شاعر: ﻣﺼﺒﺎﺡ سجاوندي
معبره دوه خوب مې لېدلي زه یې تعبیر غواړمه
ډېر سر ناخـلاصه یم مــثال غواړم نظير غواړمه
یوخوا امام د مسجد وایي طالب جـان مي شه
بل خو احسینه حوره وایــي چې جانان مـې شه
ددې خارج کښې وضاحت غواړم تصـویر غـواړمه
بیــــا مــې د زړه کـــوتـره لاړه د مـــــلا بــام تـه
ټپ شو وزرونه یې لږ ووهل اولاړه دلیلا بام تـه
معبیره ولي تم شوې ویر دی داسې ویر غواړمـه
اوبیا په منډه منډه راغلم مدرسې ته ملانه ښکاریده
په لنډه لنډه سا بیا راغلم خانقاه ته اشنا نه ښکاریـده
خــــیر ګـــویان شـــه دا ملا غــواړم اوپیـر غــواړمــه
ډېــــر ناقــــراره وم بیـــــا لاړم د زنــــدان خــــواتـــه
ومـــې کتـــلو مـــلا پــروت وو دبیــــابــان خـــواتـــه
وحشیان ترې تاو وو ویل ولچک غواړم ځنځير غواړمه
کلـې ته راغلم لاغمجن شوم یتمان ټول له ژړا شنه وو
بـل خـواته حـورې اوغلمــان ټـول لـه خـــندا شـنــه وو
هیـڅ پرې پـوه نشــوم دا نقـطـه اودا ضــمیر غــواړمــه
چــــاراتــه وویـل وه (مصبـاحه) سنــــګرو تـــه لاړ شـــه
دلتــــه تنــګـېږې هغــو دنــګو دنـــګو غــروتــه لاړ شـــه
هلته چی لاړم هر طالب په وچو شونډو ویل امیر غواړمه


















