د ایمان مسایل (۳۲مه برخه) ولي څه ډول پيژندل کيږي ؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
پوښتنه : ولي څه ډول پيژندل کيږي؟
ځواب : ولي په دې پيژندل کيږي چې هغه مسلمان، متقي پرهيزګار وي، په کثرت سره عبادت کوي، د الله تعالی او د رسولصلی الله علیه وسلم محبت پرې غالب وي، د دنيا حرص به نلري، تل به د آخرت فکر ور سره وي ([1]).
پوښتنه : د اولياء الله کرامت حق دى او که نه؟.
ځواب : بيشکه د اولياء الله کرامت حق دى، په قرآنکريم او احاديثو سره ثابت دى، په شرح عقائد نسفي کې راغلي : )کرامات الاولياء حق( ([2]).
مګر دا په ياد لرى چې د شيطان شرارت هم حق دى، او د دين د بزرګانو په کرامت او د شيطان په شرارت کې توپير کول د هر کس او نا کس کار نه دى، د شيطان د شرارت يوه کيسه نقل کيږي : د حضرت غوث الاعظم محبوب سبحاني شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله بيان دى چې يو ځل زه د څو ورځو لپاره په ځنګل (بيابان) کې مقيم وم، يوه ورځ ډيره سخته تنده راته پيدا شوه، زه د اوبو په لټه کې شوم، مګر اوبه مې پيدا نکړې، په دې وخت کې يو څه وريځ راغله، يو شمير څاڅکي يې را وورول، د کومو له امله چې زما تسکين وشو، بيا له همدغې وريځې څخه يوه رڼا ووتله کومې چې د آسمان ټولې کنارې ونيولې، له همدغې رڼائي څخه يو عجيب او غريب صورت را ښکاره شو، کوم چې ما ته مخاطب شو او راته وې ويل : اې عبدالقادر ! زه ستا پروردګار يم، زه په تا باندې ټول حرام شيان حلالوم، له همدې امله څه چې غواړې کوه يې، پوښتنه به در څخه نه وي، ما وويل (اعوذ بالله من الشيطن الرجيم) اې ملعون شيطانه ! ليرې شه، ما چې کله اعوذ بالله وويله نو دغه رڼا په تاريکي بدله شوه، تياره خپره شوه، همغه صورت ورک شو، او آواز راغى چې اې عبدالقادر ! په مقدس شريعت باندې پوهې او علمي بصيرت کوم چې تا ته حاصل دى او کومه تقوى چې تا ته مسيره دى چې ته يو بيدار مغزه متقي عالم يې، د همدغه دولت له امله ته محفوظ وساتل شوې او له ما څخه دې نجات پيدا کړ، که نه نو ما په همدغه ځاى کې ستا په څير اويا عبادت کونکي زاهدان او صوفيان ګمراه کړي دي ([3]).
له دې څخه ثابته شوه چې د دين د بزرګانو کرامت او د شيطان د شرارت پيژندنه د هر کس کار نه دى، هر د تعجب وړ شي ته کرامت ويل او په هغه باندې عقيده کول ډير وخت د ګمراهي سبب کيږي.
اولياء الله قبل الموت يا بعد الموت ګټه او نقصان رسولاى شي او که نه
پوښتنه : اولياء الله که ژوندي وي يا وفات شوي وي، کومه ګټه يا نقصان رسولاى شي او که نه؟.؟.
ځواب : اولياء الله که ژوندي وي او که وفات شوي وي، مافوق الاسباب ضرر او نفع نشي رسولاى، البته کرامت د اولياء الله حق دى، په ژوند کې هم او پس له مرګه هم ([4]).
د اولياء الله د کرامت اثبات په نبوي احاديثو سره
په حديث شريف کې راغلي چې د اولياء کرامو امساء به په تياره شپه او تروږمۍ کې هغوى ته لاره رڼا(روښانه) کوله )عن انس ان اسيد بن حضير وعباد بن بشر رضی الله عنه تحدثا عند رسول الله صلى الله عليه وسلم في حاجة لهما حتى ذهب من الليل ساعة في ليلة شديدة الظلمة ثم خرجا من عند رسول الله صلى الله عليه وسلم ينقلبان وبيد کل واحد منهما عصبة فاضاءت عصا احدهما لهما حتى مشيا في ضوئها حتى اذا افترقت بهما الطريق اضائت للاخر عصاه فمشى کل واحد منهما في ضوء حتى بلغ اهله( ([5]).
ژباړه : له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دى وايي چې اسيد او عبادة رضي الله عنه د څه کار لپاره له رسول اللهصلی الله علیه وسلم سره وو او خبرې يې کولې تر دې چې شپه ډيره تياره شوه، وروسته دواړه راووتل (له رسول اللهصلی الله علیه وسلم څخه رخصت شول) په داسې حال کې چې يو له بله مخکې کيدل او د هر يوه په لاس کې وړه عصا (امسا يا کونټۍ) وه، تر دې چې د يوه امسا دواړو ته لاره روښانه کوله (د لاس د بتۍ يا برق په څير) او دواړه د هغې په رڼا کې تلل، کله چې د دوی لارې سره جلا شوې نو په دې وخت کې د هغه بل امسا هم نوموړي ته روښانه شوه، چې د دواړو لارې رڼا او روښانه وې او دا رڼا تر هغه وخته پورې وه تر څو چې خپلو کورونو ته ورسيدل.
له دې مبارک حديث څخه د اولياؤ کرامت په څرګنده او واضح ډول ثابتيږي، ځکه چې دوی ته خارق العادة د الله تعالى په اراده سره د دوی امساګانې نوراني شوې تر څو د هغو له روښنائي څخه په استفاده په آسانی پر لاره ولاړ شي، د رسول اللهصلی الله علیه وسلم د خادم حضرت سفينه رضی الله عنه کرامت په شرح السنة جلد ٥، ص :٤٨٨ کې روايت شوى : کله چې نوموړى له جيش څخه لادرکه شوى وه يا دا چې د دښمنانو په لاس کيوتى (بندي) شوى وه چې بالاخر په تيښته بريالی شو او د اسلامي لښکر په لټه کې روان وه، چې نا څاپه له زمري سره مخامخ شو، نو زمري ته يې وويل : يا ابا الحارث (وهو کنية الاسد) انا موالي رسول الله صلى الله عليه وسلم کان من امري کيت وکيت فاقبل الاسد له بصبصة، اي تحريک زنبه، حتى قام الى جنبه الحديث.
ژباړه : وې ويل اي اباالحارث ! چې دا د زمري اسم کنيه ده، زه د رسول اللهصلی الله علیه وسلم خدمتګار يم او ټوله واقعه يې ورته بيان کړه، زمری ورته راوړاندې شو او د خوښۍ اظهار يې وکړ، چې خپله لکۍ به يې خوزوله او ملګرتيا يې ورسره کوله آم تر دې چې خپلو ملګرو ته ور ورسيد، دا واقعه په مشکوة، جلد ١، ص :٥٤٥ کې د کرامت په باب کې هم ذکر شوې، څرنګه چې د زمري خاصه شکول او څيرل دي او د رسول اللهصلی الله علیه وسلم د خادم حضرت سفينه حفاظت يې کاوه ديته که کرامت ونه ويل شي نور به څه ورته ويل کيږي .
وعن ابن عمر رضی الله عنه ان عمر رضی الله عنه بعث جيش وامر عليهم رجل يدعي سارية رضی الله عنه فبينما عمر يخطب فجعل يصيح يا ساري الجبل فقدم رسول من الجيش فقال يا اميرالمؤمنين لقينا عدونا فهزمونا فاذا بصائح يصيح يا ساري الجبل فاسندنا ظهورنا الى الجبل فهزموهم الله تعالى ([6]).
ژباړه : له حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دى چې اميرالمؤمنين حضرت عمر رضی الله عنه يو ځل د نهاوند لوري ته فوځ وليږه او حضرت ساريه يې د هغه فوځ او لښکر د مشر او آمير په حيث (مقرر) کړ، حضرت عمر رضی الله عنه د مدينې منورې په مسجد کې د مشرانو صحابه کرامو رضی الله عنهم پر وړاندې خطبه ويله، حضرت امير المؤمنين په لوړ آواز سره وويل (يا سارية الجبل ) يعنې غر ونيسى او خپلې شاوې د غره لوري ته واړوی، هغه صحابه کرام او حاضرين چې موجود وه تعجب يې وکړ، وروسته د حضرت ساريه له لوري يو قاصد را ورسيد او اميرالمؤمنين ته يې داسې خبر ورکړ چې اې امير المؤمنينه ! زمونږ دښمن په مونږ باندې يرغل وکړ او هجوم يې را باندې راوړو او مونږ يې مغلوبه کړو، وروسته مونږ يو آواز واوريدو چې ويل يې (يا سارية الجبل) چې په دې سره مونږ د غره لوری ونيو، يعنې هغه لوري ته شولو او الله تعالى دښمن ته ماتې او شکست ورکړ، د مشکوة مصنف په دې هکله داسې فرمايي :
)فهذه کرامة عظيمة ومنقبة جسمية دالة على مزية جلالته وصحة خلافته آه فيه انواع من الکرا مة لعمر رضی الله عنه کشف المعرکة وايصال صوته وسماع کل منهم لصيحة وفتحهم ونصرهم ببرکته(.
ژباړه : دا واقعه د حضرت عمر رضی الله عنه عظيم کرامت او لوی مناقب دي چې د نوموړي د خلافت په صحت باندې دلالت کوي او په دې واقعه کې د کرامت څو ډولونه موجود دي.
(١) حضرت عمر رضی الله عنه د مدينې منورې له مسجد څخه په نهاوند کې معرکه او جګړه کشف کړه، سره له ظاهري حوائلو او د مسافه ليرې والي .
(٢) له ظاهري آلاتو او اسبابو پرته يې آواز هغه ځاى ته ورسيد چې دا کار هم خارق العادة کار دى .
(٣) د مسافه د ليرې والي او د فوځ د نه توجه باوجود هر فرد د حضرت اميرالمؤمنين غږ واوريدو.
(٤) د حضرت اميرالمؤمنين په برکت مغلوب لښکر او فوځ ته الله تعالى فتح او نصرت ورنصيب کړ، همدا شان د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې کله چې مصر فتح شو وروسته يې د هغه ځاى د امارت او مشرتوب لپاره حضرت عمرو ابن العاص رضی الله عنه ور وليږه او د مصر په اوسيدونکو باندې امير مقرر شو، د مصر اوسيدونکو نوموړي ته عرض او وړانديز وکړ : د نيل رود داسې عادت لري چېپه دولسو ورځو کې يوه ښايسته او ښکلې ځوانه پيغله انجلۍ چې خاوند ونلري او په اعلى لباس او زيوراتو باندې ښکلې شي او د نيل درياب ته تسليم او وروغورزول شي نو بيا خپل جريان نه قطع کوي، او که چيرته داسې ونشي نو خپل بهيدل قطع کوي او وچيږي، د دوی امير له دې نا جائز عمل څخه انکار وکړ او وې فرمايل: ان هذا الامر لا يکون في الاسلام ان الاسلام يهدم ما کان قبله.
دا کار په اسلام کې بالکل وجود نلري او اسلام مخکني ناجائز او ناوړه کارونه ټول له منځه يوړل، همدا وه چې د نيل درياب وچ شو چې د دريو مياشتو په موده کې ليږ اوبه هم نشوي پکې روانې او خلک ډير پريشانه شول، حضرت عمرو ابن عاص رضی الله عنه دا واقعه اميرالمؤمنين حضرت عمر رضی الله عنه ته واستوله، د اميرالمؤمنين له لوري د مصر امير ته يو مستور او په لفافه (پاکټ) کې پوښل شوى ليک وليږل شو او ورته وويل شول چې زما دا ليک رود نيل ته القاء او ورکړی او په هغه ليک کې ليکل شوي وه )بسم الله الرحمن الرحيم من عمر اميرالمؤمنين الى نيل المصر اما بعد: فانک انکنت تجري من قبلک فلاتجري وان کان الواحد القهار سبحانه هوالذي يجريک فاسئل الله الواحد القهار ان يجزيک( د جناب اميرالمؤمنين دا ليکل شوى کاغذ يې د نيل رود ته ور واچاوه، له هغه وخت نه تر اوسه پورې جريان لري او بهيږي ([7]).
دا پورته ذکر شوي کرامات او خوارق چې له حضرت عمر رضی الله عنه څخه واقع شوي او را منځته شوي آيا څوک هم چې ځان ته مسلمان وايي استدارج ورته ويلى شي؟ (العياذ بالله) ځکه چې د رسول الله رضی الله عنه د قول له مخې حضرت عمر رضی الله عنه له حضرت ابو بکر رضی الله عنه وروسته خواص الناس او د ټول امت افضل او غوره شخصيت دى، او د نوموړي فضيلت منصوصي ثابت دى، نو دا خارق العادة واقعې د حضرت عمر رضی الله عنه کرامات دي او کرامات په دری او څلورو کې منحصر نه دي، هر کس د تقوى او پرهيزګاري په نسبت کولاى شي چې لوړو درجو ته ورسيږي او کرامات ورڅخه ظاهر شي.
څرنګه چې د اولياء الله کرامات لکه چې پورته ذکر شول په صحيحه احاديثو باندې ثابت دي له هغو څخه هيڅوک انکار نشي کولاى، مګر هغه څوک چې نصوصو او احاديثو ته انقياد ونلري ([8]).
([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٩.
([3]) فتاوى رحيميه، ٣، ٣٧، بحواله : البلاغ المبين، ص : ٣٤، حضرت شاه ولي الله.
([4]) فتاوى فريديه، ١ : ٥٤٠، بحواله : البداية والنهاية، ج : ٦، ص : ١٩١ – ١٩٧.
([5]) رواه البخاري، مشکوة، ص :٥٤٤.
([6]) رواه البيهقي في دلائل ا لنبوة، مشکوة، ص : ٥٤٦.
([8]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.



