دا اوسني بشرخواره د ښځو ازادي نه؛ بلکي په ښځو کي دځان ازادي غواړي

لیکنه: عطاءالله مبارز
ډیر په لوړ لګښت خلک لګیادي ترڅو ښځه د نړۍ په تر ټولو لویه فتنه بدله کړي او په دې ډول یا دوی په خلکو ووژني او یا نارینه له یوبل سره لاس او ګرېوان کړي. د یوناما پښتو فیسبوک پاڼه کتلای شئ.
ښځه څه داسي نوې پدېده ده چي شور(ستایني او غمشرېکۍ ) یې نړۍ په سر اخستې ؟ !
ازادي رادیو وایي: په افغانستان کي ولي هلک د نجلۍ لیدو ته نه پرېښوول کېږي؟ هغه بل ورته لیکلي چي دلته واده کول لاټرۍ ده.
څوک چي له خپلو ملي ارزښتونو او دیني اساساتو نوي خبر هغوی ته هرڅه لاټرۍ- لاټرۍ ښکاري او ډیر خو خپلو خواهشاتو ته د نه رسېدو له امله په لټه کي وي چي څوک پړ وبولي؛ دا غریبان له اسلامه په دې ګیله من دي چي ولي مي د ښځو په منځ کي اتڼ ته نه پرېږدي؟ خو باید پوه شوچي حقیقتونه ډېر مقدس دي ! تاسو یوه تجربه وکړئ چي دا ډیمکراسي سرخوړلې او دا رواجونه لري کړئ او ځانونه پاک کړئ بیا وګورئ چي څومره ښه دې هیلي ته رسېږئ. په اسلام کي د دې مثال دا را وړلای شو چي: کله رسول الله مبارک تر هجرت وروسته په مدینه منوره کي د مهاجرینو او انصارو (رضی الله تعالي عنهم) ترمنځ اخوت را منځته کړ؛ نوله انصارو مبارکانو یوه یې حضرت عبدالله ابن مسعود ته وویل چي: زما دوه مېرمني دي ته یې ووینه له هري یوې سره چي ستا نکاح زړه وغواړي هغه به زه در طلاقه کړم.
دا کوم خلک چي اسلامي قانون په غلط تعبیرولو سره د انتقاد لپاره خلکوته وړاندي کوي، نو دوی څه وایي چي په کوم بل قانون کي به د افغانستان پتمني خوندي په عزت کي پاته شي؟
ستاسو به یاد وي دا هغه خلک دي چي په خپله ټوله نړۍ کي یې یو د سر سړی ( مفکر !!!) وټآکه او هغه مفکر بیا پخپله اعلان وکړ چي په ما باندي د خپل وستاذ لخوا ( د بشریت په کارخانه !) سکول کي جنسي تېری شوی دی او زه دا نه دځان لپاره بد کڼم او نه د نورو لپاره.
ډیر افسوس د داسي فکر، اهل فکر او د ازادۍ د مسخره کوونکو په پوچ مغزه حامیانو.



