داسې معلومیږي چې افغانستان د لویو طاقتونو د سیالۍ ډګر وګرځیدی

لیکوال: مولوي سید فیض محمد
که فکر وکړو د کلونو راهیسې دلته نظامي، مذهبي او استخباراتي مداخلې روانې دي. په اوسنې وخت کې زموږ په ټولنه کې نه یواځې د بهرني امپریالستانو او استعمارګرانو نقشې عملی کیږي؛ بلکه زموږ ګاونډیان لکه ایران، پاکستان، د خلیج د سیمې هیوادونه او د شانګهای د خط هیوادونه هم ډیر کوشش کوي چې له یوې خوا خپلې ګټې په افغانستان کې ترلاسه کړي. له بلې خوا غواړي چې د ناټو او امریکایي ځواکونه دلته د افغانستان په جګړه کې بوخت وساتي تر څو د اقتصاد له پلوه دلته ښکیلو ځواکونو ته تاوان ورسیږي او د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو ګټو ته هم پاملرنه وشي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو جګړه له طالبانو سره ډیره پیچلې اوستونزمنه ده او څوک لا تر اوسه نه پوهیږي چې په راتلونکې کې به څه وشي.
هندوستان هم لاس تر زنه نه دی ناست. د نړیوالو په سیالي لوبه او د افغانستان په جګړه کې تاوان یوازی افغانانوته رسیږي او ستونزمن عمر لا پسې اوږدوي.
هر اشغالګر خپل پلان ته عملي بڼه ورکړې څوک یې نهایي کوي، څوک بیا د نه مفاد له وجې پلان پریږدي او ځې، څوک بیا اوس داخلیږي له صفره یې شروع کوي. دا چې په اوسني وخت کې روسانو د صفره شروع کړې د الله څخه خواست کوو چې د سوریې د تقدیر سره سمون ونه خوري.
له بلې خوا ولسي وګړي هم دې ته اړ دي چې په افغانستان کې د روان ناورین د ختمولو لپاره سره یو شي او یو داسې لار خپله کړي چې هم یوغږی شي، هم له کړاوونو ځان وباسي او هم وښایی چې دوی فعاله او موثره دپلوماسي لري.


