ترتیب کوونکي: فضل الرحمن اغا
امام اعظم ابو حنيفه نعمان کابلي الاصل د ثابت زوی د زوطی لمسی او د ماه کړوسی او د اهل سنت او جماعت له څلورو امامانو څخه يو ستر امام او د اسلامي مشهور تشريعي «حنفي مذهب» موسس و چې دا مذهب تر اوسه د ده په نامه يادېږي او په دُنيا کې تر نيمو زيات مسلمانان په همدې مذهب دي.
مخينه
امام اعظم په اصل کې د کابل او د هغه د اصل په باب په ډېرو تاريخي ماخذ تذکرو او مناقبو کې راغلی دی. د امام اعظم نيکه «زوطي» د کابل د پروان د سيمې د خواجه سياران يا د استرغچ د کلي و چې له کابله بيا کوفې ته تللی دی خو د ده د تگ په باب کې دوه روايتونه شته يو دا چې تر اسلام راوړلو وروسته پخپل شوق د اسلام د پېشوايانو د ليدلو لپاره يې کوفې ته چې د اسلامي خدمت مرکز و هجرت کړی دی او بل دا چې وايي د عربو له خوا د کابل د فتح په وخت کې د تيم الله بن ثعلبه د قبيلې د يو چا په لاس کښېوتلی او د مريي په توگه يې له ځانه سره بيولی و خو ابوبکر خطيب په خپل تاريخ بغداد کې چې اسماعيل د حماد ځوی او د امام اعظم لمسی و وييلي چې: «زما په خدای قسم دی چې زموږ کورنۍ ته هېڅوخت مريتوب لاره نه ده موندلې، نيکه مې په ۸۰ هـ کال کې زېږدلی او ورنيکه مې ثابت په کوچنيوالي کې د علي بن ابي طالب کرم الله وجهه په حضور مشرف شوی او حضرت علي ورته د خير دعا کړې ده.
شيخ ابوزهره په خپل کتاب ابوحنيفه کې ليکي: «ممکنه ده چې زوطي د ده د سيمې د فتح په وخت کې بندي شوی وي خو څنگه چې د خپلې سيمې له غټانو څخه و، نو مسلمانانو به دده سره د يوه بندي رويه نه وي کړې، څو چې له يوې خوا يې دده عزت او پت پرځای کړی وي او له بلې خوا يې دده د خپلوانو علاقه او مينه ځانو ته وراړولي وي، ځکه نو دده کړوسی حق لري چې د مريتوب له نسبته خپله کورنۍ مبر اوگڼي.»
زېږون او زده کړې
وييل کیږي چې د ثابت پلار د امام اعظم نيکه د خراسان د خلکو په دود د نوروز يا مهرگان په ورځ حضرت علي ته پالوده وروړې وه حضرت علي يې هديه منلې او ورته وييلي يې وه چې: «زموږ هره ورځ نوروز دی یا زموږ هره ورځ مهرگان دی.» ثابت څلوېښت کلن و چې امام اعظم په ۶۸۰ – ۶۹۹ زېږيز کال کې په کوفه کې وزېږېد او څو چې زلميتوب ته رسېده د پلار غوندې د خز په سوداگرۍ بوخت و، خو په زلميتوب کې يې د علومو زده کړې ته ملا وتړله. ځني مورخان ليکي چې امام اعظم په کوچنيوالي کې ځکه د علومو د زده کړې څخه ليرې پاته و چې دده د کوچنيوالي زمانه يوه خورا له آشوبه ډکه زمانه وه، او د حجاج بن يوسف له لاسه چې د خليفه عبدالملک له خوا د عراق حکمران و، هرې خوا ته د ظلم اور بل او د ستم قيامت جوړ و په تېره بيا چې د حجاج سفاکي او بې باکي زياتره د علم او فضل خاوندانو ته متوجه وه.
څو چې په ۹۵ هـ کې حجاج مړ شو او په ۹۶ هـ کال کې وليد هم له دُنيا ولاړ او د هغه پر ځای سليمان بن عبدالملک خليفه شو چې د مورخانو په قول د بني اُميه له خورا ښو خليفه گانو څخه و او دده د خلافت په دوره کې درس او تدريس بيا ځلانده رونق پيدا کړ او د خلکو زياته پاملرنه بيا د علومو او فنونو وخوا ته واوښته.
امام اعظم نعمان بن ثابت بن زوتا، چې په خپل کنیت سره (ابو حنیفه) سره ښه پېژندل کېده، په ۷۶۷ز کال چې له ۸۰هجري سپوږمیز کال سره سمون خوري، د کوفې ښار کې وزېږېد. دا امام د حنفي فقهی ښوونځي بنسټ اېښودونکې دۍ. دا رنگه امام صېب یو له نامتو تابعینو ( له صحابه ؤ څخه وروستنې نسل) څخه ؤ، ځکه ده په خپل ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه ؤ ( لکه امام مالک بن انس او داسې نور) سره لیدلي ول، او له هغوي څخه یې سپېڅلی احادیث هم اورېدلی ول.
زېږېدنه، نوم او کوشنیتوب
امام ابو حنيفه رحمه الله عليه وسلم په ۸۰ هجري چې له ۶۹۹زېږيز کال سره سمون خوري په کوفه کې زېږېدلې.
کوفه په هغه وخت کې د علم او پوهې مرکز ؤ، امام صېب به تل د فقهيانو او سپېڅليو حديثو حلقو ته حاضرېدو. د قرآن کريم له حفظ څخه وروسته امام صاحب په کوفه کې له خپل پلار سره د سوداگرۍ په کاروبار بوخت ؤ. له سوداگرۍ سره سره به يې د وخت پوهانو مجلسونو ته هم سروښکاره کاوه. کله چې د امام عامر الشعبي نظر پېرې ولگېده، نو هغه ورته نصيحت وکړ ترڅو علم او پوهې ته مخه کړي، ځکه امام عامر رحمه الله په امام صاحب کې د نبوغ، ذکاوت، د عقل پوخوالې او د هوښيارۍ نښې له ورايه وليدې نو ځکه يې دې ده وهڅاوه ترڅو د پوهانو ديني حلقو ته مخه کړي، هماغه ؤ چې امام صېب د نوموړي عالم خبره سرپه سترگو ومنله او خپله د سوداگرۍ کار يې پرېښود او علم ترلاسه کولو پسې ووت. امام صېب سپېڅلي احاديث روايت کړل، عربي ژبه او ادب يې پوره زده کړل، او وروسته لدې يې د کلام علم ترلاسه کړ تردې چې پدې علم کې لوړې پوړۍ ته ورسېد او د بې لارو ډلو له سرخېلو سره به يې په عقيدوي مسائلو کې مجادلې او مباحثې کولې چې تل به پکې بريالې راووت. څه موده وروسته يې فقهې ته مخه کړه او د حماد بن ابي سليمان په حلقه کې ورگډ شو ان تردې چې ۱۸کاله يې ورسره تېر کړل. امام صېب د به هرکال د حج فريضه ترسره کوله آن تردې چې ځينې پوهان وايي چې امام صېب ۵۵ځله د حج فريضه ادا کړې وه. د امام صاحب دا سفرونه هغه دې ده ته اړ کړ چې د بیت الله الحرام او نبوي مسجد له فقهاؤ پوهانو سره وگوري او د هغوي له پوهو څخه برخمن شي، له هغوي څخه نبوي احاديث ترلاسه کړي، فقهي مسائل ترې وپوښتي، او د هغوي له درس او تدريس څخه گټه پورته کړي، پدې ډله کې چې هغه له چا سره کتلي او د هغوي له پوهې څخه يې گټه اخيستې نوموړې تابعي عامر الشعبي (۱۰۳هجري- ۷۲۱ز مړ)، عکرمه مولى ابن عباس (۱۰۵هـ- ۷۲۳ز مړ)، نافع مولىبن عمر (۱۱۷هـ – ۷۲۵ز مړ) او زېد بن علي زېن العابدين (۱۲۲هـ – ۷۴۰ز مړ) دي. ځيني پوهان د امام صېب ښوونکي آن تر ۴ زرو پورې رسوي، امام صېب له تابعينو څخه ؤ، هغه پدې مانا چې ده په خپل ژوند کې د پېغمبر صلى الله عليه وسلم له سپېڅلو اصحابو سره کتنې شوي او د هغوي له ويناؤ څخه يې گټه ترلاسه کړې، له هغوي څخه يې مبارک احاديث روايت کړي، لکه انس بن مالک، عبدالله بن ابي اوفىو سهل بن سعد او ابو الطفيل عامر بن وائله رضي الله عنهم.
روایت کېږي، چې علي کرم الله وجهه د امام اعظم علیه رحمه الله پلار او د هغه اولادې ته د خیر او برکت دعا کړې وه، نو له دې خبرې څخه دا خبره په زبات ورسېده، چې د امام صاحب پلار مسلمان ؤ، او د امام صېب زوکړه هم په یوه مسلمانه او متدینه کورنۍ کې شوې وه. په تاریخي کتابونو کې ددې خبرې یادونه شوې چې: د امام صاحب پلار (ثابت) په مسلمانه کورنۍ کې وزېږېد، او د امام صاحب پالنه هم په یوه مسلمانه کورنۍ کې وشوه.
د خپل ښوونکي ځاېناسته
کله چې د امام صاحب ښوونکې حماد بن ابي سليمان ومړ نو د هغه د حلقې په گدۍ امام ابوحنيفه رحمه الله کېناست، چې پدې وخت کې د امام صاحب عمر ۴۰ کاله ؤ. امام صاحب د يوه ځانگړې لارې درلودونکې ؤ، هغه مسائل او ستونزې چې په حلقه کې به خلکو دده مخې ته وړاندې کولې په يو ځانگړې انداز او طريقه حلولې، دا مسئلې به يې سمدلاسه خپله نه حوارولې، بلکه په حلقه کې به يې له ناستو خلکو څخه وپوښته، ترڅو د ټولو نظر ترلاسه کړي، بيا به امام صاحب ددوي رائى سره راټولې او د هغوي له رايو څخه به يې په گډه يوه رايه د ټولو په خوښه راخپله کړه. امام صاحب د ډېر مال خاوند ؤ، ډېر زده کوونکو به يې دا توان نه درلودو ترڅو خپلو درسونو ته دوام ورکړي نو امام صېب به ددوي نفقه په خپله غاړه اخيسته او د هغوي لپاره به يې يوه اندازه پېسې له خپل جېب څخه وټاکلې ترڅو هغوي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. لکه څرنگه چې ددې مذهب يو نوموړي امام ابو يوسف سرپرستي کول او د هغه جېب خرڅ ورکول.
الله تعالى د امام ابو حنيفه رحمه الله په عمر کې برکت اچولې ؤ، د عباسي خليفه منصور له اړخه د قاضي القضاه د وظيفي په نه منلو سره په زندان کې واچلول شو چې هلته د ۷۰ کالو په عمر د جمادي الاول په ۱۱مه، په ۱۵۰هجري کال چې د ۷۶۷زېږيز کال جون د مياشتې له ۱۴مې نيټې سره سمون خوري لدې فاني نړۍ سترگې پټې کړى.
کله چې امام صاحب ته منصور زهر ورکړل نو امام صاحب د زهرو پر اثر پوهه شو
پخواب د مړي جنازه خلیفه اخیستل
نو بیاامام صاحب وصیت وکي چې زما جنازه دي منصورنه اخلي بیادامام صاحب جنازه یوه بل نفر واخیستل عالمان لیکي چې دامام اعظم جنازه ډېره لویه جنازه وو ډېر مخلوق ګډون پکښي درلودي
ومن الله توفیق


















