خوست: یوه ځوان د ناروغانو د ستونزو د رفعه کولو لپاره ځانګړی کټ جوړ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۶) صابر خپلواک
په خوست کې يوه ځوان داسې برېښنايي کټ جوړ کری چې په يوه وخت کې د څو کارونو کولو وړتيا لري.
دغه ځوان اسلام نبي نومېږي او د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
نوموړی دا مهال د خوست د ميخانيکي انسټيټيوټ د نجارۍ څانګې د دوولسم ټولګي زده کوونکی دی.
دغه برېښنايي چپرکټ هغو ناروغانو ته په کار راځي چې له خپله ځايه د پورته کېدو توان نه لري.
په دغه چپرکټ کې د ناروغ د پورته کېدو، د لاسو مينځلو او د ډوډۍ کېښودلو ځايونه شته چې ټول د برق د يوې توکمې په کېکاږلو سره په اتومات ډول کار ترسره کوي.
یاد چپرکټ دوه عمده دندې سرته رسوي، يوه دا چې د ناروغ لپاره په روغتون کې کاریږي، دويم په امنيت کې هم ترې کار اخيستل کېږي؛ هغه دا که يو څوک په دغه چپرکټ کې ويده وي، نو د خطر په وخت کې يې له خوبه پاڅوي.
د اسلام نبي په خبره، دا فکر ورسره وروسته له هغه پيدا شو چې روغتون ته د خپلو ناروغانو د وړلو لپاره تللی و.
هغه زياتوي، يوه ورځ موږ روغتون ته تللي وو او چې هلته مې نور چپرکټونه وليدل، نو ما سره دا فکر پيدا شو چې زه بايد داسې يو اتومات چپرکټ جوړ کړم چې د ناروغانو اړتياوې رفع کړي.))
اسلام نبي وايي، ياد کټ يې په پنځو مياشتو کې جوړ کړی او نږې شپږ سوه امريکايي ډالره لګښت پرې شوی دی.
دى وايي: ((که زمينه برابره شي درې نور نوښتونه مو هم پيل کړي، تقريباً پنځلس سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي، خو د امکاناتو د نه شتون له امله پر ځای پاتې دي.
له دې وړاندې د خوست د ميخانيکي انسټيټيوټ يوه بل زده کوونکي هم يوه امنيتي دروازه او زانګو چې په اتومات ډول يې کار ترسره کاوه، جوړ کړي وو .



