حزب حکمتیار ته!

جواد منهاج
د حزب حکمتیار مشرانو!
ستاسې تجاوز او ګستاخي او زموږ صبر او زغم به تر کومه وي!؟ د هغه وخت کړنې به مو نه یادوم چې تاسې لا د افغانستان په اوسنئ اداره نه وئ ورګډ شوي، کنه هغه مهال هم تاسې زموږ (طالبانو) پر وړاندې ناسم حرکات کړي دي.
له کومې ورځې چې ستاسې او د کابل ادارې د یارانې لومړنئ خبرې پیل شوې، له هماغه ورځي څخه د حزب ډېر کسان د حکمتیار او زوی په شمول د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې د یو دښمن په څېر څرګندونې کوي. په داسې حال کې چې تر نن ورځې طالبانو ستاسې پر وړاندې یو حرف هم نه دی کارولی.
دوه ځلې ما د حکمتیار خبرې چې له شمشاد ټلویزیون سره یې مرکه وه، اورېدلې دي چې مخامخ یې پر طالبانو تجاوز کړی دی. یو ځل یې طالبان بهرنیو استخباراتي شبکو ته منسوب کړل او بل ځل یې په افغانستان کې د ناخوالو عاملین طالبان وګڼل.
په فیسبوک او نوره میډیا کې د حکمتیار زوی حبیب الرحمان بار- بار داسې ګستاخانه څرګندونې کوي چې هیڅ د توجیه وړ نه وي. تاسې د ده فیسبوک اکاونټ یا پېج ته لږ سر ورښکاره کړئ!
آخیر ولي!؟
ایا تاسې چې د طالبانو د دښمن په صف کې دننه شوئ ، د طالبانو دغه احسان نه منئ چې درسره یې د دښمن چلند ونه کړ آن ستاسې پر وړاندې هیڅ خبره ونه کړه!؟
تاسې چې د خپل ملت او افغان غیرتي ولس سره ستره تاریخي جفا وکړه او د مجاهدینو پر ضد مو له یرغلګرو سره لاس یو کړ، بهتره نه وه چې طالبانو تاسې د استشهادي بریدونو ښکار ګرځولې وای!؟ خو دوی داسې نه کوي.
ایا تاسې داسې فکر کوئ چې د طالبانو به زموږ دغه حرکاتو ته پام نه وي او که درڅخه شرمیږي یا ویریږي!؟
خیر دا ستاسې تجاوز او زموږ صبر به هم یوه نتیجه ورکړي او زموږ مشران الحمدلله ډېر مدبر او ځیرک دي. ستاسې کارنامې به یاد ساتي .
او د ټولو ګستاخیو جواب درکوي ان شاءالله.


