د عربي دیپلوماتانو په یاد څلې او افغانان د خاورو سره خاوري!

تبصره
اشرف غني د کندهار ولایتي چارواکوته لارښوونه کړې ده چې په کندهار کې دعربي اماراتو د پنځو د یپلوماتانو په یاد څلي جوړکړي .
دکوموعربي پنځو د یپلوماتانو په اړه چې په کندهارکې ېې اشرف غني د یاد ګاري څلي د جوړښت لارښوونه کړې ده د تیرې سه شنبې په ماښام د کندهار د والي په مېلمستون کې د چاودنې له امله ووژل شول .
تراوسه خوپه څرګند ډول له افغان حکومته عربي اماراتود سفارت په کچه کوم رسمي معلومات نه دي غوښتي خو اوس چې د ‘سکاټلنډ یارډ’ په نوم د برتانیې د پوليسو په ګډون د متحده عربي اماراتو دوهم تحقیقاتي پلاوی هم د کندهار د والي پر میلمستون د برید څیړنې لپاره کندهار ته رسیدلی دی امکان لري وروسته عربې امارات له افغانستانه دخپلو پنځو دیپلوماتانو دوژلو په اړه د معلوماتورسمي غوښتنه وکړي ځکه چې دعربي متحده اماراتو سفیر په کندهارکې دشوې چاودنې او پکې د پنځوعربي اماراتو د یپلوماتانو د وژلو مسئولیت د افغان حکومت نظاميانو ته راجع کړی او هغوی ېې په بې کفایتۍ دچاودنې پړه بللي دي.
دا لومړی ځل دی چې عربي امارات په افغانستان کې د داډول کړنې سره مخ شول نورهیوادونه د افغانستان په څیرنه دي لکه په مسکوکې چې افغان سفیر قیوم کوچې کومې څرګندونې دافغان سفیرپه توګه کړي هغه ېې په مسکوکې دافغان سفیر نماینده په توګه کړې دي.
په مسکو کې افغانستان سفیر قیوم کوچي ویلي چې نشه يي توکي په افغانستان کې په خلاص مټ کرل کیږي او د تاجکستان دما فیا په لاس روسیې ته قاچاق کیږي چې قیوم کوچی د تاجکستاني چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی، خو د بهرنیو چارو وزارت د کوچي وینا د هغه شخصي نظر بللی دی.
که د پلټنو څخه وروسته د کندهارپه پیښه کې د عربي اماراتو د يوه جنرال (ضاهي خلفان)په ویناافغان چارواکې ګرم وبلل شول نو د اماراتو د جنرال وینا د هغه هېواد د نماینده ویناده چې په پایله کې به يې د افغانستان او عربی اماراتو ترمنځ اړیکې ترینګلې شي.
د دې او د ېته ورته ستونزو لوی لامل دادی چې د حکومت کورنی او بهرنی سیاست په سالمه توګه نه دی روان او بله داچې د دولتي بنسټونو مسئولینو ترمنځ نه همغږي به په داخل د نظام کې دومره ګډوډي را ولاړه کړي چې بې دنظام د ړنګیدوبه بله لار ونه لري.
هرکال په زرګونه افغانان مري حکومت په یوه او بل نامه د وژلوشوو کورنیوته پلمې جوړوي دهغوی ژوند او هیلې د خاوروسره خاورې شوې خوچې عربې امارات په کندهارکې د شوې چاودنې له پایلواوحقیقته ناخبره وساتل شي د د یپلوماتانو په یاد ېې څلی جوړوي .
حکومت چې تراوسه پورې په خپل سیاسي موقف څرګندولو او تمثیل کې پاتې راغلی یواځې دعربي اماراتوسره نه بلکه د نورو نږدې دوستوهیوادونوسره به هم په ورته ستونزو واوړي.



