نن ماښام شاوخوا ۶ بجې د المار ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نسیم قاطع د ماین په چاودنه کې ووژل شو. ویل کیږي چې ماین د نوموړي په موټر کې ځای پر ځای شوی و چې د انفجار له امله یې پخپله امنیه قومندان ووژل شو او ډرېور یې ټپي شو.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عیدالکریم یورش هم د امنیه قومندان وژل کېدل تائید کړي او وایي چې ماین د رینجر موټر تر چوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی و.
محمد نسیم قاطع په فاریاب کې د جمعیت د ډلې د مشهور قومندان جنرال غلام فاروق قاطع ورور و.


















