د مڼې خوراک وزن زیاتوي خو ترې جوړه سرکه ېې کموي

لاروی
د ونو، بوټواو بیلابیلو میوو خوراک او استعمال د یوې خوا خواړه او د بلې درمل دي چې په یوناني طب کې ورته ډیر اهمیت ورکړل شوی دی په دې باب روغتیاپوهان وایی چې دهرې میوې خوراک دانسان د بدن لپاره بیلا بیلې ګټې لري چې نن موږ د مڼې په خوراک او د مڼې څخه چې کومه سرکه جوړیږي په هغې لنډ روغتیايي معلومات وړاندی کوو.
په عام ډول به مو د سرکې نوم اوریدلی وی چې د مخه به د خوراک په وخت کې ډيره استعمالېده اوس ېې هم یوشمیر کسان استعمالوي خو دانه ده څرګنده چې د څه سرکه کومې ګټې لري؟
که یوانسان مڼه د پوستکې سره وخورې د هاضمي د ښه والي ترڅنګ د غاښونو او وریو په کلکوالي کې هم مرسته کوي او د مڼې خوراک د روغتیاپوهانو په وینا د بدن پوستکې نرموي، دانسان رنګ تازه کوي، او زړه ته اوبه ورکوي خو جاپاني روغتیا پوهانو په خپلو څیړنوکې ویلي دي چې که د ورځې دوه چمچې (کاچوغې) د مڼې سرکه استعمال کړل شي په دوه اونیو کې د بدن وزن دوه یا درې کیلوکمېدای شي.
جاپاني روغتیا پوهانو ویلي دي چې دوی نور څیړنی هم کوي څو د مڼې د خوراک او له مڼې څخه د جوړې سرکې ګټې څرګندې کړي د مخه جاپاني روغتیاپوهانو ویلي و چې د مڼې د سرکې استعمال د شکریو څه مرسته کولای شي.
لکه څرنګه چې د نورو میو په پرتله مڼه د انسان بدن ته زیاته ګټه رسوي دا ډول ېې سرکه تر نورو جوړو شوو سرکو زیات اثرلري باید د استعمال په وخت د مڼې په سرکه کې لږ څه اوبه ګډې کړل شي اوبیا دې استعمال کړي.



