په ځیرک موبایل ۲۲ ساعته خبرې کولای شئ

لاروی

په نړیواله کچه د یو شمیر هیوادونو د کمپنیو تر منځ د الکټرونیک سامانونو جووړولو سیالي روانه ده څو هره کمپنۍ خپلې الکټرونیک یا الکترونیکي جوړې کړل شوی آلې نړیوال مارکیټ ته وړاندې کړي او په نویو اسانتیاو سمبال آلاتو ځانونه مشهور کړي.

د نوکیا شرکت یو ځل بیا اعلان کړی دی چې درې ډوله نوی نوکیا مبایلونه (ګرځنده ) به په نوو ډیزاینونو سره نړیوال مارکیټ ته وړاندی کوي چې د نورو کمپنیو په نسبت به یې ارزښت، د فعالیت وړتیا، د جوړښت ښکلا او د خبرو کولو توان زیات وي؛ تر ۲۲ ساعتونو پورې پرې خبرې کیدای شي.

نوکیا شرکت دمخه د ۳۳۱۰ په نامه موبایل بازارته وړاندی کړی و چې ډیر کلک او د نورو موبایلونو په نسبت یې اخستنه زیاته وه؛ خو کله چې د نړۍ نورو کمپنیولکه سامسنګ په نوي ډیزاین مبایلونه بازارته وړاندی کړل د نوکیا کمپنۍ د یو څه وخت لپاره غلې شوه اوځای یې سمسونګ کمپنۍ ونیوه.

موږ د ساینس په معلوماتو کې په موبایلونو ډیر څه لیکلي دي خو دا چې اوس ورته بیا اړتیا ولیدل شوه د نویو معلوماتو سره تاسې ته دا در په زړه کوو چې د نوکیا شرکت دمخه د خپل کلکوالي له امله په سنګ پای مشهور شوی و. اوسنیو کمپنیو چې کوم موبایلونه جوړ کړي دي دا ډیر نازک دي او نوکیا کمپنۍ اراده لري په پخواني کیفیت او نوي ډیزاین  موبایلونه جوړ کړي چې یو ځل بیا په نړۍ کې خپل ګټل شوی شهرت تر لاسه کړي.

د فنلنډي شرکت «اچ ام دي ګلوبل» مشر آرتو نوملا، چې د یوه تړون له مخې د نوکیا تلیفونونه جوړوي د هغه په وینا نوي جوړیدونکی (ځیرک) مبایلونه به د کمرې او انترنیټ د اسانتیاو سره  د مار مشهوره لوبه هم ولري.

د «اچ ام دي ګلوبل» شرکت به پر دې سربیره چې درې ډوله نور نوکیا ګرځنده تلیفونونه هم تولید کړي د انډرایډ پر سیسټم هم کار کوي.

نوکیا په نړۍ کې د ګرځنده تلیفونونو تر ټولو لوی شرکت و خو؛ له ۲۰۱۱ وروسته یې ځای سامسنګ شرکت  ونیوه، یو شمیر خلک له سامسنګ کمپنۍ  ګیله لري چې ډیر نازک او د نوکیا په څیر د استعمال مقاومت نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button