په اسلام کي دشورا ارزښت

لیکوال: خالد رحیمزاده
داسلام دحقوقو په برخه کي دشورا په هکله زیات تفصیلات موجود دي ، خو په دې ځای کي داسلامي دولت دشورا دقوې دلزوم او تشکیل څخه بحث کیږې.
دقرنکریم او درسول الله ص د احکامو پر اساس مشوره کول اودشورا د هیواد اولس او اسلامي امت په ټرلو چارو کی اصلي جز دی . اود اسلامي دولت لوی رکن شورا ده . دمولانا گوهر الرحمن صاحب فرمایی : کوم شی یا موضوع چی په اسلامي شورا کي فیصله سي ، ددولت ریس یا حکومت ته اصلاً داحق نسته چی هغه فیصلي باطلي یا ردکړل سی . مګر دا چي نصوص {دقران او رسول الله ص احکام} ورباندې موجود دي . او فتح الباری لیکلی دي چی : که به چیري ابوبکر صدیق صاحب ته دکومي معاملي دحکم لپاره درسول الله ص روایت سنت او حدیث په لاس وره نه غلل نو دخلګو مشران ” وکیلان” اود هغوی څخه به یی نیک او پوه خلګ راغوڼډول او د هغوی سره به یی مشوره کول ، کله به چی هغوی په کومه خبره سره متفق سول نو دهغه مطابق به یی حکم صادر کړې. حضرت عمر فاروق رضی الله عنه هم همداسی عمل کوې او له خلګو او ملګرو سره به یی مشوره کول ، حضرت عثمان صاحب دخپل خلافت په لومړنۍ وینا کی وویل (دکتاب اوسنتو وروسته به زه دهغی پریکړی پابند او سم پرکومو چی ستاسو رایی یو شان وې).
د ټول ملت څخه دشورا لپاره دنماینده گانو انتخاب دشرعي اصولو سره سم امر دی. څرنگه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم و درو کسانو ته چی حتی په صحرا کي وې ددې هدایت ورکوې چی دوې دې په خپلو منځو کی یو نفر امیر و ټاکی او خپل امیر دې وګرځوي . په حقیقت کی ددغه امیر یا مشر ټاکل دهغو نماېنده یا وکیل ټاکل دي . په اسلام کی دباورې او معتمدو اشخاصو څخه دمشوري غوښتنه کیږې په حدیث شریف کی دغه ډول استاځو ته ” دعرفا ” کلمه چی “دعریف” جمع ده او دشناخت سیاسی پوهي او تدبیر معنی ورکوې استعمال سوی ده .
دابو داود شریف حدیث دې چی رسول الله ص فرمایلي دي : (نمايندگي ضروري ده او خلګو ته دنماينده ټاکل هم لازمي دې خو خراب او بد نماينده گان به په دوږخ کی وې) .



