مو لبیک تل په سنګر ده
د پایــزیب او د نتکــی زیـب او زنت مو
بــدل کــړی پـه پيــکا راکـټ لانچــــر ده
ځان غازي کـړه یا زخمی او یا شهید شـه
یـون پـه دې مسـیر زیـبا لکــه د لـمــر ده
داعـداد او د تدريـب پــړاو مو تـــېر شـو
اوس مو ځاله لکه بــاز د غـــره په سر ده
سرې مرمۍ سړې کوو (حـمزه) سینـو کې
ماته کړې مــو دا ګــل  ځواني نښـــتر ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button