ټرمپ د آمريکا له پاره درد شو که درمل ؟

ليکوال : امين وردګ
پخوا وختونو کې به که د يوه مملکت يا يوه ټولي خلک هر څومره کمعقل هم وو ؛ مګر مشر به يې عاقل غوره کولو ؛ ځکه چې که چېرې مشر هم کمعقل شي ؛ نو د هغه ملک اداري جوړښت ، اقتصادي وضعيت ، سياسي موقف او تاريخي ارزښت ارو مرو زيانمنيږي .
چې په دغه راز _د پخوانيو خلکو له مينځه_ احمقان هم پوهېدل ؛ مګر متأصفانه چې اوسني ډېرى هوښياران هم په دغه راز او ددغه سِر په اعجاز باندې نه پوهيږي.
زه چې وايم (جمهوري قانون وحشي قانون دى) خو دغو ځايونو ته مې پام وي کنه.
تاسو لږ فکر وکړئ !
آيا په آمريکا کې بل هوښيار څوک نه وو چې ټرمپ يې ولسمشر وټاکولو ؟
آيا د ټرمپ غوندې شخصيت ولسمشر کول عاقلانه دي ؟
له دغه ځايه بايد موږ پوه شو چې جمهوري نظام د سمو خلکو په ګټه نه دى ؛ ځکه چې سم خلک په ټولنو کې کم دي او کم خلک به نو څه ډول رايې پوره کړي ؟
اوس چې ټرمپ د آمريکا غوندې لويې قارې ولسمشر شو ؛ نو موږ ته داسې پيغام دى ؛ چې د آمريکا قاره له همداسې خلکو ډکه شوې او اهل خلک پکې لږ شوي دي ؛ ځکه ټرمپ رايې پوره کړې او رقيبې سيالې ته يې ماتې ورکړه.
ښه ښه ! ټرمپ خو ولسمشر شو ؛ مګر اوس به آمريکايان له دغه سرخوږي سره څه کوي ؟
ټرمپ خو اوس ټول داسې کسان د قدرت په ګدۍ کېنوي ؛ چې د ده خوښ دي !
زه وام چې اوس به نو هغه ورځې بيخي نږدې شوې وي ؛ چې د آمريکا دا لويه وچه به تجزيه کيږي او کېداى شي چې د ناټو تړون هم ورسره تيت پاشان شي.
د ټرمپ داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې دي ؛ چې له 80% لوڅې نجلۍ سره (په داسې حال کې ويډيو ثبتوي) چې خپل لاس يې د هغې په مخصوصو اندامونو ور اېښى دى.
نو زه فکر کوم چې دا ډول ولسمشر به ټولو آمريکايانو ته د قبول وړ نه وي.
دا چې اوس ټرمپ د واک په ګدۍ کېناست ؛ نو نړۍ به د ډېرو داسې ناوړه کړنو شاهده شي ؛ چې په خوب به يې هم نه وي ليدلې.



