بې کوره افغانانو سره د کتابونو مرسته!

سرلیکنه

دوه ورځې د مخه  رسنیو د سعودي عربستان  د مرستندویه کمیټې لخوا په ننګرهار کې د یوه کتابتون د جوړیدو او بیا جوړشوي کتابتون سره د زرګونو کتابونو د مرستې خبر خپور کړ چې په زرګونه کتابچې او قلمونه هم ورسره په مرسته کې یاد شول، دایادونه هم شوې ده چې سعودی به د هیواد په نورو ولایاتو کې هم ورته مرسته کوي.

د سعودي عربستان لخوا افغانانو سره د زرګونو کتابونو او کتابچو مرسته دستاینې وړده؛ باید قدرداني ېې وکړل شي چې یوه ځوان ته څوک د ټوپک پر ځای قلم په لاس ورکړي داېې د افغان ولس سره ستره نیکي ده.

خو!

افغان بچیان د قلمونو اوکتابونو د مخه لومړی باید په تن پټ او په خیټه ماړه کړل شي، پردیوهیوادونو ته له تلو راوګرځول شي، د نورو هیوادونو په سیندونو کې له مرګه وژغورل شي،په خپل هیواد کې ورته د کار زمینه برابره کړل شي، افغانان لومړي په خپل هیواد کې سرپنا او په تن پټیدو ته اړتیالري.

یوه افغان بچې ته که په هر اړخیز ډول ارزښتمن کتاب په لاس کې ورکړل شي او هغه ټوله شپه – ورځ باران ته ولاړ وي کتاب به ېې په لاس کې پاتې شي؟ نه هیڅ کله نه هغه په خپل هیواد  کې له بارانه سرپنا نه لري په تن لوڅ اوپه خیټه وږی دی هغه د کتاب په ارزښت هغه وخت پوهیدای شي چې سرپنا ولري په تن پټ اوپه خیټه موړشي.

که هر څو کتاب د یوې ټولنې لپاره رڼا ده خو همدا کتاب لوستنه یوې بلې رڼاته هم اړتیا لري چې په افسوس سره افغانستان ته په سوونو میلیارده ډالر راوړل شو خو په شتو سیندونو کې د کتاب لوستلو لپاره بریښنا نه شته، هغه زاړه توربینونونه چې په ۱۹۶۲میلادی کې دروسانو لخوا لګول شوي دي او نور د بریښنا جوړولو قابلیت نه لري،  افغانان په توره تیاره کې ژوند کوي.

موږ دا منو چې د کتاب لوستنه له هرې بد بختۍ څخه د ژغورنې لار برابروي؛ خو د کتاب لوستنې  ته باید لومړي د سعودی حکومت په افغانستان کې زمینه برابره کړي بیا دې افغان اولادونو ته کتابونه لاس کې ورکړي.

په افغانستان کې د جګړو له امله له منځه تللې فابریکې تراوسه پورې جوړې نه کړل شوي، چې په بریښناکوټونو کې تیاره ده، نو په ښارونو او کورونوکې به څه رڼا راشی،  دا یو څه بریښنا چې په کابل کې شتون لري دا د نیمې شپې کټ دی په یوه بټن کابل توره تیاره کیدای شي.

که سعودی او یا نور اسلامي هیوادونه د افغانانو سره د سرپناه، سولې، کار، روغتیا او نورو برخو کې مرسته وکړي افغانان به خپله کتاب لوستلوته اړشی بیا به ېې په پردی سمندرونو کې هډوکې د ماهیانو خوراک نه وي.

افغانان هرکال ۶.۲میلونه ډالر له هیواده بهر د مریضانو په درملنه ورکوي، سعودی عربستان چې د افغان ولس سره د خواخوږۍ هره مرسته کوي د قدردانۍ وړده؛ اما تر ټولو لومړی افغان ولس امن، کار، بسیا روغتون او په خپل هیواد کې اوسیدوته اړتیالري، چې ځوان نسل ېې د پردیو او په ځانګړي توګه د اروپاېې هیوادونو دغیراسلامي، غیرانساني او غیراخلاقي کلتور د خپلولو څخه راوګرځول شي.

اروپايی هیوادونه چې له ۱۵کالو پورته کډوال په خپل هیواد کې نه منې همدا لامل دې چې د لویانو په ذهنونو کې اروپايی غیراخلاقي کتلور په اسانۍ سره ځاې نه شي موندلای.

سعودي باید د افغانستان سره ترهرڅه لومړي د امن په را وستلو او بیا په خپل هیواد کې افغانانو ته  د ژوند کولو زمینه برابره کړي او داېې په وس شته، په هرلحاظ دا د سعودي عربستان اسلامي فریضه ده چې د افغان مسلمان او مجاهد ملت سره د اسلامي وروګلوۍ په بنیاد هراړخیزې مرستې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button