اوس د سړي زوی دی او کنه؟

ډاکټر آصف

څو کاله وړاندې ولسمشر ګواښ وکړ چې په ټول هیواد کې به د کانونو غیر قانوني ویستنه او قاچاق بند کړي، او په درې ژبه یې خپل ملت ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې:

اګه بندش نه کردم بچه آدم نباشم!!!

خو دادی اوس لیدل کیږي چې په ټول هیواد کې نه یواځې دا چې د کانونو غیر قانوني ویستنه بنده شوې نده بلکه نوره هم پراخه شوې ده، په هرات، پنجشیر، بدخشان، او د ننګرهار په مهمندو او خوګیاڼیو او داسې نور سیمو کې د کانونو غیر قانونی ویستنه د پخوا په پرته څو چنده زیاته شوې ده او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ټول ملت اوس په دې پوهیدلی دی چې د ولسمشر ټولې وعدې پوچې دي، نوموړی یو مقهور ولسمشر دی، د هیچا د ځواب ویلو نه دی، یواځې تر غونډو پورې یې خپل احساسات څرګندول محدود دی، او لکه د دیاړي مار په څیر خپل ټیم پاس کوی، او خپله ولسمشري پر مخ بیایي.

د جنرال دوستم او ایشچي د قضیې په اړه نه اقدام یې یو څرګند مثال دی. د دولت ټول مشرتابه او کشران اوس په دې نظر دي چې دغه دولت یو رښتونی لاسپوڅی دولت دی او تر هغې پورې دوام کولی شي چې د امریکا مالي او نظامي مرستې ور روانې وي او چې هر وخت دغه مرستې ودریدې په همغه ورځ به دغه حکومت سقوط کړی وي.

دا خبرې به پخوا مخالفینو کولې خو نن په دې حقیقت باندې پخپله حکومتي چارواکي اعتراف کوي، نو دا چې اشرف غني ونشوای کړای چی د خپلې مدعا سره سم چې : اګر بندش نکردم بجه آدم نباشم!!! آیا اوس اشرف غني ته څه نوم او لقب ورکولای شو؟؟؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button