د رحم او مهربانۍ فارموله

لیک : احمدجنيدمبارز
حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : تاسي پر مځکنيو مخلوفاتو رحم وکړئ ، اسمان والا به پر تاسي رحم وکړي .
دا یو ساده اصل دی چي په هر نارينه او ښځه کي د خير د کار کولو د جذبې یو داسي چينه راخوټوي چي هيڅکله د وچېدو له ګواښ سره نه مخامخ کيږي .
هر انسان د خالق د مرستي محتاج دی ، هر وګړی اړ دی چي د ژوند په مختلفو مراحلو کي د خالق مرسته تر لاسه کړي ، په نړۍ کي هيڅ وګړی له الهي مرستي پرته د بریاليتوب پړاو نه سي موندلای .
خپل ځان د خالق د مرستي وړ ګرځولو او ځان ته د الهي انعاماتو د راجذبولو تر ټولو اسانه نسخه داده چي انسان کوم څه د ځان لپاره له الله تعالی څخه غواړي ، هغه دي نورو ته هم ور کوي ، انسان غواړي چي الله تعالی يې مرسته وکړي، نو ور لره ښايي چي د نورو وګړو مدد ګار وګرځي .
انسان دا خواهش لري چي الله تعالی ورسره د احسان او نرمۍ سلوک وکړي، نو دی هم بايد له نورو سره د احسان او نرمۍ معامله هېره نه کړي .
انسان غواړي چي الله تعالی يې هر کله تر تېر وتنو ور تېر سي، نو دی دي هم د نورو وګړو پر غلطيو د سترګو پټولو تومنه په ځان کي پيدا کړي او نورو ته د بخښني کولو همېشنی خوی دي خپل کړي .
که په لنډه توګه ووایم د الله تعالی د مخلوقاتو سره د نرمۍ او شفقت رویه کول، په حقيقت کي د خپل ځان لپاره یوه عملي دعاء کول ده .
ګويا د عمل په ژبه خپل بادار ته دا ويل دي چي زه ستا له بنده ګانو سره د نرمۍ او شفقت معامله کوم، نو ته هم زما سره د احسان او مهربانۍ سلوک وکړه . ځکه خو وايي : د الهي اخلاقو په پلوشه ځانونه ښکلي کړئ .



