رسنۍ و پېژنئ!

لیکنه: جواد منهاج
رسنیز فعالیت او ژورنالیزم (په خپل مېکانیزم کې) مقدس مسلک، د پرمختګ سمبول او د ټولنو لپاره اساسي اړتیا ده. رسنۍ د ملتونو اجتماعي او فردي ستونزې او د هغوی حل لارې د ملتونو په منځ کې شریکوي او په دې توګه د ټولنیزو مشکلاتو کچه کموي.
رسنۍ د ملت سترګې، غوږونه او خوله ده، د رسنیو ږغ د ولسونو ږغ دی او د دوی فعالیت د ولس د ږغ ژوند دی.
له بده مرغه په افغانستان کې د ۲۰۰۱م څخه بیا تر دې دمه په ټولییزه توګه رسنۍ د ژورنالیزم د اصولو خلاف د تبلیغاتي ماشین په څېر فعالیت کوي او د نظامي ځواکونو غړيتوب کوي.
د امریکایې یرغل سره همهاله په افغانستان کې د پروژو په توګه رسنیو او ژورنالیستانو داسې فعالیت پیل کړ، چې د افغان ولس د عقیدې، ارزښتونو ، مقدساتو او دیني اصولو سره په ټکر کې دی. لکه د ډیموکراسۍ او سیکولرزم خپراوی، فحشا او بې دینۍ ته تبلیغ، د اسلام د احکامو انحراف، تردید او سپکاوی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او قرآن کریم توهین، د کفري او غربي عقایدو او افکارو ترویج او په نظامي بخش کې د افغانستان په روانه جګړه کې یک طرفه قضاوت او د یوه اړخ (حکومت) غړیتوب او ملاتړ.
موجوده ژورنالیستان د جګړییز حالت راپور د حکومتي چارواکو څخه او د هغوی په اجازه ترتیبوي او په هر ځای او وخت کې یوازي د دولت بریا ښیې. دوی د طالبانو سیمې ته کله هم نه ځي او نه هم د طالبانو واقعي راپور خپروي؛ د روانې جګړې په اړه ډېر ناسم ذهنیت خپروي او په خلاصه خوله طالبان خارجیانو او بهرنیو استخباراتو ته منسوبوي.
دوی په جګړه کې د ملکي تلفاتو پړه تر ډېره پر طالبانو اچوي آن که ملکي کسان په چاپه یا بمبارد کې د خارجیانو له خوا هم وژل شوي وي.
د افغان ولس سره هم د ژورنالیستانو چلند ناسم دی: کله چې حکومتي چارواکي کوم ملکي کس نیسي او ورپوري د وسلو او ماینونو تور پوري کوي، سمدستي یې ژورنالیستان د طالب یا پاکستاني په نوم تعریفوي او په رسنیو کې یې نشروي. موږ ډېر داسې شواهد لرو چې حکومتي چارواکو او پولیسو د بازار، دکان، کور، مسجد او نورو ځایونو څخه یو ملکي بې خبره کس پورته کړی، له څه مودې شکنجو وروسته یې پر کوم سرک یا چوک په ډزو وژلی او سمدستي ژورنالیستانو خبر نشر کړی چې دا طالب ؤ، د پولیسو د ګزمې پر موټر یې برید وکړ او د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. حال دا چې د سیمې ټول خلک شاهدان وي چې نوموړی کس کوم غریب دکاندار او… ؤ او موده وړاندې پولیسو تښتولی ؤ.
زموږ د لیکنې هدف هغه سلګونه ژورنالیسان او لسګونه رسنۍ دي چې په پورته اوصافو ملوث دي. هو په تیرو کلونو کې موږ داسې ژورنالیسان هم ولیدل چې د ژورنالیزم حق یې سم ادا او دغه مقدس مسلک یې په خپلو اصولو کې پرمخ بېوی؛ چې په وروسته کې د خپلو وظایفو څخه لري کړل شول او تهدید شول او د ګوتو په شمار یو – نیم اوس هم شته.
موږ د افغان ولس د بار – بار غوښتنو پر اساس د ژورنالیزم د مسلک اصلاح کېدل غواړو، موږ غواړو چې رسنۍ باید د رسنیو په حیث فعالیت وکړي د تبلیغاتي ماشینو په حیث نه.
د طالبانو څخه غواړو چې د ژورنالیستانو او رسنیو لپاره یوه واضحه برنامه او اصولي میکانیزم غوره کړي، تر څو د رسنیو څخه د اسلام، هیواد، ولس او … پر ضد غلطه استفاده ونه شي، په نظامي او استخباراتي اهدافو کې ونه کارول شي، افغان ملت له فکري ارتداد او انحراف څخه وژغورل شي او افغان ولس ته د ژورنالیزم په مسلک کې سالم خدمت وشي.


