د نړۍ پای (۳۶مه برخه) – د بې وقوفو واکمني –

لیکوال: محمد العریفي
ترجمه : م، نجم الرحمن فضلي
۶۱- د بې وقوفو واکمني
د عامو خلکو اصلاح د هغوی د واکمنو تر اصلاح او د عامو خلکو بيکارتوب د هغوی د واکمنو تر بيکارتوب پورې اړه لري، نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې حکومت او قيادت به د کم فهمو او بې وقوفو خلکو لاسته ورشي، کوم به چې نه د کتاب او سنت په رڼا کې ژوند تيروي او نه به د نورو نصيحت مني.
له حضرت جابر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل صحابي حضرت کعب بن عجره رضی الله عنه ته وفرمايل:
اې کعب ! الله دې تا د بې وقوفو له واکمني څخه وساتي، هغه عرض وکړ يا رسول الله ! د بې وقوفو د واکمني مطلب څه دی؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : له ما وروسته به داسې واکمن وي کوم به چې زما له سنتو څخه رڼا نه حاصلوي او نه به زما په سنتو عمل کوي، کوم خلک چې د هغوی د دروغو تصديق وکړي او په ظلم او ستم کې له هغوی سره ملګري شي نه هغوی له ما څخه دي او نه زه له هغوی څخه يم او نه به زما حوض کوثر ته راځي، البته هغه خلک چې د هغوی د دروغو تصديق ونه کړي او په ظلم او ستم کې د هغوی ملګرتيا ونه کړي هغه له ما څخه دي او زه له هغوی څخه يم او دا خلک به زما حوض کوثر ته هم راځي:
اې کعب ! روژه ډال دی، صدقه ګناهونه محوه کوي، لمونځ قرباني ده، يا نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا وفرمايل چې لمونځ دليل دی، اې کعب ! هغه غوښه چې له حرامې غذا څخه پيدا شي هغه به جنت ته نه داخليږي، د هغې لپاره د جهنم اور ډير مناسب دی، اې کعب ! خلک له کورونو څخه وځي او د خپل ځان سودا کوي، څوک خپل ځان له الهي عذاب څخه آزاد کړي او څوک يې په هلاکت او بربادي کې وغورځوي ([1]).
د (سفيه) معنا ده: داسې سړی کوم چې کم عقل او کم تدبيره وي، کوم خلک چې د نورو مسايل نه پيژني د خپل ځان مسايل به څنګه وپيژني، د (سفاهت) معنا ده : کم عقلي، په يوه بل حديث کې راغلي :
قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې د هرې قبيلې قيادت د منافقينو لاسته ور نشي.
له منافقينو څخه مراد څخه خلک دي د کومو چې ايمان کم وي، د الله تعالی له خوف او ويرې څخه خالي وي، په کثرت سره دروغ وايي او پوره جاهل وي.
هر کله چې د خلکو پادشاهان، قادين او ټولواکان همداسې خلک شي نو هر شی درهم برهم کيږي، د دروغو به تصديق او د رښتياوو به تکذيب کيږي، امانتونه به بد ديانتو ته سپارل کيږي او امانتدار ته به د شک په سترګه کتل کيږي، جاهل به خبرې کوي او عالم به په چپ کيناستلو باندې مجبوريږي.
امام شعبي رحمه الله فرمايي :
قيامت تر وخته نه قايميږي تر څو چې علم جهل او جهل علم ونه ګڼل شي ([2]).
د حقايقو بدلون او د ټولو معاملاتو درهم برهم کيدل دا ټول صورتحال به په آخره زمانه کې ښکاره شي، حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي :
ان من اشراط الساعة ان يوضع الاخيار، ويرفع الاشرار ([3]).
ژباړه : د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې ښه خلک به شاته کړل شي او بد خلک به مخته کړل شي.
[1] – مسند احمد :۳/ ۳۲۱، وصحيح ابن حبان : ۱۰/ ۳۷۲.
[2] – المصنف لابن ابی شيبة : ۱۵/ ۱۷۵، حديث : ۳۸۵۸۳.
[3] – المصنف لابن ابی شيبة : ۱۵/ ۳۸۵۴۵، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۶/ حديث : ۲۸۲۱.



