ایاقوم پرستي په اسلام کې ځای لري؟

لیکوال: روح الله(مشـــــال)
اوایاهغه څوک چی ځان ته قوم پرست وایې مسلمان پاتې کیدای شي؟
غواړم ګرانومسلمانانو ددې ذکرشوې موضوع په رابطه تاسوته څه ناڅه معلومات وړاندې کړم
داموضوع ځکه مهمه ده چی اوس هم په افغانستان کی داسې قومونه شته چی ځان ته ملت پال اوقوم پرست وایې اودایی شعارهم دی ځینی خلک یې لاد ثواب کارهم بولي په افغانستان کی داسي قومونه شته چی د اسلام اوقوم پرستۍ ترمینځ د پیوندکارۍ په خاطر غونډي اومجلسونه جوړوي اوپه دې کتابونه هم چاپوي ترڅوزموږساده ځوانان هغه چې داسلام له ژورې مطالعې څخه محروم دي تیرباسي اوپه د غه شیطانی جال کی یی له ځان سره راشکیل کړي څوکاله مخکې زه هم صرف یوځل په دې شیطاني جال کی ګیرشوم اود قوم پرستۍ ترعنوان لاندې یوه غونډه وه ماهم په دې غونډه کې ګډون وکړخوالحمدالله ثم الحمدالله د اسلامی مطالعې په برکت سره مې ځان د دې شیطاني جال څخه وږغورل اوالله ج د دې توان هم راکړچې د قوم پرستۍ د اسلام له نظره ترعنوان لاندې مې یوه مقاله ولیکله
ترهرڅه د مخه به اړینه داوي چې موږ د قوم پرستي هغه تعریف وپیژنوچی قوم پرستو فیلسوفانوپرې اتفاق کړی دی دوئ وایې :خپل قوم پرنوروقومونوغوره بلل اود قیادت حق د خپل ځان لپاره خپلول
قوم پرستي دې ته وایی چی خپل قوم پرنوروقومونوغوره وبولې اود نوروقومونود قیادت حق خپل ځان ته راخپل کړی اوداغوره بلل یی په همدې خاطر وی چی دایې قومی دی نه په دې خاطرچی ښه مسلمان دی یاښه نیک سړی دی یاښه عالم یاښه استادیاښه سیاست وال دی یابل کوم صفت د تقوا شجاعت اوجهاد دی بلکی په دې خاطریې غوره بولي چې دایې قومي دی نورکه یې قومي، لوطي،زاني، شرابي،ظالم،بدکار،رشوت خوراوهرډول بدکاره به د بل قوم یابل ملک له متقی اوپرهیزګاره انسان څخه غوره بولي ځکه دایې قومي دی اوبس په یوحدیث شریف کی راځي چې حضرت ابوهریره له رسول الله ص څخه روایت کوي چې وروسته به فتنه وي مسلمان به په دې فتنه کې له یوبل سره پرقومیت جنګیږي د دواړوطرفومړي به په اورکې وې یعنې دوه قومونه به صرف د قومیت په نامه سره جنګیږي خود دواړومړي به جهنم ته ځی د قرآنکریم له نظره قومیت یوه فتنه ده نوفتنه جوړونکي ته رسول الله ص داسی ښیراکړې ده
عن انس رض قال قال رسول الله ص الفتنة نائمة لعن الله ایقظها
ژباړه دانس رض څخه روایت ده چی رسول اکرم ص وایې فتنه ویده ده، پرهغه چادې د خدای ج لعنت وی چی هغه فتنه راویښوي.
دالله ج په وړاندې د قومیت په لحاظ سره غوره نه دی مثلاً پښتون پرفارسي زبان اوفارسي زبان پرپښتون، ازبک پرتاجک اوتاجک پرازبک اوعرب پرعجم اوعجم پرعرب غوره نه دی مګرد تقوی پرلحاظ یعنې هیڅوک له بل انسان څخه غوره کیدای نشي ترڅوچې تقوی په ځان کې رانه ولي اوالله ج ته ځان په مکمل ډول تسلیم نه کړي
(دقوم پرستۍ پایله ) قوم پرستی یوموټی اسلامي امت د سیاسي سرطان په حیث ټوټه اوداسی یوله بل څخه بیل کړل اوداسلامي امت ترمینځ یې داسي درزونه رواستل چې ترنن ورځ پوري نه دي کوشیرشوي داکارغربیانوزموږد دین دښمنانود هغوځوانانوپه مټ ترسره کړل کوم چې د غربیانوپه لاسونوروزل شوي اوله اسلام څخه لري کړل شوي وو داهغه ځوانان و چې پلرونه اونیکه ګان یې مسلمانان و اودوی هم په ښکاره مسلمانان و خوپه حقیقت کی دوی دغرب روزل شوي کسان و
یوازنۍ هیله مې له ټولوهغومسلمانانوڅخه داده چی هغه قومیت کوي اود قومیت له پاره غونډې اومجلسونه کوي اوتنکي، تنکي ځوانان تیرباسي اوپه دغه شیطاني جال کې یې له ځان سره ښکیل کوي ترې لاس واخلي ،هیله کوم، هیله کوم.
اوقسم په الله ج که هرچاقوم پرستي کوله اود قوم پرستي له پاره یې غونډي اومجلسونه جوړول دعثماني خلافت په شان به ټوټه اوعام خلګ به د ذلت په حالت کی شپې اوورځي تیروي لکه دحلب مسلمانان دبیت المقدس او د افغانستان عام وګړي چی یوار توره بلاورباندې مسلطه وه اواوس د سری بلاواردی چې بیابه مودعامووګړونارې ترآسمانه پوری رسی.
دیواسلامی سیاسی نظام په هیله په ټوله نړی کی
ومن الله توفیق



