د ټرمپ پالیسي به امریکا اوهند په افغانستان کې منزوي کړي

سرلیکنه

درې میاشتې د مخه یعنې د۲۰۱۶میلادي  کال داکتوبرپه میاشت کې چې په امریکا کې د ټرمپ او میرمن کلنټن ترمنځ د جمهوري ریاست لپاره کمپاینونو زور اخستی و ټرمپ به د کمپاین پرمهال امریکایی ولس ته پرځان د باورپه موخه ویل چې امریکا به په اقتصادي ډګرکې کامیاب هیواد وګرځوم او په نورو هیوادونوکې د بې ځایه لګښتونومخه به نیسم چې لومړی به ېې دافغانستان نوم واخیست .

اوباما په افغانستان کې د روانې جګړې او امریکا په لګښتونوستومانه و په افغانستان کې ېې د نظامی لګښتونوپه باره کې دناټوغړي هیوادونه له ځان سره شریک کړل خوبیاهم ترې دامریکا ولس راضي نه و.

له اوباما د مخه بش ۲۰۰۹ او د اوباما په لومړۍ دوره کې افغانستان ته توجه زیاته وه خو اوباما د تیرکال ۲۰۱۶د جون دمیاشتې راپه دې خوا په افغانستان کې جګړه د امریکا په ګټه نه بلله.

دا دریم ځل دی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې د ډیرنږدیوالي وروسته سړیږي په ۱۹۴۵م کې د امریکا جمهور رئیس روزلت د روسيي پرخلاف د افغانستان سره ښې اړیکې لرلې خوپه ۱۹۵۳م کې چې د امریکا جمهور رئیس ترومن د افغانستان سره د وسلو دکړې قرارداد نه  مخ واړاوه د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې سړې شوې همدا ډول په افغانستان کې د مجاهدینو په دوره کې ۹۳-۱۹۹۲په افغانستان کې دکورنیوجګړو او یوشمیر جهادي مشرانو ترمنځ د ارګ پرسر جګړې روانې اوافغانستان په ګنډوالو بدل شو خوامریکا افغانستان ته شا اړولې وه  .

ټرمپ تل په خپل کمپاین کې ویلې چې جګړه د پرمختګ لاره نه ده د امریکا اقتصاد به د پردیوله تاواني جګړو څخه په خلاصون لوړوم چې تراوسه ېې د روسیې پرخلاف هیڅ نه دي ویلي ځګه خو روسیې د افغانستان په اړه په مسکوکې د چین اوپاکستان په ملتیا غونډه وکړه چې د ټرمپ او امریکایي نظامیانو توجه ېې افغانستان ته کمرنګه کړه.

امریکا د نورو لګښتونو ترڅنګ له ۲۰۰۱م کال راپه دې خوا(۷)میلیارده ډالر د کوکنارو د کښت د بندولو په موخه افغانستان ته رالیږلي دي یوڅوکاله به حکومت  په یوه یوه ولسوالۍ کې د سرک غاړوته په نږدې ځمکود کوکنارو فصل له منځه یو وړپاتې ډالربه ولایتی چارواکو په خپلو کې سره وویشل یواځې  ننګرهارته  ۶۳میلیونه ډالرورکړل شوي ووچې ځمکوال ترې خبرهم نه شول.

تیراو سږ کال په افغانستان کې د۱۹۷۶کال په څیر په زرګونو جریبه ځمکه کوکنار وکرل شول خو امریکا نورپه افغانستان د تروریزم،دښځوپه حقوقواومخدره موادوپه شعار په اړه ځان غلی کړی دی.

د یوې خوا د روسيې په اړه د ټرمپ نرمه پالیسي اود بلې خوا په مسکو کې دچین ،روسيې او پاکستان لخوا ګډه غونډه چې پکې ویل کیدل له طالبانوسره به اړیکې ښې کوي  د هند اومریکا رول ېې  په افغانستان کې منزوي کړ.

افغانستان په اوس وخت کې ډیربې ثباته دی امریکا سره په متقابلواړیکوبه د ۱۹۵۳م کال په څیر نوروخواو ته لاس اوږد کړي چې دا پالیسي به هم د امریکا او هندرول په افغانستان کې منزوي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button