دلمونځ مسایل (۳۵مه برخه)د لمانځه د نيت طريقه

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

 

پوښتنه : په ژبه نيت کول څنګه دي؟

ځواب : که په ژبه سره ونه ويل شي هيڅ پروا نلري، خو په ژبه ويل يې بهتر دي ([2]).

د نفل لمانځه نيت کول

پوښتنه : د نفل لمانځه نيت څنګه کيږي؟

ځواب : د نفل لمانځه لپاره دومره نيت کول هم صحي دي چې نفل لمونځ کوم، د سنتو او تراويحو لپاره هم همدومره نيت صحي دی ([3]).

د نيت الفاظ که په هره ژبه وويل شي روا دي

پوښتنه : يو شمير خلک داسې نست کوي : څلور رکعته د ماسپښين فرض لمونځ کوم په دغه امام پسې مخ مې د کعبې شريفې په لوري الله اکبر، داسې ووايي لمونځ شروع کړي، د لمانځه دغه نيت صحي دى او که يوازې په عربي کې چې کوم الفاظ دي د هغو ويل روا دي؟.

ځواب : نيت په زړه سره وي، يعنې په زړه سره داسې نيت کول چې زه د فلاني وخت لمونځ کوم، په ژبه باندې نيت کول ضروري نه دي، که چيرته يې مونژ په ژبې سره ووايو هغه که په هره ژبه وي روا دى ([4]).

په لمنځونو کې د نيت حکم

پوښتنه : د جمعې له لمانځه وروسته د دوو رکعتونو نيت د سنتو نيت پکار دى او که د نفلو؟ او د اختر په لمانځه کې د څاښت نيت پکار دى او که نه؟.

ځواب : نيت د زړه د ارادې او د قصد نام دى، چې په زړه کې دا اراده او قصد وي چې زه فلانى لمونځ کوم په ژبه که هيڅ هم ذکر نکړي نو له شک پرته يې لمونځ کيژي، په ژبه باندې د نيت د الفاظو ويلو ته هيڅ ضرورت نشته، البته د توجه سمولو لپاره بهتر دي، او د جمعې له لمانځه وروسته دوه رکعتونه سنت مؤکده دي، مګر په سنتو او نفلونو کې مطلق نيت يعنې په زړه کې يوازې د لمانځه کولو نيت هم کافي دى، تعين ضروري نه دى.

په فرضو او واجباتو کې د نيت کولو په وخت کې تعين ضروري دى، يوازې د لمانځه کولو اراده کافي نه ده، په زړه کې به دا اراده وي چې د فلاني وخت فرض يا واجب کوم، همدا ډول د اخترونو حکم هم دى، يعنې د اختر لمانځه د اداء کولو په وخت کې به په زړه کې دا اراده وي چې دا زه د اختر لمونځ کوم، که په ژبه وويل شي نو بهتر دى، ضروري نه دى، د څاښت وخت ذکر کول او نه ذکر کول برابر دي، په دې سره هيڅ ډول فرق نه راځي ([5]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٤١، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ٦٦.

([2]) تعليم الاسلام، دريمه برخه.

([3]) تعليم الاسلام، دريمه برخه.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٤٢، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ٦٥.

([5]) فتاوى عباد الرحمن، ١ : ٤٠٣، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ١، ص : ٤١٧، الهندية، ج : ١، ص : ٦٥.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button