امریکا او جرمني افغان کډوال باسي

سرلیکنه

دامریکانوي جمهور رئیس ټرمپ فرمان صادرکړی چې هغه ټول په امریکاکې غیرقانوني بهرنیان چې دهرهیواد وي په بیړه له امریکا وباسي چې په دې فرمان سره دتیري سه شنبې له ورځې دامریکا امنیتی پولیسو او دکډوالو دادارې امنیتي ساتونکو عمل پیل کړی دی.

په امریکاکې امنیتي پولیس هغه بهرني کډوال چې دامریکا دکډوالو د ادارې سره ثبت شوي نه وي نیسي او له امریکاېې  د ټرمپ د فرمان په اساس په بیړه باسي چې د امریکا د کډوالودادارې د راپورپه اسا د دې ډول کډوالو چې په امریکاکې داوسیدا قانوني سناد اوعایداتي مدرک ونه لري او یا د کډوالو د ادارې سره ثبت نه وي شمیر ېې یوولس میلیونو وګړو ته رسیږي.

په امریکاکې د ټرمپ د صادرشوي فرمان په اساس که هریوبهرنی په امریکاکې میشت کډوال چې د کډوالو د ادارې سره رسمي ثبت نه وي او یوه اداره کې دکار اجازه هم ولري د غیرقانوني کډوال په توګه به له امریکا استل کیږي.

ټرمپ رسنیوته ویلي دي چې ما د امریکایی ولس سره دامریکا د اقتصادي پیاوړتیا وعده کړې ده او په امریکاکې په غیرقانوني توګه اوسیدونکي چې دهر هیواد وي باید له امریکا وایستل شي.

همدا رنګه امریکایی پولیسواود کډوالو ادارې امریکا ته ورغلې ټولې هغه لارې تړلي په کومو چې له بهرنیو هیوادونو څخه کډوال امریکاته داخلیږي.

له امریکا څخه په جبري توګه په ایستونکو کډوالو کې زیات شمیر افغانان هم راځې چې له امریکاڅخه به ډیر ژر سره له دی چې د دواړو هیوادونو د دوستیو دتړونولاس لیکونه شوي دي  له امریکا و ایستل شي.

دامریکا تیرو جمهورو رئیسانو بش او اوباما کوښښ کاوه چې په امریکا کې میشتو غیرقانوني بهرنیانو ته په امریکاکې داوسیدو یوه قانوني لاره برابره کړي خو ترآخره دواړو جمهور رئیسان بش او اوباما  د یوشمیر ستونزوله امله په امریکاکې د غیرقانوني کډوالوپه قانوني کولو ونه توانیدل.

داروپایی هیوادونو د قانون له مخې هغه بهرني غیرقانوني کډوال چې عمرونه ېې تر۱۲ او ۱۳کالو کم دي په امریکاکې پاتې کیدای شي چې په امریکاکې د کم عمره کډوالو شمیردا مهال ۷۵۰زروته رسیږي.

د بلې خوا دا درېمه جوپه ده چې جرمني له خپله هیواده رد شوي افغانان یعنې هغه افغان کډوال چې د جرمني د قانون له مخې ېې په جرمني کې داوسیدا اسناد برابرکړي نه دي له جرمني باسي اوافغانستان ته لیږل کیږي.

دوه ځلې د مخه او دادې اوس جرمني له خپله هیواده افغانستان ته اتلس افغانان په الوتکه کې ولیږل چې د مخه جوپو کې له جرمني څخه ایستل شووافغانانو شمیره له اوسنۍ شمیر درې او څلورچنده زیاته وه .

تېره ورځ د جرمني کابینې د پناه غوښتونکو لپاره د ارزونو سختولو نوي وړاندیز کړی او هم ېې نوې مقررات تایید کړي د هغو کسانو لپاره شرایط لا پسې سختوي چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه رد شوې ده.

په دې کې هغه افغانان هم راځي چې د افغانستان له شمال او کابل نه چې نسبتا دنورو ولایاتو په پرتله دامن سیمې دې جرمني ته تللي دي او غواړي په افغانستان کې دامنیتي ستونزو او نورو خطرونو په نامه په جرمني کې پاتی شي..

د کډوالو پروړاندې د انګېلا میرکل د تېر کال د پرانستو دروازو سیاست  چې ټول کډوال ترې خوښ وو هم په جرمني او هم نورو اروپایي هېوادونو کې له کلکو نیوکو سره مخ شو. دوه اونۍ وړاندې د جرمني ۱۶ ایالتي حکومتونو د هغو کډوالو د ویستلو لړۍ توندولو سره موافقه وکړه چې غوښتنې یې رد شوي دي دوی ویلې چې په جرمني کې میشت په غیرقانوني ټوګه کډوال باید ژر واستل شي څو نورو غیرقانوني کډوالو لپاره د دوسیو دڅیړنو زمینه په اسانۍ سره برابره کړل شي..

په جرمني کې د هغه هیواد لومړۍ وزیره انګیلامیرکل کوښښ کوي چې کډوال له خپله هیواده ونه باسي خو دنورو اروپایی هیوادونوپه بیابیا نیوکو اړشوه چې په جرمني کې د پاتې کیدووړکسانو سره نرمي اوهغه چې د پاتې کیدو وړنه دي  له جرمنی به واستل شی  چې په دې جمله کې په زرګونو افغانان هم راتلای شي.

په اصل کې د مخه له اروپایی هیوادونو د مره د افغانانو په ایستلو زور نه راوړل کیده خو چې د امریکا نوي جمهور رئیس ټرمپ د بهرنیوهیوادونو د کډوالوپه استلو چې پکې افغانان هم راځې سره  دواړوهیوادونو د موافقو د لاس لیکولو دادی له امریکا افغانان ایستل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button