کابل ټکی کام ۰۵عقرب/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
چارواکي وايي، چې پرونۍ زورورې زلزلې د هېواد په يوازې ۴ ولایتو کې تر دې دمه ۲۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ياده مرګ ژوبله يوازې په ختيځو ولايتو ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان کې پېښه شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست ويلي، چې پرون ناوخته د دې ولايت حوزوي روغتون او نورو کلينيکونو ته ۱۰ مړي او ۹۰ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
د کنړ د والي وياند بيا وايي، چې تر اوسه يې د ۳۰ تنو مړو او ۶۵ تنو ټپيانو خبر ترلاسه کړی دی.
نورستان کې بيا ۶ تنه وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپيان دي.
د لغمان چارواکو بيا په دې ولايت کې د ۴ تنو د وژل کېدو او ۹ نورو د ژوبلې خبر ورکړی دی.
چارواکي زياتوي چې زلزلې په ټولو څلورو ولايتونو کې ستر مالي زيانونه هم اړولي دي.
ياده زلزله چې زور يې د رېکټر په کچه ۷،۷ درجې اټکل شوی دی، مرکز یې په بدخشان کې و او افغانستان، پاکستان، هند او نيپال يې په يوه وار ولړزول.


















