طالبان چاسره سوله وکړي؟

شپاړس کاله وشول چې په هیواد کې طالبان د درې لورو سره په جګړه بوخت د ي امریکا په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانومنظم حکومت له منځه یووړاوپه افغانستان کې ېې د طالبانوپرخلاف جګړه پیل کړه.
دوېم لورې د طالبانوپرخلاف دامریکا سره د ناټو غړي اشرګړي هیوادونه دي چې په افغانستان کې دافغان ولس اوطالبانودځپلوپه موخه په برکسل کې شپږمیاشتنۍ ، کلنۍ اوهم کله کله بیړنۍ غونډه کوي چې د طالبانوپرخلاف په ځنې پریکړوکې له امریکایی جنرالانود ناټوجنرالان د طالبانوپرخلاف د جنګ د دوام سختې پریکړې کوي.
درېیم لوری حکومت دى حکومت په تيرو شپاړسوکالوکې د ناټواو امريکايي پوځونوپه ملتيا او موجوديت ښه زورازمايي وکړه خو پرطالبانو ېې زور ونه رسيد اوس په حکومت کې يوشمير لوړپوړي چارواکي شته چې په افغانستان کې د خپلې بقاپه خاطراوڅه له حکومته ناراضه غواړي له طالبانوسره سوله وکړي خو د سولې کولو واک نه لري.
هغه يوڅه د لوړې پايي وګړي چې د حکومت څرخ ېې په لاس کې دى هغوئ بياخپله بقا(شتون) دامريکا اوناټود پوځونوپه موجوديت کې ګوري په کومه ورځ چې د امريکا اوناتوپوځونه په بشپړه توګه له افغانستانه ووتل او په افغانستان کې هوايي ځواک څخه امريکايي پوځونولاس واخیست په همغه ورځ به موجوده حکومت هغسي نسکورکړل شي لکه د کمونيستي رژيم وروستي واکمن نجيب چې نسکور کړل شو.
د حکومت په نسکورولوکې په اصل کې د يوې خوا هم ګټه نه شته که طالبان د حکومت مخالف هم دي د حکومت په نسکورولو کې ېې ګټه نه شته ځکه د حکومت نسکورول له ځانه سره ډيرې بدبختۍ راوړي او هغه بدبختۍ افغانانوته ترهرچاښې څرګندې دي .
د سولې په اړه تراوسه پورې په نړيواله کچه خبرې نه دي شوي تيرکال چې د افغانستان په اړه څلوراړخيزناکام مذاکرات وشول نړيوال ملاتړېې نه درلود که ېې درلودای بيا خو به د ناکاميو سره نه وو مخ شوي.
څومره معلومات چې موږ ته شوي دي ټول طالب وسله وال سوله غواړي خو سولې کولو ته نه پريښوول کيږي چې کله هم د سولې په اړه څه خبره رامنځ ته شي د طالبانوپرخلاف به داسې يو عمل وکړل شي چې د سولې لپاره شوې ټولې هڅې به د ناکامۍ سره مخ کړي .
تيرکال چې د څلوراړخيزو مذاکراتو پنځم پړاو پيل کيده دا ډاډ ترلاسه کيده چې امکان لري په افغانستان کې د سولې په اړه که کومه موافقه په راتلونکې ناسته کې ونه شي نو د مذاکراتود کاميابۍ لپاره خو يوه طرحه جوړيدونکي ده هغه چې سوله د افغانستان درشل ته نږدې شوې وه داسې ستونزې رامنځ ته شوې چې تراوسه لا بيا نه طالب او نه حکومت د سولې له مذاکراتو ډاډ ترلاسه کړی دى.
طالبان سوله غواړي،سوله کوي، د سولې او امن لپاره ېې مبارزه پيل کړي ده، سوله ېې هدف دى، بې له سولې ژوند نه شي کولاى، او چې سوله ونه کړي بله لار ېې هم نه شته خو لکه د مخه مو چې ورته اشاره وکړه سولې ته نه پريښوول کيږي .
که طالبانوته د سولې لوری څرګند کړل شو چې په افغانستان کې د سولې واک د چاسره دى بيابه سوله امکان لري او شونې ده بيابه څرګنده شي چې سوله څنګه وشوه؟ په کوم شکل وشوه ؟ دچاسره وشوه او د سولې واک دچاسره وو؟.
اوس خو په هيواد کې د سوله غواړو څخه جګړه غواړي زيات دي ځکه د دوي د ژوند بقا په جګړه کې ده او يوشمير کړۍ په لوى لاس نه غواړي په افغانستان کې سوله رامنځ ته شي ځکه خو د طالب سره د سولې کولو واکمن او اصلي لورى نه څرګنديږي.



